د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

د کندز اوسېدونکي: د لالا دلسوز قاتلین باید مجازات شي


په کندز کې وژل شوی لالا دلسوز
په کندز کې وژل شوی لالا دلسوز

په کندز ولایت کې د لالا دلسوز وژنې د دې ولایت اوسېدونکي غمجن او خواشینې کړي دي، دوی له حکومت څخه غواړي څو د لالا دلسوز قاتلان ونیسې او ورته درنه سزا ورکړي.

خو د لالا دلسوز وژنې د کندز اوسېدونکي ډېر غمجن او خواشینې کړي دي.

د کندز ښار د یوناني طبیبانو مشر حاجي عبدالسلام له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې لالا دلسوز د کندز اوسېدونکو ترڅنګ ژوند کاوه او د دې ولایت له خلکو سره په درد او غم کې شریک و.

نوموړي زیاته کړه:

"دلسوز یو ښه سړی وو او زما په مخکې لوی شوي وو او په دې۳۰ کلونو کې هېڅ چا ته هم بد نو رسېدلي او تل به یې له خوارانو او غریبانو سره مرسته کوله."

لالا دلسوز په کندز کې د اهل هنودو مشر وو، د پنجشنې په سهار د نا معلومو وسله‎والو له خوا په ډزو سره ووژل شو.​

نرمونګ سینګ، مشهور په لالا دلسوز په تخار ولایت کې زېږدلی وو، خو له ۳۰ کلونو را پدېخوا یې له خپلۍ کورنۍ سره په کندز کې ژوند کاوه.

په ورته وخت کې د دې ولایت یوشمېر اوسېدونکي بیا وايي چې لالا دلسوز د کندز له ټول خلکو سره نېک روابط درلود او تل به یې له بې‎وزله خلکو سره مرسته کوله:

"لالا دلسوز یو نیک انسان وو او د کندز له خلکو سره یې ښه اړېکي درلودې او هېڅ چا ته یې بد نوو رسولي."

"یو ښه طبیب وو سهار خپل دکان ته راته او ماښام خپل کورته ته او د کندز له خلکو سره یې ښه راشه درشه درلوده یو نیک انسان وو."

د کندز اوسېدونکي له حکومت څخه غواړي چې ډېر ژر د لالا دلسوز د وژنې عاملان ونیسې او د قانونو منګلو ته یې وسپاري.

بل‎خوا د لالا دلسوز ماما بریت سینګ وايي چې دغه ډول پېښو د دوی ژوندې له ستونزو او ګواښونو سره مخ کړي دي:

"موږ له دولت څخه غواړو چې زموږ قاتل ونیسې او د قانون منګلو ته یې وسپارې، موږ د امنیت احساس نه کوو، ځکه کله چې په رڼا ورځ کې موږ ولي نو شپه به موږ دلته څنګه تېره کړو."

ښاغلي بریت سینګ زیاته کړه چې نږدې درې کاله وړاندې هم پر لالا دلسوز وسله‎وال برید شوي وو چې په پایله کې هغه په پښه ټپي شوی وو.

په همدې حال کې د کندز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د لالا دلسوز د قتل عاملین به نیسي او د قانون منګلو ته به یې سپاري:

هاشمي: د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
هاشمي: د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

"دغه پېښه زموږ دې پلټنۍ لاندې ده او تر اوسه پورې موږ په دې اړه درې تنه مشکوک کسان نیولي دي او زموږ هڅې روانې دي، څو ددې پېښې اصلي عاملین هم ونیسو."

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې لالا دلسوز له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلې وو، چې یوازې هېله یې دا ده چې افغانستان کې تل پاتې سوله او امنیت راشي، څو ټول خلک په یوه ارامه فضا کې ژوند وکړي:

"یاالله ته زموږ په هېواد کې امن راولې چې زموږ ټول هېوادوال په ارامه فضا کې سره ژوند وکړي، موږ ټول سره ورونه یو."

پخوا په کندز کې د هندوانو او سکانو ۹۰ کورنیو ژوند کاوه، خو د کورنیو جګړو پر مهال له دې ولایت څخه د هېواد نورو ولایتونو او بهرنیو هېوادونو ته کډه شول، خو اوس مهال یوازې درې کوره هندوان په کندز کې په خپل درمسال کې ژوند کوي.

تر اوسه پورې د دې پېښې مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG