د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

له چین نه په سوداګریزو توکو بار اورګاډی حیرتان بندر ته راورسېد


په لومړي ځل له چین هېواد څخه د منځنۍ اسیا له لارې افغانستان ته د افغان سوداګرو ۶۸ واګونه سوداګریز توکي د اورګاډي په وسیله د حیرتان تجارتي بندر ته راورسېدل.

دغه اورکاډی د اګست په ۲۵مه نېټه د چین د هیمن ښار څخه د افغانستان په لور روان شو چې نن د مزارشریف حیرتان بندر ته راورسېد.

دغه اورګاډی د ۱۱ ورځو په ترڅ کې نېږدې ۳ زره کېلو متره لاره طی کړې ده او د قزاقستان او ازبکستان له خاورې په تېرېدو سره افغانستان ته رسېدلی دی.

د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي چې له چین هېواد سره د سوداګریزو اړیکو زیاتوالی د هېواد اقتصادي پرمختیا ته ګټه رسوي.

قوقندي وویل د اورګاډي په وسیله د تجارتي توکو لېږد رالېږد نسبت دې ته چې د موټر یا هم طیارې په وسیله انتقال شي، ډېر ارزانه تمامېږي.

مسافر قوقندي
مسافر قوقندي

هغه زیاته کړه:

"زه مطمئن یم د هغو توکو قیمت چې د اورګاډي په وسیله افغانستان ته راځي، نسبت هغه نورو چیني توکو ته چې د نورو لارو په وسیله افغانستان ته رسېدل ارزانه تمامېږي او دا په افغانستان کې د تجارتي توکو د بیې پر سر هم مثبته اغېزه لري او نرخونه کمېږي."

د افغانستان او چین تر منځ د اورګاډي لارې د پرانیستې په غونډه کې په افغانستان کې د چین سفیر ښاغلي چینک شینک هم برخه اخیستې وه.

​د چین سفیر وویل چې دوی په هڅه کې دي ترڅو له افغانستان سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي او دا چې اوس افغانستان د سوداګرۍ له نړیوال سازمان سره یوځای شوی نو د سیمې په سطح‌یې د تجارتي راکړې ورکړې په برخه کې هم اعتبار لوړ شوی او دا د دې هېواد په ګټه ده چې له چین سره خپلې تجارتي اړیکې دوامداره وساتي.

هغه وویل چې دوی په هڅه کې دي ترڅو په افغانستان کې امنیت تأمین شي او دا مسئله د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

سفیر زیاته کړه د لنډ مهال لپاره دا مسئله افغانستان ته ډېره ګټه رسوي او د وخت په تېرېدو سره چین هم کولای شي په افغانستان کې د امنیت د موجودیت له امله خپل تجارت نور هم پراخ کړي او لازمه کټه ترې پورته کړي.

د چین سفیر زیاته کړه:

په افغانستان کې د چین سفیر چینک شینک
په افغانستان کې د چین سفیر چینک شینک

"دا پروژه اهمیت، لري د افغانستان او چین تر منځ اقتصادي اړیکې پراخوي او دواړه لورو ته ګټه رسوي، د یوه ګاونډي په توګه چین هڅه کوي چې افغانستان اقتصادي ثبات پیدا کړي."

په افغانستان کې د چین سفیر وايي چې چین د سیمې د اقتصادي پراختیا پرته په لټه کې دی او په یوازې نه‌شي کولای د یوه غوره اقتصاد لرونکي هېواد په توګه ځان راڅرګند کړي او اړتیا ده چې لومړی اقتصادي راکړه ورکړه له خپلو ګاونډیو سره زیاته کړي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG