د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

ولسي جرګه: د مسکو غونډه د افغانستان چارو کې ښکاره لاسوهنه ده


د افغانستان ولسي جرګې ودانۍ
د افغانستان ولسي جرګې ودانۍ

ولسي جرګه د افغانستان په اړه په مسکو کې جوړېدونکی کنفرانس د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه بولي.

د افغانستان ولسي جرګه له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له روسیې غواړي چې له افغانستان سره د یو خپلواک هېواد په توګه چلند وکړي.

د دغې جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د دوشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې وویل، د افغانستان په اړه په مسکو کې جوړېدونکی کنفرانس د هېواد په چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.

ابراهیمي: حکومت دې په دې اړه دریځ روښان نه کړي.
ابراهیمي: حکومت دې په دې اړه دریځ روښان نه کړي.

​نوموړي پر افغان حکومت غږ وکړ چې په دې اړه دې خپل دریځ روښانه کړي او زیاته‌یې کړه:

"دا ډول غونډې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه ده موږ هیله کوو چې افغان حکومت دې د ګاونډیو هېوادونو د دا ډول پرېکړو په اړه تماسونه ولري."

د راپورنو له مخې ټاکل شوې چې د سې شنبې په ورځ د افغانستان په اړه په مسکو کې د پاکستان، چین او روسیې درې اړخیزه غونډه جوړه شي چې ممکن د وسله‌والو طالبانو استازي هم په‌کې برخه ولري.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې وړاندې د روسیې او وسله‌والو طالبانو د اړیکو په اړه راپورونه خپاره شوي و چې د افغانستان ملي شورا په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

څو اوونۍ وړاندې په افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر مانتېتڅکي د افغانستان د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو په کمېسیون کې ویلي و چې له طالبانو سره اړیکې لري، خو ټینګار یې کړی و چې له وسله‌والو طالبانو سره د روسیې اړیکې د هغوی د ملاتړ او تجهیز په معنی نه‌دي.

مسکو، چین او پاکستان د افغان سولې په اړه غونډه کوي

مستغني: د افغانستان د وضعیت په اړه به د مسکو غونډه بې‌ګټې وي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و هره هغه غونډه کې چې د افغانستان په اړه جوړېږي او د افغان حکومت استازي په‌کې برخه وانه‌خلي بریالۍ به نه‌وي.

په عین حال کې د افغان حکومت اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان په اړه په مسکو کې د جوړېدونکې غونډې پرېکړې به عملي جنبه ونه‌لري.

میثم: یاده غونډه به عملي جنبه ونه لري.
میثم: یاده غونډه به عملي جنبه ونه لري.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغان حکومت تمه دا ده چې په هر دلیل چې په غونډه کې د افغان حکومت استازی ګډونه ونه‌لري په دې نظر یو چې دا ډول غونډې د افغانستان د وضعیت په اړه ښکاره او ګټور پروګرامونه نه‌لري او عملي جنبه به پیدا نه‌کړي."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، د افغان حکومت کمزوري ډيپلوماسۍ نه په استفادې ګاونډي هېوادونه د افغانستان په اړه پرېکړې کوي او تصمیمونه نیسي.

د دغې جرګې غړی صالح محمد صالح وايي، افغان حکومت دې د داسې غونډو پر وړاندې جدي غبرګون وښيي.

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ د افغانستان مشرانو جرګې هم په مسکو کې جوړېدونکې غونډه غندلې وه او له افغان حکومت څخه‌یې د زیات وضاحت غوښتنه کړې وه.

معلومه به شي چې د افغانستان په اړه مسکو کې جوړېدونکی کنفرانس د افغانستان په اړه څه پرېکړې کوي؟

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG