د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د ضمیر کابلوف د وروستیو څرګندونو په اړه د افغان حکومت غبرګون!


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د جنګېدونکو ډلو څخه هر ډول ملاتړ د سیمې لپاره په یوه جدي ګواښ بدلېږي چې له زیانه به‌یې یو هېواد هم پاتې نه‌شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ازادي راډيو ته وویل چې د هېوادونو تر منځ اړیکې باید د دولتونو په کچه وي.

روسیه که څه هم په ښکاره د افغان حکومت څخه د ملاتړ وايي، خو د طالبانو په اړه د دې هېواد د چارواکو وروستیو څرګندونو د افغان چارواکو غبرګونونه راپارولي دي.

شکېب مستغني خبرداری ورکوي چې د سیمې د هېوادونو درېدل د هغو ډلو په پلوي چې پر افغانانو ترورېستي حملې کوي د هېڅ هېواد په ګټه نه‌دي.

شکېب مستغني
شکېب مستغني

نوموړي زیاته کړه:

"د هغو ډلو سره چې تل‌یې افغانان د ترورېستي حملو هدف ګرځولي د هر ډول اړیکو جوړول او ملاتړ په اوږده مهال کې د سیمې لپاره په خطر بدلېږي چې هېڅ هېواد به‌یې له زیانه په امن کې پاتې نه‌شي، له دې وړاندې هم رسنیو په دې اړه څه خپاره کړي، خو موږ چې هر ځلې دا موضوع له روسیې سره شریکه کړې د هغه هېواد چارواکو رد کړې ده."

روسیه په سیمه او نړۍ کې یو قدرتمند هېواد دی، خو په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د فعالیتونو څخه اندېښنه لري او له همدې امله وخت نا وخت له طالبانو سره د هغه هېواد د لېوالتیا راپورونه خپاره شوي دي.

ضمیر کابلوف
ضمیر کابلوف

د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، طالبان د هغو کسانو پر ضد جنګېږي چې دوی په سوریه کې ورسره په جنګ دي او همدا لامل دی چې زموږ ګټې سره نېږدې کوي.

ده د خپلو خبرو په توضېح کې ویلي چې طالبان د داعش پر ضد په جګړه کې له روسیې سره ورته دریځ لري.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازی وايي چې طالبانو خپل دریځ بدل کړی، هغوی نړیوال جهاد نه‌کوي بلکې یوازې له اشغاله د خپل هېواد د خلاصون او په افغانستان کې د خپلواک حکومت د جوړولو لپاره مبارزه کوي، طالبان له داعش سره جنګېږي ځکه چې دوی د داعش ایډیالوژي نه‌مني.

کابلوف دا څرګندونې د ترکي خبري اژانس "انادولو" سره په خبرو کې کړي او د طالبانو سره‌یې د روسي چارواکو له اړیکو هم ویلي دي، خو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلي کابلوف په دې مرکه کې دا هم ویلي، طالبان ټینګار کوي چې دوی له نړیوالو ترورېستي ډلو سره اړیکې پرې کړي دي.

سیاسي کارپوهان په دې نظر دي چې په افغانستان او سیمه کې خطرناک پروګرامونه په جوړېدو دي چې طرحه‌یې پاکستان د چین او روسیې په همکارۍ جوړه کړې ده.

د نړیوالو چارو کارپوه فدا محمد نظري په دې باور دی چې د دې طرحې له مخې ممکن طالبان په یوه ستر لوري وپېژندل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د دسمبر په میاشت کې چې کومه ناسته په مسکو کې جوړېږي په هغې کې به روسیه، چین او پاکستان طالبان په رسمیت وپېژني، د امریکا د نوي جمهور رئیس څخه به غوښتنه وشي چې دا ډله په یوه غټ ائتلاف کې راولي او واک په لاس کې ورکړي، په افغانستان کې پیاوړي شخصیتونه ډېر نه‌شته تر څو په دې برخه کې یو ځانګړی خپلواک موقف غوره کړي."

له دې وړاندې روسیې د هغې ناستې د کوربه‌توب هم ویلي چې د چین او پاکستان استازي په‌کې ګډون کوي او د افغانستان پر حالاتو او سولې په‌کې خبرې کېږي.

د چارو کارپوه ښاغلی نظري وايي، روسیه له ډېر وخته راهیسې هڅه کوي چې د اسلام‌اباد او بیجېنګ په مرسته وسله‌والو طالبانو ته سیاسي هویت ورکړي.

هغه په دې باور دی چې روسیه د خپلو ګټو او د داعش څخه د خلاصون په خاطر په افغانستان کې د جګړې میدان ګرم ساتي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG