د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

ولسي جرګه: د سرپرست وزیرانو اقدام تر عدلي تعقیب لاندې راتلی شي


د افغانستان ولسي جرګه وايي، د سلب صلاحیت شویو وزیرانو هر ډول اجرأت او اقدامات د عدلي او قضایي تعقیب لاندې راتلی شي.

ولسي جرګه د وزیرانو څخه د باور رأیې اخیستلو په برخه کې پر خپلې پخوانۍ پرېکړې د پلي کېدو ټينګار کوي او وايي چې ولسمشر باید د درې ګونو قواوو تر منځ د ټکر مخه ونیسي.

یادې جرګې د وزیرانو د سرپرست پاتې کېدو په اړه خپله پرېکړه د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې اعلان کړه چې په یوه برخه کې یې راغلي وو چې حکومت دې د سلب صلاحیت شویو وزیرانو پر ځای نوي کسان معرفي کړي.

په دې اړه د ولسي جرګې پرېکړه د دغې جرګې غړي عبدالقیوم سجادي اعلان کړه او ویې‌ویل چې د سرپرست وزیرانو هر ډول اقدامات د عدلي او قضايي ارګانونو تر تعقیب لاندې راتلی شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د سلب صلاحیت شویو وزیرانو د کار دوام د سرپرستۍ له قانون سره په ټکر کې دی، د رأیو نه‌اخیستلو څخه وروسته د سلب صلاحیت شویو وزیرانو هر ډول اجرأت د قانون خلاف دي چې هر وخت د عدلي او قضايي تعقیب د څار وړ دي."

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د وزیرانو رد یا تائید د ملي شورا ځانګړي صلاحیتونه بلل کېږي، خو په دې وروستیو کې د کابینې د اووه وزیرانو یو ځايي رد دا موضوع پېچلې کړې ده.

ولسي جرګې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د کابینې د اووه وزیرانو څخه د باور رأیه له دې امله واخیسته چې لازمه پراختیایي بودجه‌یې نه‌وه لګولې.

جمهوري ریاست د وزیرانو د استیضاح د څرنګوالي موضوع د تفسیر لپاره سترې محکمې ته ولېږله او وزیرانو ته‌یې د کار د دوام ویلي دي.

وموغوښتل چې په دې اړه د سترې محکمې وروستي اقدامات هم په دې راپور کې ولرو خو په د بیا بیا اړیکو با وجود بریالي نه‌شوو.

د حقوقي چارو کارپوه سید خالد سادات وايي، د وزیرانو څخه د باور رأیې اخیستلو موضوع تفسیر د حقوقي اړخ پر ځای تر ډېره سیاسي شوی او د ده په وینا حکومت د وخت تېرولو په لټه کې دی.

دا چې بالاخره د روانې لانجې غوره حل‌لار څه ده په اړه‌یې ښاغلي سادات وویل:

"که چېرته غواړو چې ستونزه حل کړو، حل‌یې دا دی چې حکومت باید د ولسي جرګې عمومي غونډو پرېکړو ته پوره احترام ولري، له هغې ورهاخوا که حکومت بله کومه پرېکړه کوي په تېره بیا که په سیاسي شکل د سترې محکمې نظر اخیستل کېږي او بیا پرې عمل هم کېږي دا د دې پر ځای چې ستونزه حل کړي پراخه کوي یې."

بشردوست: ولسي جرګه باید د غنی او عبدالله په اړه د خپلو قانوني صلاحیتونو څخه استفاده وکړي.
بشردوست: ولسي جرګه باید د غنی او عبدالله په اړه د خپلو قانوني صلاحیتونو څخه استفاده وکړي.

له دې سره د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست وايي چې که حکومت د ولسي جرګې په دې حق سترګې پټوي ولسي جرګه باید د ولسمشر او اجرائیه رئیس په اړه د خپلو قانوني صلاحیتونو څخه استفاده وکړي.

ولسي جرګه وايي، جمهوري ریاست دې په دې برخه کې د قانون حاکمیت ته کار وکړي او په دې اړه دې د دوی او خلکو انتظار پای ته ورسوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG