د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

کابل کې د وروستۍ انتحاري حملې مسئولیت د داعش ډلې منلی


د کابل ښار اوسېدونکي د چهارشنبې په ورځ بیا هم د یوې انتحاري حملې شاهدان وو چې د کورنیو چارو وزارت په وینا د انتحار کوونکي هدف د افغان ځواکونو یو موټر و.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي تر دغې حملې وروسته ازادي راډیو ته وویل، په دغه برید کې چې د کابل په پُل محمود خان سیمه کې شوی څلور تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"څلور تنه هغه کسان چې په دغې سیمه کې وو، وژل شوي او ۱۳ نور هم ټپیان شوي دي، انتحاري حمله د افغان ځواکونو په یوه موټر شوې ده."

دغه حمله دوهمې امنیتي حوزې پورې اړوند په پُل محمود خان کې د دفاع وزارت او د لوړپوړو چارواکو د ساتونکو د ریاست تر منځ ځای کې شوې ده.

امنیتي چارواکي وايي، حمله کوونکي هغه هایس ډوله موټر چې افغان ځواکونه په‌کې سپاره وو، هدف وګرځاوه.

د یو شمېر نړیوالو آژانسونو د راپورونو له مخې په دغه موټر کې د لوړپوړو چارواکو د ساتونکو د ریاست کارکوونکي سپاره وو.

که څه هم د کابل امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو رئیس فریدون عبیدي وايي چې برید کوونکی پیاده وو خو عیني شاهدان وايي چې برید کوونکی پر یو موتړ سایکل سپور و او په دغې پېښه کې یو شمېر ملکي موټرو ته هم زیان اوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه میاشت کې د افغان ځواکونو څو رنجرې د مقناطیسې ماین په چاودنو کې له‌منځه تللي او تلفات‌یې هم درلودل.

د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې امر داوود پکتیاوال وايي چې د سې شنبې په ماښام هم په اتمې امنیتي حوزې پورې اړوند د کارتې نو سیمه کې یو مقناطیسي ماین وچاودېد چې یو تن په‌کې ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

دغه وضعیت کابل ښاریان اندېښمن کړي او وايي چې په دې وروستیو کې کابل ښار کې د چاودنو پېښې زیاتې شوې دي.

د امنیتي چارو شنونکی باري عارض هم وايي چې د وسله‎والو مخالفینو له لوري بریدونه په ځانګړي ډول د مقناطیسي ماینونو چاودنو خلک اندېښمن کړي.

د امنیتي چارو شنونکی باري عارض
د امنیتي چارو شنونکی باري عارض

ښاغلی عارض وايي:

"په دې وروستیو کې د مقناطیسي ماینونو پرله‎پسې چاودنې شوي، هرې چاودنې د خلکو اندېښنې زیاتې کړي دي او هغوی د راتلونکي په اړه بې‌باوري کوي، که د دغو پېښو مخه ونه‎نیول شي ممکن دا ډول پېښې زیاتی شي."

د افغانستان جمهوري ریاست هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه برید غندلی او د ولسمشر له قوله‌یې لیکلي چې د افغانانو دښمنان غواړي په دا ډول بریدونو سره د خلکو تر منځ وېره خپره کړي.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو یو بل شنونکی میرزا محمد یارمند وايي، د امنیتي مسؤلانو کشفي او استخباراتي فعالیتونه باید زیات شي او کشفي ځواکونو ته په سمه توګه روزنه ورکړل شي او دغه لړۍ باید پراخه شي.

د ده په وینا امنیتي ځواکونه باید د هغو کسانو چې د سړکونو پر سر ګدايي کوي هویت تثبیت کړي او پرې نه‌ږدي چې د هغه په خبره دښمن له هرې لارې څخه د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره استفاده وکړي.

د داعش خراسان ښاخې چې په افغانستان او پاکستان کې فعالیت کوي په خپلې یوې ټولنیزې پاڼه کې د دغې حملې مسؤلیت منلی.

له دې وړاندې د نوومبر په ۱۲ مه د بګرام په هوايي اډه کې انتحاري حملې څلور امریکایان ووژل او د یوه پولنډي سرتېري په ګډون‌یې ۱۶ تنه ټپيان کړل.

پخواني:

نن چهارشنبه سهار په اوو بجو او ۵۰ دقیقو د کابل دوهمې امنیتي حوزې اړوند پل محمود خان سیمه کې انتحاري حمله وشوه.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د کابل په نننۍ انتحاري حمله کې څلور تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې دا حمله د امنیتي ځواکونو په موټر شوې ده.

بل‌خوا د افغانستان جمهوري ریاست د کابل ښار نننۍ انتحاري حمله وغندله.

د ارګ اعلامیه کې د ولسمشرغني په نقل ویل شوي چې د افغانانو دښمنان د وحشت د خپرولو په هدف داسې حملې ترسره کوي.

ارګ د کابل ښار نننۍ انتحاري حمله وغندله
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:10 0:00

تراوسه کومې وسله‎والو ډلې د دې حملې مسؤلیت نه دی منلی.

له دې وړاندې د نوومبر په ۱۲ مه د بګرام په هوايي اډه کې انتحاري حملې څلور امریکایان ووژل او د یوه پولنډي سرتېري په ګډون یې ۱۶ ټپيان کړل.

پخواني:

نن چهارشنبه سهار په اوو بجو او ۵۰ دقیقو د کابل دوهمې امنیتي حوزې اړوند پل محمود خان سیمه کې انتحاري حمله وشوه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې د کابل د دوهمې امنیتي حوزې پل محمود خان سیمه کې انتحاري حمله شوې چې په پایله کې یې ۴ تنه وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي.

وړاندې تر دې صدیق صدیقي ازادي راډیو ته ویلي و چې دغه چاودنه د یوه مقناطیسي ماین له امله رامنځته شوې.

د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی.

صدیقي: کابل کې انتحاري حملې ۴ تنه وژلي او ۱۱ یې ټپیان کړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:54 0:00

XS
SM
MD
LG