د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

پاکستاني چارواکي وايي، شربت‎ګله به په ضمانت خوشې کړي


پاکستاني چارواکي وايي، د کډوالو په یوه کمپ کې دېره افغانه مېرمن شربت‎ګله به په ضمانت خوشې کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان وايي، د شربت‎ګلې د نیولو د قضیې په اړه به د دې لپاره غور وکړي چې هغه یوه ښځه ده او باید دې قضیې ته له بشري اړخه وکتل شي.

د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې «FIA» د چهارشنبې په ورځ شربت‎ګله په دې تور ونیوله چې په پاکستان کې په جعلي اسنادو اوسېږي.

پاکستاني چارواکي وايي چې د شربت‎ګلې او د هغې د خاوند د اسنادو په اړه‌یې له دوو کلونو راهیسې تحقیقات کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان

چارواکي وايي چې د شربت‎ګلې مېړه تښتېدلی دی.

د پاکستان د کورنیو چار وزیر یادونه وکړه چې که پر شربت‎ګلې لګېدلي تورونه فسخ شي یا افغانستان ته واستول شي او یا له پاکستانه د وتلو لپاره مؤقتي وېزه ورکړل شي نو باید پر هغو پاکستاني چارواکو تورونه هم فسخ شي چې دې ته‌یې جعلي اسناد ورکړي دي.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له‎مخې نثار علي خان یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې اصلي مجرمین همدا چارواکي دي او دی په هېڅ صورت د هغو خوشې کېدل نه‌غواړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د فدرالي تحقیقاتو اداره لومړی باید ډېر ژر په ضمانت له زندانه د شربت‎ګلې د خوشې کولو امکان برابر کړي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې شربت‎ګلې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د شربت بي بي په نامه د شناختي ګارټ غوښتنه کړې وه، خو د نوموړې پر شناختي ګارټ د همغو شنو سترګو د مېرمنې عکس لیدل کېږي چې د نېشنل جیوګرافیک مجلې نامتو عکاس سټیف مککیوري «Steve McCurry» په اتیایمه لسیزه کې په بله بڼه اخیستی و.

د نېشنل جیوګرافیک مجلې نامتو عکاس سټیف مککیوري «Steve McCurry»
د نېشنل جیوګرافیک مجلې نامتو عکاس سټیف مککیوري «Steve McCurry»

د پخواني او اوسني عکس توپیر دا دی چې په یوه کې له جګړې د یوې تښتېدلې وېریدلې ماشومې شنې سترګې او په بل کې هماغه شنې سترګې په داسې حال کې چې مهاجرت ستړې کړې لیدل کېږي.

د شربت‎ګلې عکس د نېشنل جیوګرافیک مجلې په تاریخ کې تر ټولو نامتو عکس دی چې نړیوال شهرت‌یې وګاټه.

XS
SM
MD
LG