د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

خبرونه

زاخېلوال: د شربت ګلې د خوشې کولو هڅې دوام لري

افغان چارواکي وايي، د شربت ګلې د خوشې کولو لپاره هڅې دوام لري.

په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال په خپل رسمي فیس بوک لیکلي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني له خاص استازي سټیفان روکین او د پاکستان لپاره د جرمني له سفیرې اینا لیپیل سره یې په کډوالو او په خاصه توګه د شربت ګلې د قضیې په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي زاخېلوال له ازادي راډیو سره په خبرو کې پرون هیله څرګنده کړه چې شربت ګله تر راتلونکې سې شنبې ورځ خوشې شي.

شربت‎ګله چې لسیزې وړاندې یې یو انځور د جذابو سترګو په خاطر نړیوال شهرت ته ورسوله د چهارشنبې په ورځ په پېښور کې د پاکستان د جعلي پيژندپاڼې د لرلو په تور د پولیسو له‎خوا ونیول شوه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کرکټ؛ افغانستان د سویلي افریقا پر وړاندې توپوهنه کوي

د افغانستان او سویلي افریقا لومړۍ یو ورځنۍ لوبه
د افغانستان او سویلي افریقا لومړۍ یو ورځنۍ لوبه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سویلي افریقا پر وړاندې توپوهنه کوي.

افغان لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي پچه ګټلې او په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې یې توپوهنه غوره کړې ده.

د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې ده.

د افغان لوبډلې په ننني ترکیب کې د ګلبدین نایب پر ځای اکرام علي‌خېل غوره شوی دی.

د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ وروستۍ او درېیمه لوبه د سپټمبر په ۲۲مه د راتلونکې یکشنبې په ورځ ده.

ډیورنډ کرښې ته نږدې بریدونه؛ چارواکي: لږترلږه اته پاکستاني سرتېري او اووه وسله‌وال وژل شوي

د ډیورنډ پر کرښه د پاکستاني ځواکونه
د ډیورنډ پر کرښه د پاکستاني ځواکونه

پاکستاني چارواکو نن جمعه وویل چې افغانستان پولې ته نږدې په څو بریدونو کې لږترلږه اته پاکستاني سرتېري او اووه سخت دریځي وسله‌وال وژل شوي دي.

د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې، د پاکستان د استخباراتو سرچینو دې آژانس ته وویل چې تېره شپه د پاکستاني طالبانو یوې ډلې چې په درنو وسلو سمبال وو، په جنوبي وزیرستان کې پر یوې پوځي پوستې برید وکړ چې په نتیجه کې یې شپږ سرتېري ووژل شول او لس نور ټپیان شول.

د دغو سرچینو په خبره، پر پوځي پوستې له برید وروسته نښتو څو ساعته دوام وکړ.

چارواکو ویلي چې دوه نور سرتېري په سیمه کې د پاکستاني سرحدي ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ د نښتو په جلا پېښه کې ووژل شول.

پاکستاني چارواکو همدارنګه ادعا کړې چې تېره شپه د وسله‌والو طالبانو د یوې اووه کسیزې ډلې غړي هغه مهال د پاکستاني سرتېرو په ډزو ووژل شول چې د افغانستان له خاورې یې پر پوله د اوښتو هڅه کوله.

دې ته ورته ادعاوې له دې مخکې پاکستاني چارواکو په کراتو کراتو کړې، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغه تل رد کړي او ویلي یې دي چې هیچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان له خاورې پرنورو د بریدونو لپاره کار واخلي.

د مصنوعي ذهانت لپاره د یوې نړیوالې اجراییوي ادارې د جوړېدو غوښتنه وشوه

ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو یوې لوړپوړې مشورتې ډلې پرون پنجشنبې وویل، اړتیا ده چې د مصنوعي ذهانت یا اې‌آی AI لپاره یوه نړیواله اجراییوي اداره رامنځته شي او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې د دغې ټکنالوجۍ لپاره چې ګړندۍ د ودې په حال کې ده، د تنظیم لپاره لومړی نړیوال بنسټ کیږدي.

دې ډلې وویل:"اې‌آی زموږ نړۍ بدلوي، د ساینس په نویو برخو کې د پام وړ ښه امکانات رامنځته کوي، د عامه روغتیا او کرنې د ښه کېدو لپاره اقتصاد ته وده ورکوي او هم د انرژۍ شبکې اصلاح کوي."

خو د دوی په خبره، که مصنوعي ذهانت تنظیم نه‌شي، له ګټو به یې یوازې محدود هېوادونه، شرکتونه او افراد ګټه پورته کړي او آن پیاوړي سیستمونه به چې پر اوسنیو هغو به ډېر باندې وي، کولای شي په نړۍ کې کار داسې کچې ته لوړ کړي چې په نتیجه کې یې داسې وسلې رامنځته شي چې په خپل سربه کار کوي او د نړۍ سوله او امنیت به له خطرونو سره مخ کړي.

پر کورسک د اوکراین برید؛ زیلینسکي: روسیې دې سیمې ته ۴۰زره سرتېري ځانګړي کړي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر وایي، د روسیې په جنوب کې پر کورسک سیمې د اوکراین د برید له کبله د روسیې پوځ اړ شوی چې ۴۰زره سرتېري دې سیمې ته ځانګړي کړي.

ولودمیر زیلینسکي پرون پنجشنبې دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې مسکو او کییف د کورسک سیمې اړوند وضعیت په اړه ضد او نقیضې څرګندونې وکړې.

د روسیې پوځ پرون د ورځې په پیل کې ادعا وکړه چې له سیمې د اوکرایني ځواکونو د ایستلو پر وړاندې جګړه کې یې پرمختګ کړی، خو د اوکراین پوځ وویل چې د روسیې یرغلیز برید یې په شا تمبولی دی.

د اوکراین ځواکونو د اګست میاشتې په لومړیو کې پر کورسک یرغل وکړ چې تراوسه د دې سیمې پر یوې پراخې ساحې کنټرول لري.

د اوکراین ولسمشر ویلي چې کییف د دې سیمې د ساتلو نیت نه لري، خو هغه کولای شي چې د سولې په احتمالي خبرو کې د اوکراین له برلاسیتوب سره مرسته وکړي.

کورماشییوا د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې معتبرې جایزې مستحقه پېژندل شوې

د ازادې اروپا/ازادي راډیو خبریاله السو کورماشییوا
د ازادې اروپا/ازادي راډیو خبریاله السو کورماشییوا

د ازادې اروپا/ازادي راډیو خبریاله السو کورماشییوا د هغو څلورو ښځینه خبریالانو په ډله کې ده چې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې یا "سي‌پي‌جی" د ۲۰۲۴م کال د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې معتبرې جایزې مستحقې پېژندل شوې دي.

مېرمن کورماشییوا چې په روسیه کې زنداني وه، د روسیې او لوېدیځ ترمنځ د بندیانو د تبادلې په یوه معامله کې په تېره اګست میاشت کې خوشې شوه.

د "سي‌پي‌جی" اجرایوي مشر جوډي ګینزبرګ پرون پنجشنبې په یوه بیان کې وویل چې د دې کمېټې د مطبوعاتود ازادۍ د نړیوالې جایزې ګټونکي د هغه حیاتي کار بیلګې دي چې د خبریالانو له‌خوا په هر ځای کې چې د حقایقو د پټولوهڅې کېږي، دوی یې د رابرسېره کولو هڅې کوي.

هغه زیاته کړه، په داسې یوه کال کې د خبریالانو او د مطبوعاتو د آزادۍ لپاره ویجاړونکی و، د خبریالانو ترڅنګ درېدل ورته د ویاړ خبره ده.

۴۷ کلنه کورماشییوا به دغه جایزه په نومبر میاشت کې له درېیو نورو خبریالانو، فلسطینۍ خبریالې شروق العيلة، ګواتیمالایۍ خبریالې قویمي دی لیون او نایجریایۍ خبریالې سمیرا سباو سره یوځای ترلاسه کړي.

د اروپایي کمېسیون مشره کییف ته رسېدلې

د اروپایي کمېسیون مشره اورزولا فون دیرلاین
د اروپایي کمېسیون مشره اورزولا فون دیرلاین

د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فون دیرلاین نن جمعه وویل چې دا د اوکراین پلازمېنې کییف ته رسېدلې او د دې هېواد له چارواکو سره به د اروپایي ټولنې د ملاتړ، د ژمي لپاره د تیاریو، دفاعي چارو او اوکراین ته د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو یا جي اوه ډلې له‌خوا په پور ورکولو کې د پرمختګ پر موضوعاتو خبرې وکړي.

هغې په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې دا یې کییف ته اتم سفردی او هغه داسې مهال ترسره کوي چې سخت فصل نږدې دی چې پیل شي او روسیې هم د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونو ته دوام ورکړی.

د اروپایي کمېسیون مشرې همدارنګه وویل چې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو ۱۷۸ میلیون ډالره به په اوکراین کې د ژمنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ځانګړې شي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې انټوني بلېنکن ته خبرداری ورکړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبې د امریکا د استازیو جرګې جمهوریپالان تورن کړل چې سره له دې چې په دې پوهه دي چې د بهرنیو چارو وزیر په هغو ورځو کې چې دوی یې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه په مکرر ډول استماعیه غونډو ته احضاروي، د ډېرې بوختیا له کبله نه‌شي کولای په‌کې ګډون وکړي، خو دوی بیا هم دا کار کوي.

د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د راپو له مخې، د دې جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک‌کال ویلي چې که بلېنکن د دې کمېټې استماعیه غونډې ته حاضر نه‌شي نو دی به یې کانګرس په سپکاوي تورن کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر وویل، دې کمېټې سره له دې چې له مخکې یې ورته ویلي وو چې بلېنکن به په واشنګټن کې نه وی، دوی په یو اړخیزه توګه یوه نېټه ټاکلې ده.

هغه زیاته کړه چې دوی ته ویل شوي وو چې بلېنکن به په دې وخت کې په بل ځای کې وي او د متحده ایالاتو د بهرنۍ پالیسۍ د ګټو د خوندي کولو لپاره مهمې غونډې ترسره کوي.

مېلر وویل، د بهرنیو چارو وزارت د بلېنکن د مهالویش په اړه څو اوونۍ دمخه کمېټې ته معلومات ورکړي وو، خو د ده په ټکو ډېر داسې برېښي چې دوی په ښه نیت عمل نه کوي.

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې راتلونکې اوونۍ د سپټمبر په ۲۴مه انټوني بلېنکن یوې استماعیه غونډې ته احضار کړی چې په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستانه په ګډوډۍ کې د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د دې کمېټې پوښتنو ته ځواب ووایي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د روانې میاشتې په پیل کې وویل چې بلېنکن له دې مخکې د افغانستان په مسئله کې ۱۴ ځلې د کانګرس په استماعیه غونډو کې ګډون کړی او څلور ځلې د بهرنیو کمېټې پر وړاندې حاضر شوی او هم دې وزارت له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اړوند د ډېرو مرکو د متنونو او نورو شواهدو په ګډون نږدې شل زره پاڼو اسناد ورسپارلي دي.

سټولټنبرګ له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو وتل غوره پرېکړه وبلله

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ چې د کار موده یې پای ته رسېدلې، وویل چې د نړیوالو ځواکونو له لوري په افغانستان کې د ملت جوړونې چارې تر حد زیات لوړ هدف و او د افغان حکومت سمدستي سقوط دا وښوده چې له هغه هېواد څخه د ناټو د ځواکونو وتل غوره پرېکړه وه.

سټولټنبرګ پرون د ده لپاره د خدای پاماني په جوړو شویو مراسمو کې دا هم وویل چې په افغانستان کې د دوی ماموریت ډېر اوږد شو او له شل کاله جګړې وروسته هم دوی دا جګړه نه وه ګټلې، داسې متحد افغان چارواکي نه وو چې د دوی د ځواکونو له وتلو وروسته مسوولیت ومني.

ینس سټولټنبرګ په تېرو لسو کلونو کې د ناټو سرمنشي و او اوس چې د کار موده یې په ختمېدو ده ټاکل شوې چې د اکټوبر په لومړۍ نېټه د هالنډ پخوانی صدراعظم مارک روته د هغه په ځای د ناټو د عمومي منشي په توګه کار پيل کړي.

د اسپانیا صدراعظم په منځني ختیځ کې د شخړو د کمېدو غوښتنه وکړه

د اسپانیا صدراعظم پیدرو سانچیز
د اسپانیا صدراعظم پیدرو سانچیز

د اسپانیا صدراعظم پیدرو سانچیز په منځني ختیځ کې د شخړو د کمېدو غوښتنه وکړه.

سانچیز وروسته تر دې په منځني ختیځ کې د شخړو زیاتېدو ته اندېښنه ښکاره کړه چې لبنان وویل، په مخابراتي وسایلو کې د چاودنو له امله ۳۷ کسان وژل شوي دي.

هغه پرون د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس کوربه و او له هغه سره یې ګډې خبرې غونډې ته وویل، په لبنان کې د شخړو د زیاتېدو خطر خورا زیات شوی او په‌کار ده چې له زغمه کار واخیستل شي او د سولې لپاره هڅې وشي.

اسراییل تر اوسه په لبنان کې د مخابراتي وسایلو د چاودنو په اړه چې اکثر قربانیان یې د حزب‌الله د ډلې دي، څه نه دي ویلي.

بایډن او هاریس د اوکراین ولسمشر سره جلاجلا کتنې ترسره کوي

د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زیلینسکي
د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

سپینه ماڼۍ وایي چې ولسمشر جوبایډن او د ولسمشر مرستیاله او د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره کاندیده کاملا هاریس به راتلونکې اوونۍ د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زیلینسکي سره جلا کتنې ترسره کړي.

سپینې ماڼۍ پرون پنجشنبې په یوه بیان کې وویل چې په دغو کتنو کې به چې ټاکل شوې د سپټمبر په ۲۶مه ترسره شي، د دواړو هېوادونو مشران د اوکراین د ستراتیژیک پلان او د روسیې د یرغل پر وړاندې د دفاع په چاره کې له اوکراین څخه د متحده ایالتونو د ملاتړ په ګډون د روسیې او اوکراین ترمنځ د روانې جګړې په اړه خبرې وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین جین پیر وویل چې ولسمشر او مرستیاله به یې به تر هغو چې اوکراین روانه جګړه ګټلې نه وي، له دې هېواد څخه پر خپل ټینګ ملاتړ بیا ټینګار وکړي.

د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر همدارنګه اعلان وکړ چې زیلینسکي به متحدو ایالتونو ته په سفر کې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د جمهوریپالو له کاندید، پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم وګوري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG