د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

د امریکا سفارت: اداري فساد د افغان پوځ پر وړتیاوو منفي اغېز کړی


په کابل کې د امریکا سفارت وايي، اداري فساد او د شفافیت نه‌موجودیت د اقتصادي ودې د مخنیوي تر څنګ د ثبات پر ټینګښت هم منفي اغېز کړی.

د یاد سفارت مسؤلین چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به د همغږۍ او نظارت د بورډ مشري هم کوي وايي، فساد جګړه کې د امنیتي ځواکونو پر وړتیاوو منفي اغېر کړی.

په کابل کې د امریکا د سفیر مرستیال سټیف بنډي د همغږۍ او نظارت بورډ په اتمه غونډه کې د چهارشنبی په ورځ وویل چې امریکا به له افغان حکومت سره په ګډه کار وکړي څو د نورو برخو تر څنګ په امنیتي ادارو کې هم فساد له‌منځه ولاړ شي.

بنډي: جګړو د افغان امنیتي ځواکونو پر وړتیاوو منفي اغېز کړی.
بنډي: جګړو د افغان امنیتي ځواکونو پر وړتیاوو منفي اغېز کړی.

​نوموړي زیاته کړه:

"دلته ځینې موضوعات شته چې په جدي توګه‌یې د ثبات او اقتصادي پرمختګ مخه ډب کړې ده چې له تر ټولو مهم‌یې فساد او د شفافیت نه‌موجودیت دی، خو فساد په جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړتیاوو منفي اغېز کړی مثلاً کله چې فاسد کسان وسلې پلوري او په دې ترتیب د چمتووالي کچه تضعیف کوي."

که څه هم د همغږۍ او نظارت په بورډ کې چې په هرو شپږو میاشتو کې په کابل کې جوړېږي، د افغان امنیتي ځواکونو پر ضرورتونو او نورو امنیتي مسایلو خبرې کېږي، خو په سږنۍ غونډه کې یې په افغانستان کې د فساد موجودیت د جدي اندېښنې په توګه مطرح شو.​

نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د فساد له‌منځه وړل له دغه ځواکونو سره د نړیوالو او په خاصه توګه د امریکا د ګډ کار او باور لپاره خورا مهم دي.

یاد چارواکي په داسې حال کې په امنیتي ادارو کې د فساد پر له‌مځه وړلو ټینګار کوي چې تر دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هم په دې برخه کې د یو لړ ستونزو خبره کړې وه.

له دې ټولو سره سره د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي چې د همغږۍ بورډ په ناسته کې یې خبرې کولې دا ومنله چې فساد د پرمختګ مخه ډب کړې او پر امنیت‌یې هم بد اغېز کړی.

حکیمي:فساد د پرمختګ مخه ډب کړې.
حکیمي:فساد د پرمختګ مخه ډب کړې.

​نوموړي زیاته کړه:

"فساد د پرمختګ او ثبات پر وړاندې د یوه عمده مشکل په توګه واقع دی، که څه هم نړیوالې ټولنې د فساد پر وړاندې د افغان حکومت د مبارزې او په دې برخه کې د عملي اقداماتو چې تر اوسه مو اخیستي ملاتړ کړی دی."

ښاغلي حکیمي وویل افغان حکومت په بېلابېلو برخو کې د فساد له‌منځه وړلو ته جدي اراده لري چې ښه مثال‌یې د ده په خبره په وروستیو کې د عدلي او قضايي مرکز له لوري د لوړپوړو چارواکو د شپاړلس دوسیو څېړل دي.

که څه هم د همغږۍ د نظارت بورډ په نننۍ غونډه کې په سوله کې د شوي پرمختګونو او شته ستونزو په اړه هم هر اړخیز بحثونه وشول خو د دغو بحثونو نتایج له رسنیو سره شریک نه‌شول.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG