د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۹

خبرونه

افغانمل: د زابل د عدلیې رئیس څارنوالۍ ته معرفي شوی

د زابل والي وايي، د دغه ولایت د عدلیې رئیس ګلاب محمد خطير د اخلاقي فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوی.

بسم‌الله افغانمل نن ازادي راډیو ته وویل چې د نوموړي دنده ځنډول شوې ده.

دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې د ټولنيزو رسنیو له لارې په یوه خپره شوې وېډیو کې د زابل د عدلیې رئيس ګلاب محمد خطير لیدل کېږي چې د خپل يوه کار کوونکي څخه د جنسي اړيکو غوښتنه کوي.

خو د عدلیې رئيس ګلاب محمد خطير دغه ادعا رد کړې او ویلي چې دا په زابل کې د ځمکو د غاصبينو او مافيا له‌خوا ورته يوه جوړه شوې دسيسه ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبان وايي، په کندوز کې یو انتحاري هدف ته تر رسېدو مخکې وژل شوی

په کندوز کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي چې نن (جمعه) یو شکمن ځانمرګی بریدګر د دغه ښار د دورې د بزګشۍ میدان ته نژدې وژل شوی دی.

د کندوز د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، جمعه‌الدین خاکسار، نن ځايي رسنیو ته ویلي چې پرون سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د ښار د اتمې امنیتي حوزې د دورې پر سړک هغه مهال چاودنه وشوه چې د ده په وینا، بریدګر خپل چاودیدونکي توکي مخکې تې دې چې ځان هدف ته ورسوي، وچاودول او په ځای ووژل شوی .

د خاکسار په وینا، په دې پېښه کې بل چا ته زیان نه دی اوښتی او په دې اړه پلټنې روانې دي چې احتمالي ځانمرګی په کومې ډلې پورې تړاو درلود.

په بلغاریا کې د یوه موټر په ټکر کې ۶ کډوال مړه شوي

د بلغاریا د دولتي خبري اژانس (BTA) د راپور له مخې، د پنجشنبې په شپه د پولیسو له تعقیب وروسته د یوه موټر د ټکر له امله شپږ مهاجر وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. دا پېښه د تور سمندرګي بورګاس ښار ته نژدې شوې ده.

د سرحدي پولیسو مشر، کمېشنر انتون زلاتانوف، د بي‌ټي‌وي ټلوېزیون ته ویلي چې دغه موټر، چې د رومانیا نمبر پلېټ درلود، لس کسان وړل، خو د تلاشي پر مهال یې د درېدلو امر ته پام ونه‌کړ او د تېښتې هڅه یې وکړه.

د هغه په وینا، شپږ تنه د پېښې په ځای کې سمدستي مړه شوي، خو د موټر چلوونکي ــ چې رومانیايي تبعه دی ــ او درې ژوندیو پاتې شويو مهاجرو لومړنۍ درملنه ترلاسه کړې ده. د بلغاریا د خبري اژانس د راپور له مخې، اټکل کېږي چې ژوندي پاتې شوي کسان افغانان وي.

افغانستان د هانګ کانګ په ۶ اوره سیالیو کې دواړه سیالۍ وګټلې

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د هانګ کانګ د شپږ اوره سیالیو دوهمه سیالي هم وګټله.

د افغانستان لوبډلې نن د جنوبي افریقا له لوبډلې څخه شپږ اوره سیالي د ۴۹ منډو په توپیر وګټله.

د افغانستان د شپږ اوره لوبډلې کیپتان په دې سیالي کې پنځوس منډې وکړې.

تر دې وړاندې افغانستان نن په لومړۍ لوبه کې نیپال ته په ۱۷ منډو ماته ورکړه.

افغانستان د توپ وهنې پریکړه وکړه او په ټاکلو ۶ اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو د سوځېدو په پای کې ۱۱۲ منډې جوړې کړې. د لوبې پیل‌کوونکي کریم جنت په ۱۰ توپونو ۳۵ منډې وکړې، فرمن‌الله صافي ۳۰ ناسوځېدلې منډې وکړې، او د لوبډلې کپتان ګلبدین نایب ۲۲ منډې ترلاسه کړې.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د شمال زلزلې تر ۱۳۰۰ ډېر کورونه نړوالي

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په یوه تازه راپور کې ویلي چې د روانې اوونۍ ۶.۳ ریښتره زورورې زلزلې د افغانستان په شمال کې تر ۱۳۰۰ زیات کورونه وران کړي او لږ تر لږه ۲۶ کسان یې وژلي او ۱۱۷۲نور یې ټپیان کړي دي.

د راپور له مخې، تر ټولو سخت زیانمن شوي ولایتونه سمنګان او بلخ دي، چې خلکو ته د ډېرې مرګ‌ژوبلې ترڅنګ مالي تاوانونه هم زیات اوښتي دي. یوازې په سمنګان ولایت کې، د ایبک په ولسوالۍ کې ۵۹۵ کورونه، په فیروز نخچیر کې ۳۰۶، او په خُلم کې ۲۸۴ کورونه ویجاړ شوي دي.

د روغتیا نړیوال پروګرام ویلي چې د سمنګان د ولایتي روغتون، د بازار سوخته ولسوالۍ روغتون، او د دغه سازمان په ملاتړ د بلغالي د لومړنۍ روغتیا کلینیک په شمول ۲۱ روغتیایي تاسیسات زیانمن شوي دي.

راپور زیاتوي چې د بیړني غبرګون ډلې د روغتیا نړیوال سازمان او نورو بشري شریکانو په ملاتړ ژر تر ژره اغېزمنو سیمو ته واستول شوې چې د ټپیانو د درملنې ترڅنګ، بیړني توکي او او رواني ملاتړ برابر کړي.

د ټیسلا ونډه والو ایلن مسک ته یو تریلیون ډالري انعام تایید کړ

د ټیسلا موټر جوړولو شرکت اجرايي رییس، ایلن مسک د سهم‌لرونکو په تصویب د تاریخ تر ټولو لوی معاش او امتیازونه ترلاسه کړل چې ارزښت یې یو تریلیون ډالره دی.

دا مشروطه طرح د هغو پانګه‌والو له خوا تایید شوه چې د مسک پلان له مخې، غواړي د ټیسلا برېښنايي موټرو شرکت د مصنوعي ځیرکتیا او روباټیک پر یو ستر ځواک بدل کړي. له ۷۵ سلنې څخه ډېر سهم‌لرونکو د دې وړاندیز ملاتړ کړی دی.

د دې پرېکړې له مخې، مسک چې مخکې د نړۍ تر ټولو شتمن سړی بلل شوی و، کولای شي په راتلونکې لسیزه کې تر یو تریلیون ډالرو پورې د ټسلا ونډې ترلاسه کړي او د نړۍ لومړی تریلیونر شي.

د هغه د انعام دا لویه طرح یوازې هغه وخت عملي کېږي که ټسلا د بازار ۸.۵ تریلیون ډالرو ارزښت ته ورسېږي — چې دا د شرکت د اوسني ارزښت شاوخوا اته برابره ده.

سربېره پر دې، مسک باید یو میلیون «روبو ټکسي» (بې چلوونکي ټکسي) تولید کړي، له دې سره ۱۲ میلیونه نور موټرونه وپلوري، د بې چلوونکې سیسټم ۱۰ میلیونه ګډونوال وړاندې کړي، او یو میلیون انسان‌وزمه روباټونه جوړ کړي.

د م.م. سرمنشي: که د نړۍ هوا د یوې نیمې درجې تر هدف واوړي، لوی غفلت به وي

د ملګرو ملتونو سرمنشي، آنتونیو ګوترېش، ویلي چې د سانتي ګراد تر یو نیم درجې د نړۍ تودوخې د ساتلو په هدف کې پاتې راتلل «اخلاقي ناکامي او وژونکې غفلت» دی.

ګوټرېش دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) د برازیل په بلم ښار کې د اقلیمي بدلون د «کاپ ۳۰» نړیوالې ناستې د پرانیستې په غونډه کې، د څه باندې ۳۰ هېوادونو د مشرانو په حضور کې وکړې.

هغه د دې هدف یادونه وکړه چې تر صنعتي انقلاب پخوا د کچې په پرتله د نړۍ تودوخې زیاتوالی باید تر ۱.۵ درجې پورې محدود پاتې شي، او ویې ویل چې دا د دې سیارې لپاره، چې لا هم د انسانانو د اوسېدو وړ وي، «سره کرښه» ده.

ګوټرېش ټینګار وکړ چې نړۍ باید «بنسټیز بدلون» راولي څو د دې خطرناکې کچې له تېریدو وروسته زیانونه کم کړي.

نوموړي وویل:

«حتی که موقتي هم وي، له دې حده تېریدل به د هر ملت لپاره د ډېرو ویجاړیو او لګښتونو سبب شي. دا کار کولی شي طبیعي نظامونه د نه جبرانېدونکو ناورینونو تر پولې ورسوي، میلیاردونه انسانان د نااستوګنې چاپېریالونو سره مخامخ کړي او د سولې او امنیت پر وړاندې خطرونه زیات کړي.»

په همدې ورځ، د نړېوالې هوا پېژندنې سازمان (WMO) تایید کړه چې د شنو خونو ګازونو اخراج — هغه ګازونه چې د ځمکې تودوخه لوړوي —بې‌ساري کچې ته رسېدلی دی.

دغه سازمان وویل چې د ۲۰۲۵ کال د تودوخې اندازه ښيي، دا کال ښایي د تاریخ دوهم یا درېیم تر ټولو تود کال شي. د تودوحې د ثبت شوې ریکارډ مخې، وروستي لس کلونه تر ټولو تاوده کلونه وو.

د هنګري صدراعظم نن له ولسمشر ټرمپ سره ګوري

ویکتور اوربان
ویکتور اوربان

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د نومبر اوومه په سپینه ماڼۍ کې د هنګري د صدراعظم ویکتور اوربان هرکلی کوي.

تمه ده چې غونډه به صمیمانه وي. خو د دواړو مشرانو ترمنځ له نژدې شخصي اړیکو سره سره، د اختلافي موضوعاتو اوږد لست شته.

که څه هم ټرمپ او اوربان په فکر او وینا کې متحد ګڼل کیږي، خو د روسیې د تیلو د وارداتو په خاطر دوی سره جوړ نه دي.

له واشنګټن څخه د اوربان یوه له اصلي غوښتنو څخه دا ده چې د روسیې د تیلو سوداګرۍ باندې د متحده ایالاتو له بندیزونو څخه معافیت ترلاسه کړي.

ټرمپ د اکتوبر په ۳۱مه خبریالانو ته وویل: اوربان د معافیت غوښتنه کړې ده. موږ لا تر اوسه دا نه ده منلې... ویکتور زما ملګری دی او هغه د معافیت غوښتنه کړې ده.

په نړۍ کې سږکال د پروسږکال په پرتله د کډوالو شمیر کم شوی

فلیپو ګراندي
فلیپو ګراندي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتو عالي کمشنر وایي، په نژدې یوه لسیزه کې سږکال د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې د کډوالو او بیځایه شویو خلکو شمیر ښکته شوی دی.

فیلپو ګراندي چې د کار موده یې په خلاصیدو ده د ملګرو ملتو عمومي غونډې ته د پنجشنبې په ورځ وویل، د دوه زره څلرویشتم کال په پای کې یوسل او درویشت میلیونه خلک په نړۍ کې د جګړو، شخړو او تاوتریخوالي له امله بیځایه شوي وو او نن دا شمیره یوسل او اوولسو ته راښکته شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې د دې شمیرو د کمیدو یو علت دا دی چې ګڼ سوریایان او افغانان خپلو هیوادو ته ستانه شوې دي.

ښاغلي ګراندي زیاته کړه چې له پاکستان او ایران څخه سږ کال ډیر افغانان افغانستان ته استول شوې دي، هغه هیواد ته چې هلته له بشري حقونو څخه په ځانګړې ډول د ښځو له حقونو څخه سرغړونې کیږي.

له ملګرو ملتو سره د فلیپو ګراندې دنده وروسته له لسو کلونو په راتلونکو څو اونیو کې پای ته رسیږي.

پاکستان په استانبول کې طالبانو ته یو طرحه وړاندې کړې

استانبول-ترکیه
استانبول-ترکیه

په استانبول کې د طالبانو او پاکستان حکومت د استازیو د خبرو نن دوهمه ده.

دا دریم پړاو خبرې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب پرون پیل شوې. د دې خبرو په لومړۍ ورځ افغان طالبانو پاکستان تورن کړ چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالي باندې یې ډزې کړې دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وروسته دا تور رد کړ او ویې ویل چې طالبانو د دوی پر ځواکونو حمله کړې وه او دوی ځوابي ډزې کړې دي.

بل لور ته یو شمیر سرچینو ویلي دي چې په استانبول کې د پرونیو خبرو پرمهال پاکستاني لورې طالبانو ته یوه طرحه وړاندې کړې ده چې تراوسه د دې طرحې جزییات نه دې رسنیز شوي.

د طالبانو او پاکستان حکومتي پلاویو ترمنځ دوهم پړاو خبرې د اکتوبر له ۲۵ مې تر ۳۰ مې پورې په استانبول کې وشوې، په هغو خبرو کې موافقه شوې وه چې اوربند به دوام کوي او بل پړاو خبرې به د نومبر په شپږمه پیلیږي.

د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله له مراکش سره مخامخیږي

د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله
د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله سبا د اسلامي هیوادونو د پیوستون سیالیو په ترڅ کې له مراکش سره مسابقه وکړي.

دا لوبې د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې روانې دي.

افغان لوبډله په ( ب) ګروپ کې له تاجکستان، مراکش او ایران سره یوځای شوې ده. تاجکستان ته یې نهه د پنځو په وړاندې ماتې ورکړې ده، له ایران سره یې پرون لوبه دوه د دوو په مقابل کې مساوي کړه.

د اسلامي پیوستون لوبو په ترڅ کې د اووه پنځوس اسلامي هیوادونو څه باندې درې زره لوبغاړي په نولس بیلابیلو ورزشي څانګو کې سیالۍ سره کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG