د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

د هلمند د امنیت خرابېدو عوامل


په هلمند کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو یو اساسي دلیل هلته د مخدره موادو تولید او په دولتي چارو کې اداري فساد بلل کېږي.

رپوټونه وايي، په هلمند کې د نړۍ د تریاکو تر ټولو زیاته برخه تولیدېږي.

د مخدره موادو او جرمونو پر ضد د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې ادارې تېر کال وویل، په هلمند کې هر کال د ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت مخدره مواد تولیدېږي چې د افغانستان د ناخالصو کورنیو تولیداتو شل سلنه کېږي.

اسوشیېټېد پرس خبري اژانس وايي، له دې پیسو په هلمند کې یو شمېر پوځي او ملکي چارواکي هم ګټه اخلي.

یاد اژانس وايي، هغوی په عمومي ډول، په هلمند کې دې ستونزې ته د نه‌پاملرنې لپاره رشوت اخلي او پوځي وسایل هم پر بډایو وسله‌والو خرڅوي.

د هلمند د ولایتي شورا یوه غړي عطاالله اسوشیېټېد پرس ته ویلي، هلته یو شمېر عسکر او پولیس خپلې وسلې، جنګي تجهیزات او حتی پوستې پر وسله‌والو خرڅوي او په ځیني مواردو کې حتی له وسله‌والو سره د خپلو ملګرو پولیسو او عسکرو سودا هم کوي.

د ګرشک پخواني ولسوال عبدالاحد معصومي اسوشیېټېد پرس ته ویلي، یو کال مخکې د هلمند اتیا سلنه خاوره د حکومت په لاس کې وه خو دا تصویر بدل شوی او اوس، د دې ولایت تر ۸۵ سلنې زیاته برخه وسله‌والو طالبانو او نورو ډلو نیولې ده.

د هلمند یوه پخواني دولتي چارواکي چې د خپل هویت د پټ پاتې کېدو په شرط خبرې کولې، اسوشیېټېډ پرس ته ویلي چې وسله‌وال او د مخدره موادو قاچاق وړونکي سره یو لاس شوي او د مخدره موادو د قاچاق له دې ستر مارکېټه د حکومت نفوذ د لیرې کولو هڅې کوي.

د هلمند له څوارلسو ولسوالیو ۵ په بشپړ ډول د وسله‌والو طالبانو په لاس کې دي او پر لږ تر لږه ۸ نورو ولسوالیو چې د حکومت حضور ډېر محدود دی، واک چلوي.

خو د هلمند والي حیات‌الله حیات له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، هلته د امنیت د خرابېدو یو اساسي دلیل، د بهرنیو استخباراتي ادارو فعالیت دی.

حیات الله حیات
حیات الله حیات

حیات‌الله حیات زیاته کړه:

"دښمن د خپلو بادارانو او د سیمې د استخباراتو لپاره چې هغوی یې ګمارلي، هڅه کوي چې د ژمي له رارسېدو سره یو څه ترلاسه کړي."

وسله‌وال طالبان لښکرګاه ته نېږدې عملیات کوي او د دې ښار د سقوط لپاره‌یې پر امنیتي ځواکونو فشار زیات کړی دی.

یوه حکومتي چارواکي دې خبري اژانس ته ویلي، وسله‌وال طالبان د لښکرګاه د نیولو او ساتلو نیت نه‌لري بلکې غواړي چې حکومت او خلکو ته خپل دا زور څرګند کړي چې د ښار د نیولو زور لري ځکه په دې ولایت کې د زور، مخدره موادو او پيسو جنګ روان دی.

د افغانستان د امنیتي او دفاعي چارو یوه څارونکي عتیق‌الله امرخېل هم له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو ستړي کول، د وسله‌والو طالبانو یو جنګي تاکتیک دی.

عتیق الله امرخېل
عتیق الله امرخېل

عتیق‌الله امرخېل زیاته کړه:

"هغوی کله په یوه ځای او کله په بل ځای کې فشار زیاتوي، دې ته د جګړې مانور ویل کېږي، یوازې په هلمند نه، بلکې په ارزګان او کندز کې هم دا مسئله روانه ده، دا په دې معنی چې هغوی غواړي چې زموږ امنیتي ځواکونه او بهرنۍ قواوې ستړې کړي."

د هلمند د ولایتي شورا یوې غړې راضیه بلوچ ویلي چې هر سهار په دې وېره کې له خوبه راویښېږي چې وسله‌وال طالبان به لښکرګاه ونیسي ځکه د هغې په وینا، د والي له دفتره د وسله‌والو طالبانو بیرغ لیدل کېږي.

د لښکرګاه ښار یو اوسېدونکی د ازادي راډیو خبریال ته ویلي:

"دلته جنګ روان دی، خلک په عذاب دي، خپل کورونه خلکو وسله‌والو ته ورخوشې کړي دي."

د لښکرګاه یو بل اوسېدونکی جان اغان وايي:

"د لته جنګ دی، له دواړو خواوو پر موږ ډزې دي، زموږ په کورونو کې کله د دې خوا او کله د بلې خوا پوستې وي، خلک له جنګه تښتي، که امنیت وي نو ولې به خلک له خپلو کورونو تښتي؟ او دا خلک اوس چېرته وتښتي؟"

اسوشیېټېډ پرس وايي، د هلمند امنیت د خرابېدو عوامل که هر څه وي، خو د دې ولایت سقوط به د امریکايي ځواکونو او افغان حکومت لپاره سخته ضربه وي.

د ګرشک پخواني ولسوال دې اژانس ته ویلي، یو شمېر هلمندیان په حکومتي اداره کې د فساد له امله دومره ستړي شوي چې ښايي لښکرګاه ته د وسله‌والو طالبانو له ورتګه اندېښنه نه‌لري.

د ښاغلي معصومي په وینا، یو شمېر هلمندیان حتی وسله‌وال طالبان پر حکومت غوره ګڼي.

XS
SM
MD
LG