د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

دفاع وزارت د امنیتي ځواکونو رهبرۍ کې د ستونزو د هواري ادعا کوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کې یې تر ډېره ستونزې حل کړي دي.

دغه وزارت وايي، پخوا د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کې ستونزې موجودې وې، خو د هواري په برخه کې یې جدي اقدامات شوي دي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کې د مشکلاتو هواري عملاً د جګړې په ډګر کې پر افغان ځواکونو مثبت اغېز کړی دی.

رادمنش: د مشکلاتو د راټیټولو لپاره جدي اراده موجوده ده.
رادمنش: د مشکلاتو د راټیټولو لپاره جدي اراده موجوده ده.

نوموړي زیاته کړه:

"دا په دې معنی نه‌ده چې موږ هېڅ مشکلات نه‌لرو، تر هغه ځایه چې موږ مشکلات ګورو د حل لپاره‌یې موږ ټولو چمتووالی نیولی او په راتلونکي کې صفر ته د مشکلاتو د راټیټولو لپاره جدي اراده موجوده ده."

دفاع وزارت له هغې وروسته دا څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن په دې وروستیو کې له «ان، بي، سي» ټلوېزیون سره په مرکه کې د افغان ځواکونو د نا سمې رهبرۍ له کبله اندېښه ښوولې.

جان نېکلسن
جان نېکلسن

نېکلسن ویلي چې د افغان ځواکونو د درنې مرګ ژوبلې یو عمده لامل په بېلابېلو برخو کې د دوی رهبرۍ ته ورګرځي.

دغه امریکايي جنرال د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په مشرتابه کې پر ستونزو سربېره، له افغان سرتېرو سره د مهماتو او نورو اکمالاتو د کمي ستونزه هم د دوی د درنې مرګ ژوبلې لامل بللی دی.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولرو، خو هغوی اړیکه ځواب نه‌کړه.

له دې وړاندې په خپله افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د افغان ځواکونو په مشرتابه کې د ستونزو یادونه کړې وه، خو په ورته وخت کې یې دا ډاډ هم ورکړی و چې په دې برخه کې به جدي اقدامات وکړي.

که څه هم جنرال نېکلسن د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کې ستونزې نه‌دي مشخصې کړي، خو د پوځي چارو کارپوه جنرال زلمی وردګ پر ظوابطو د روابطو حاکمیت، د نا مسلکي کسانو ګمارنه، په مهمو امنیتي پوسټونو کې پر فساد د ککړو کسانو ګمارل او په امنیتي ځواکونو کې د سیاسي ګټو پالل هغه لویې ستونزې بولي چې په خبره‌یې د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کې موجودې دي.

ښاغلی وردګ په ورته وخت کې انتقاد کوي چې افغان حکومت د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کې د ستونزو حل ته ژمنتیا نه‌لري.

نوموړي زیاته کړه:

"که حکومت غواړي چې اصلاحات راولي، باید ژر تر ژره دې عمل وکړي، نو په دې اساس خبرې شته عمل نه‌شته تر څو چې موږ خبرې او عمل یو برابر نه‌کړو افغانستان له دې حالت نه‌شي وتلای."

ښاغلی وردګ وايي، که افغان حکومت او په ځانګړې توګه ولسمشر غني د افغان ځواکونو په رهبرۍ کې د موجوده ستونزو د حل لپاره ژر اقدامات ونه‌کړي د وسله‌والو په مقابل کې به د افغان ځواکونو روحیه نوره هم کمزورې شي او په کمزورې روحیه افغان ځواکونه هېڅکله نه‌شي کولای د وسله‌والو مخالفینو په وړاندې مبارزه کې بریالی شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG