د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

ولسمشرغني فساد کې ښکیل کسان د مخالفینو په اندازه خطرناک وبلل


غني: هغه کسان چې د اصلاحاتو په وړاندې خنډ ګرځي جدي چلند به ورسره وشي
غني: هغه کسان چې د اصلاحاتو په وړاندې خنډ ګرځي جدي چلند به ورسره وشي

ولسمشر اشرف غني یوځل بیا په حکومتي ادارو او په تېره د هېواد په امنیتي ادارو کې د اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل له هغو کسانو سره به قاطع چلند وشي چې د اصلاحاتو په وړاندې مقاومت کوي او یا په فساد او مافیايي عملیاتو کې لاس ولري.

ولسمشر غني تېر ماښام په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، اوس چې نړیوالو د افغانستان د ملاتړ ژمنه کړې ده، نو وار کورنیو اصلاحاتو ته رسېږي ځکه د نړیوالو مرستې له هغو اقداماتو سره تړلي دي چې د افغانستان حکومت د بروکسل کنفرانس کې له خپلو نړیوالو متحدانو سره د هغو د ترسره کولو ژمنه کړې.

ولسمشر ټینګار وکړ چې په نظام کې اصلاحات تر هغه وخته نه‎شي عملي کېدای چې په دولتي ادارو کې اصلاحات رانه‎شي او زیاته یې کړه چې له فساد سره مبارزه د ترورېزم پر ضد د جګړې په اندازه لانجمنه ده او ګرانه پریوځي.

ښاغلي غني چې د بروکسل له کنفرانسه تر راستنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره خبرې کولې په فساد کې ښکیل کسان د وسله‎والو مخالفینو په اندازه خطرناک وبلل.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"ښه به وي که خپلو خلکو ته په ډاګه ووایم چې ستاسو دښمن یوازې هغه طالبان او داعشیان نه دي چې په څرګنده یې تاسو ته د جګړې اعلان کړی او بچیان مو وژني، بلکې مفسد عناصر که د ځانګړو افرادو په بڼه دي او که د فساد او قانون ماتولو د هغو شبکو په بڼه چې د اصلاحاتو په وړاندې درېږي، هېواد په نړیواله کچه بدناموي، د جرمي اقتصاد په وسیله د هېواد قانوني اقتصاد ته ضربه ورکوي، د هېواد ملي سوداګر له هېواده د خپلو پانګو ایستلو ته اړباسي او د مجرمینو او ورانکارو ملاتړ کوي، نور هغه دښمنان دي چې د دې هېواد برخلیک ته ګواښونه کوي."

ولسمشر غني د فساد پر ضد مبارزه کې د خپل حکومت اجرأت هم یاد کړل او ویې ویل، په تېرو دوو کلونو کې د فساد ځینې عمده سرچینې بندې شوي، د فساد پر ضد د مبارزې مېکانېزم جوړ شوی او د فساد د مخنیوي په برخه کې جدي اقدامات شوي.

ولسمشر د بروکسل په کنفرانس کې د پنځلس اعشاریه دوه میلیارد ډالرو او همدا راز د آسیايي بانک څه د پاسه دوه میلیارد ډالرو مرستو یادونه وکړه او ویې ویل چې دا پیسې به په راتلونکو څلورو کلونو کې د افغانستان پر اقتصادي پرمختګ ولګول شي، خو ده ټینګار وکړ چې افغانستان تل ترتله د نړیوالو پر مالي مرستو اتکا نه‎شي کولای.

بروکسل غونډه
بروکسل غونډه

ولسمشر غني چې په هېواد کې د روانو اقتصادي ستونزو له کبله د اپوزیسیون له سختو انتقادونو سره مخامخ دی د نړیوالو ځواکونو وتل په تېرو دوو کلونو کې د اقتصادي رکود علت وباله او ویې ویل چې د افغانستان خلک له دې کبله له ستونزو سره مخامخ شوي.

په داسې حال کې چې د هلمند او کندز په ګډون د هېواد په ګڼ شمېر سیمو کې جګړو زور اخېستی، ولسمشر غني په روانو جګړو کې د سرتیرو او ملکي وګړو د تلفاتو پړه پر هغو چارواکو واچوله چې د ده په وینا لیاقت نه‎لري خو د مصلحتونو پر بنسټ پر پوځي مقامونو ټاکل شوي او ویې ویل چې دا وضعیت نورنو د زغملو نه دی.

XS
SM
MD
LG