د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

دلبر نظري: دولتي ادارو کې ناسمو پالېسیو ښځو ته ستونزې پيدا کړي


د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، په دولتي ادارو کې ناسمو پالېسیو او مقرریو د ښځو لپاره په کاري چاپېريال کې ستونزې پيدا کړي.

یاد وزارت دولتي ادارو کې د ناسمې پالېسۍ او مقرراتو تر څنګ جنسي تبعیض، ناپوهي او د قانون سم نه‌پلي کېدل په کاري چاپېریال کې د ښځينه کارکوونکو په وړاندې د ځورونې لوی لاملونه ګڼي.

د دغه وزارت مسؤلین وايي، د ښځو په وړاندې شته ستونزې دوامداره کار ته اړتیا لري او دوی د ستونزو د هواري لپاره جدي هڅې کوي.

د ښځو چارو وزارت وزیرې دلبر نظري د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ښځو په اړه د يوه څېړنیز راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، په کاري چاپېریال کې ناسمې پالېسۍ او ځورونې د ښځو په وړاندې لويې ننګونې دي.

نظري: کاري چاپېریال کې ناسمې پالېسۍ او ځورونې ښځو ته ستونزې زېږولي.
نظري: کاري چاپېریال کې ناسمې پالېسۍ او ځورونې ښځو ته ستونزې زېږولي.

نوموړې زیاته کړه:

"عمده ستونزې چې د ښځو په وړاندې یې زېږولي هغه د سمو پالېسیو نه‌شتون او پلي کېدل دي، په دولتي ادارو کې د ښځو ځورونه موجوده ده چې له وجې يې کورنۍ خپلو لوڼو ته د کار اجازه نه‌ورکوي."

نوموړې زیاته کړه چې دوی به له دغه راپوره يوه مقرره جوړه او ټولو دولتي ادارو ته به‌یې د پلي کېدو په هدف ولېږي.

اغلې نظري وايي، په ټوله کې ۳۰ سلنه ښځې دولتي ادارو کې بوختې دي چې نهه سلنه‌یې د رهبرۍ په کچه دي.

په داسې حال کې چې د ښځو د حقونو د ټینګښت او د دوی د ستونزو د هواري په برخه کې حکومت او بېلابېلو مؤسسو له څو کلونو راهیسې د هڅو خبرې کوي خو لا هم ښځې د کار په ماحول کې د خوندیتوب احساس نه‌کوي او هغوی چې په کورونو کې دي هم ویل کېږي چې له لازمو حقونو نه‌دي برخمنې.

خو یو شمېر افغان څېړونکي وایي چې د افغانستان حکومت تر اوسه داسې اغېزمنې تګلارې نه‌لري چې له مخې یې د جنسي ځورونو مخنیوی وشي.

د دغو څېړونکو له ډلې حمیرا ثاقب وايي، افغان حکومت باید د جنسي ځورونې د مخنیوي لپاره داسې لارې چارې غوره کړي چې له مخې یې په افغان ټولنه کې د ښځو رول په بنسټیز ډول بدل شي.

ثاقب: حکومت باید د جنسي ځورونې د مخنیوي لپاره لارې چارې په پام کې ونیسي.
ثاقب: حکومت باید د جنسي ځورونې د مخنیوي لپاره لارې چارې په پام کې ونیسي.

بل‌خوا مدني فعاله روشن څېړن د ښځو د حقونو د ټینګښت په برخه کې د ښځو چارو وزارت کړنې د قناعت وړ نه‌بولي او د ښځو په وړاندې د شته ستونزو د هواري په برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

اغلې روشن زیاته کړه:

"دوی کارونه کړي خو دغه کارونه کافي نه‌دي، تاسو ګورئ چې تاوتریخوالی څومره ډېر دی، د اوزګارتیا او د تعلیم ستونزو ته تاسو وګورئ په دې برخه کې څومره ستونزې موجودې دي، ماته د ښځو چارو وزارت کار د قناعت وړ نه‌دی."

په افغانستان کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو او بنسټونو تل د ښځو د حقونو ټینګښت په برخه کې د ښځو چارو وزارت ته د انتقاد ګوته نیولې خو نوموړي وزارت په تېره کې دا ویلي چې دا یو پالېسي جوړونکی وزارت دی او تر خپل وسه‌یې په یاده برخه کې هڅې کړي دي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG