افغانستان
صدیقي: کندز ښار به ډېر ژر له وسله والو طالبانو ونیول شي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په کندز کې د افغان ځواکونو پوځي عملیات په شدت روان دي او ډېر ژر به کندز ښار له وسله والو مخالفانو ونیول شي.
د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال خبریالانو ته وویل چې له مرکز څخه ځواکونه کندز ته رسېدلي او تمه ده چې د ښار د بشپړ تصفیې لپاره عملیات هم پیل شي:
"تمه ده چې د کندز ښار د بشپړ تصفیې لپاره عملیات پیل شي، د دغو عملیاتو اساسي تمرکز به د ښار بېلابېلې برخې وي."
اخوا د کندز د حوزوي روغتون رئیس ډاکټر نعیم منګل ازادي راډيو ته وویل چې تراوسه ورته له روانې جګړې ۵۴ ټپیان انتقال شوې دي.
نوموړي وویل چې په ټپیانو کې ترډېره یې ملکي وګړې دي.
خو وسله وال طالبان ادعا کوي چې د ښار مهمې برخې د دوی په لاس کې دي او له افغان ځواکونو سره په جګړې بوخت دي.
وسله والو طالبانو پرون سهار د کندز ښار ته پر یو شمېر نږدې سیمو حملې وکړې او د ورځې ترپایه يې د ښار د مرکزي چوک په ګډون، زیاتې سیمې تر خپلې ولکې لاندې کړې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د بخښنې نړیوال سازمان: علي وزیر دې له زندانه ازاد شي

د بخښنې نړیوال سازمان د چارشنبې په ورځ یو وار بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ لوړپوړي غړي علي وزیر د ازادۍ غوښتنه وکړه.
دغه سازمان پر ایکس پاڼه په اعلامیه کې ویلي چې علي وزیر د ۲۰۲۴ کال د اګست راهیسي چې یو کال کیږي، په ناحقه توقیف کې دی. په اعلامیه کې زیاته شوې چې دی پرته له عادلانه محاکمې بندي دی او د ده د بند د اوږدولو په خاطر پر ده بې ځایه قضیې ثبت شوې دي.
د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، علي وزیر مخکې له۲۰۲۰ کال څخه تر ۲۰۲۳م کال پوري تر دوو کلونو زیاته موده په غیرقانوني توقیف کې تیره کړی ده.
د اسلام اباد پولیسو علي وزیر د ۲۰۲۴م کال د اګست په درېيمه نیولی و. هغه مهال پر نوموړي د موټر د ټکر او له پولیسو سره د نښتې تور پورې شوی و. وروسته محکمې ده ته په دغو قضیو کې ضمانت ورکړ خو دی بیا هم د ازادېدو پر ځای له اسلام اباده- راولپېنډۍ، بیا د پنجاب په بېلابېلو زندانونو او وروسته د بلوچستان په حب کې بندي شو.
علي وزير د پاکستان پر امنیتي پالیسیو د سخت انتقاد لپاره پېژندل کېږي. هغه تور پورې کوي چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ د ختمولو پر ځای، د وسلوالو د رامنځته کولو لامل شوی دی.
خو د پاکستان پوځ او حکومت تل دا تور رد کړی او وايي د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې یې ډېره قرباني ورکړې ده.
ملګروملتونو په شپږو ولایتونو کې د اړمنو افغانانو د ملاتړ پروژې پیل کړي

د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د اړمنو خلکو د لاسنیوي په موخه یو کلنې پروژې پیل کړي دي.
دغه پروژې د جنوبي کوریا د لسو میلیونو ډالرو د مالي ملاتړ پر بنسټ په بدخشان، زابل، دایکنډي، فاریاب، خوست او ننګرهار ولایتونو کې د لنډ مهاله کاري فرصتونو، د زېربناو جوړولو او د خوړو خوندیتوب د ښه کولو په برخو کې ۳۵۰ زره کسانو سره مرستې کوي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام پرون سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې د دغو پروژو د پیل موخه په روان بشري او اقتصادي بحران کې له اړمنو افغانانو سره مرسته یاد کړې ده.
بینټ؛ جنسیت ته له پام پرته باید ټول افغان ځوانان خپلو حقونو ته لاسرسی ومومي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورورکوونکي ریچارډ بینټ د ځوانانو د نړیوالې ورځ په مناسبت ویلي، "راځه چې ومنو د هر جنسیت او شالید افغان ځوانان د افغانستان د راتلونکې په اړه په بحثونو او کړنو کې په ماناداره توګه شامل او واوریدل شي".
بینټ پرون ناوخته پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، ټولو ځوانانو باید خپلو بنسټیزو حقونو په ځانګړي تعلیم ته لاسرسی ولري.
پرون د اګسټ ۱۲مه د ځوانانو نړیواله ورځ وه.
ملګري ملتونه وايي، تر ۲۰۳۵کال پورې به د نړۍ نژدې ۵۷سلنه نفوس ځوانان جوړوي.
د خوړو نړیوال پروګرام؛ د افغانستان ۲۰سلنه خلک د خوړو له شدید کمښت سره مخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان څه باندې ۲۰سلنه خلک چې د هېواد نژدې نهه نیم میلیونه نفوس جوړوي د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ دی.
دغه پروګرام خبرداری ورکړی که د دغو بېوزلو د لاسنیوي په خاطر کافي بودیجه ترلاسه نه کړي په نژدې راتلونکې کې به په میلیونو کورنۍ د خوړو له شدید کمښت سره مخ شي.
دغه پروګرام ویلي، په کمې بودیجې کولی شي هره میاشت یوازې یو میلیونو اړمنو کسانو ته کافي خواړو ورسوي.
د خوړو د نړیوال پروګرام په ټکو، د افغانستان مهمې حیاتي سرچینې چې له بهره د پیسو حواله، بشري مرستې او کرنه ده، د وچکالۍ او نورو ستونزو له کبله تر فشار لاندې دي.
د ملګرو ملتونو د دغه پروګرام په ګډون یو شمیر نورو سازمانونو په افغانستان کې د شدید بشري بحران خبرداری ورکړی او د امریکا د مرستو په بندیدو سره دا بحران نور لا هم شدید شوی دی.
پاکستاني پوځیانو په باجوړ کې عملیات پيل کړل

اسوشیتد پریس اژانس د پاکستاني چارواکو په وینا نن خبر ورکړ چې امنیتي ځواکونو په باجوړ کې پوځي عملیات پيل کړې دي چې له امله یې په لسګونو زره کسانو سیمه پرې ایښې ده.
تر اوسه رسما د دې عملیاتو اعلان نه دی شوی، خو د خیبرپښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید د سیمه ییزو په وینا وویل چې په دې عملیاتو کې چې هلکوپترو هم برخه پکې اخستې ده له افغانستان سره نژدې په غرنیو سیمو کې د یاغیانو پټنځایونه په نښه کیږي.
یوه بل دولتي چارواکي شاهد علي وویل چې د دې عملیاتو له ویرې نږدې یولک کسان بیځایه شوې دي.
اسلام اباد تور پورې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې مشران په افغانستان کې پټ شوې دي، دا هغه تور دی چې افغان طالبان یې ردوي.
طالبان وایي چې په کابل کې به د لوړو کراییو مخه ونیسي

د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې پریکړه وکړه چې د کورونو څښتنان نه شي کولی چې د پروسږکال له کراییې څخه تر لس سلنه زیاتې افغانۍ واخلي.
دا پریکړه نن( د اګست ۱۲ مه) د طالبانو د کورونو د کرایې د ګډې کمیټې له لورې وشوه. دا کمیټه د عدلیې وزارت په مشرۍ د پولیسو، استخباراتو، ښاروالۍ او نورو اړوندو دولتي ادارو څخه جوړه شوې ده.
دا پریکړه په داسې حال کې کیږي چې د کابل او د افغانستان د نورو ولایتونو اوسیدونکي د سرپناه له سخت کمښت سره مخ دي او د کرایې له زیاتوالي شکایت لري. دا روښانه نه ده چې ایا د طالبانو حکومت به وکولی شي په بریالیتوب سره د کرایې د حیرانونکي زیاتوالی کنټرول کړي یا نه کړي.
د نسیم راډیو خپرونې بندې شوې

نسیم راډیو اعلان وکړ چې له ۱۳ کلونو وروسته به په دایکندي او بامیان ولایتونو کې خپل فعالیت ودروي.
دې رسنۍ په خپله فیسبوک پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي، ځیني وختونه د غږ د زغملو نه وي.
په دې بیان کې هیله څرګنده شوې ده، که شرایط برابر شي، ښایي دا راډیو بیا خپلې خپرونې پیل کړي.
تیره چهارشنبه، د طالبانو استخباراتو په دایکندي کې د نسیم راډیو رییس او دوه خبریالان ونیول او د راډیو ځینې تجهیزات یې ضبط کړل.
د افغانستان د ژورنالیستانو مرکز په وینا، د نسیم راډیو کارمندان د داعش او د وسله والو طالبانو د مخالفینو په اړه د ملګرو ملتونو د راپور د خپریدو په تور نیول شوي او تحقیقات ترې شوي دي.
له هغه وخته چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې کابل نیولی، دوی په افغانستان کې په خبریالانو او ازادو رسنیو سخت بندیزونه لګولي دي، سلګونه رسنۍ یې بندې کړې دي او زرګونه خبریالان او د رسنیو کارمندان له افغانستانه وتلي دي. اوس مهال یو شمېر افغان خبریالان د خپل ژورنالیستیکي کار لپاره د طالبانو په زندانونو کې دي، چې د کورنیو او نړیوالو سازمانونو او د خبریالانو ملاتړ کونکو ادارو لخوا یې سختې نیوکې راپارولي دي.
ملګري ملتونه: طالبانو په تیرې څلور کلنې دورې کې تر ۱۰۰ ډیر فرمانونه د ښځو پرضد صادر کړي

ملګري ملتونه وايي چې د طالبانو له واکمنۍ څخه څلور کاله وروسته، د افغان ښځو روغتیایي وضعیت خراب شوی دی.
ملګرو ملتونو په خپله ویب پاڼه کې په یوه پوسټ کې دا هم ویلي چې طالبانو په دې موده کې د ښځو ضد شاوخوا سل فرمانونه صادر کړي ، چې د افغان ښځو او نجونو لپاره یې "ویجاړونکې" پایلې درلودې.
د ملګرو ملتونو په وینا، له اته اویا سلنې څخه زیاتې افغان ښځې نه تعلیم لري او نه هم کار ته لاسرسی لري.
نژدې څلور کاله مخکې چې د اګست په پنځلسمه طالبانو کابل ونیو، له شپږم ټولګي ورپورته یې د نجونو زده کړې منع کړې، بیا یې پوهنتون ته د دوی د تګ مخه ونیوله او په ډیری دولتي دفترونو او غیردولتي موسسو کې یې د ښځو کار منع کړی دی.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د قرغیزستان په اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه له یوه پلاوي سره دې هېواد ته ورغلی

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی د قرغیزستان په اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه دې هېواد ته تللی دی.
دغه وزارت پرون دوشنبې پر خپلې ایکس پاڼې ویلي، "پلاوی د قرغیزي چارواکو سره د دواړه اړخیزو اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کوي".
بل پلو، د صعنت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد په کابل کې له چینايي سوداګرو سره کتلي دي.
دغه لیدنه پرون دوشنبې ترسره شوې.
د صعنت او سوداګرۍ وزارت په یو خبرپاڼه کې ویلي، "چینايي سوداګر لیوالتیا لري چې د افغانستان د انرژۍ، د برېښنا د کارخونو په جوړیدو او ساختماني سکتور کې پانګونه وکړي.
که څه هم چینايي سوداګر وخت ناوخت په افغانستان کې له پانګونې سره لیوالتیا ښيۍ خو هم د طالبانو حکومت او هم چینايي پانګوالو په دې برخه کې کړې ژمنې چې بې کاره خلکو ته د پانګونې له لارې د دندې موندل دي پوره کړې نه دي.
د طالبانو او یوناما نانندرۍ، د بهرنیو چارو وزارت د ( مناسب اقدام) خبرداری ورکړی

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ( یوناما) ته خبرداری ورکړی چې د دوی په ټکو " بې بنسټه راپورونو" په تړاو به یې " مناسب اقدام" وکړي.
دوی پرون یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې دغه څرګندونې د یوناما د بشري حقونو څانګې د هغه راپور په غبرګون کې کړي چې له ایران او پاکستانه د ایستل شویو افغانانو پر وضعیت څرخېده.
یوناما د زمري میاشتې په لومړیو کې په یوه راپور کې وویل، هغه کډوال چې په زوره له ایران او پاکستانه افغانستان ته ایستل کېږي، د طالبانو له خوا له شکنجې، ناوړه چلند، بې دلیله نیونو او امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، د یوناما "دغه راپور زیاتره د هغو محدودو اشخاصو انفرادي تجربې انځوروي چې د ادعاوو پر اساس له ستونزو سره مخ شوي، حال دا چې د هغو میلونونو افغانانو مثبتو تجربو ته چې په امن، باعزته او باثباته شرایطو کې خپل هېواد ته راستانه شوي دي، انعکاس نه دی ورکړل شوی".
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو له څیړونکو سره په نانندریو اوړي، دوی تیر کال د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر پر راپورونو نیوکې وکړې او افغانستان ته یې د هغه پر سفر بندیز ولګوه.