افغانستان
بلجیم کې نن سې شنبې د افغانستان په اړه کنفرانس پيلېږي

بلجیم په پلازمینه بروکسل کې نن سې شنبې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس پيلېږي.
کنفراس به د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي مشره فېډریکا موغریني پرانېزي او ولسمشر محمد اشرف غني به وینا ورته وکړي.
پهدې کنفرانس کې د نړۍ د لږ تر لږه ۷۰ هېوادونو او ۲۰ نړیوالو سازمانونو استازي برخه لري.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ کړنلارې د مشرې فېډریکا موغریني په وینا په بروکسل کې د افغانستان په اړه د کنفرانس یوازې د مالي مرستو راغونډولو لپاره نهدی بلکه لهدې هېواد سره به د نړیوالو د سیاسي ملاتړ پر دوام ټینګار وشي.
فېډریکا موغریني ویلي، اروپايي اتحادیه په افغانستان کې ثبات او سوله د ځان په ګټه ګڼي او د بروکسل کنفرانس د دې تعهد د څرګندولو ښه موقع ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو ته د بشري حقونو د څار سازمان اندیښنه

د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو او ډلو د یوې اونۍ په ترڅ کې له پاکستانه د زرګونو افغان کډوالو د شړلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د بشري حقونو د څار ادارې د افغانستان څېړونکې فرشته عباسي وایي: "پاکستان خپل نړیوال مکلفیت له پامه غورځولی دی او خلک هغو ځایونو ته سپاري چې د دوی حقوق هلته له خطر سره مخامخ دي."
عباسي زیاته کړه چې "ټول هغه هیوادونه چې د افغان کډوالو کوربه توب کوي باید دا ومني چې افغانستان د بیرته ستنیدو لپاره خوندي نه دی."
رویټرز راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د سې شنبې په ورځ وویل چې د پاکستان حکومت د اپریل له لومړۍ نیټې راهیسې له 8,000 څخه ډیر افغانان له خپلې خاورې ایستلې دي.
اسلام اباد ټولو هغو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی و چې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري یا د افغان تابعیت( اې سي سي) کارتونه لري، د مارچ تر ۳۱مې پورې دې له هیواده ووځي، که نه نو دوی به وشړل شي.
د افغانستان او نیپال تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو مسابقه

د افغانستان او نیپال د کرکټ تر نولس کلونو د کم عمر ملي لوبډلې به نن یوه ورځنۍ لوبه وکړي.
دا نیپال ته د افغانستان تر نولس کلونو د کم عمره ملي ټیم د دې سفر وروستۍ لوبه ده چې په پلازمینه کتمندو کې به ترسره شي.
افغانستان تر دې مخکې په دوو لوبو کې چې د اپریل په دریمه او شپږمه وشوې، نیپال ته ماتې ورکړه.
تر دې لړۍ وروسته به افغان لوبډله په هغو مسابقو کې برخه واخلي چې تر نولس کلونو د لږ عمره کرکټ نړیوال جام د غوراوي لپاره ترسره کیږي.
طالبانو د دوو نیول شویو بریتانیایانو دوسیه محکمې ته راجع کړې

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند وایي چې د دوو نیول شویو بریتانیایانو دوسیه محکمې ته سپارل شوې ده.
عبدالمتین قانع اسوشیتد پریس اژانس ته د سې شنبې په ورځ وویل چې د دې دوو کسانو جرم لوی نه دی.
یو نارینه بریتانیایی پیټر رینولډز چې نهه اویا کاله عمر لري له خپلې میرمنې باربي سره چې پنځه اویا کاله عمر لري د فبروري په لومړیو کې په بامیان کې نیول شوي وو. دغو دوو کسانو هلته د زده کړې او روزنې پروګرامونه مخته وړل.
د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې د دې دوو کسانو مشکل به که خدای کول ژر حل شي.
دا لومړی ځل دی چې طالبان د دې نیول شوې جوړې د دوسیې په اړه وضاحت ورکوي.
د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله مر اکش ته ولاړه

د افغانستان، چین، پرتګال او مراکش د فوتسال د ملي لوبډلو ترمنځ نن په مراکش کې ټورنمنټ پیلیږي.
د افغانستان د فوټبال فدارسیون په خپله فیسبوک پاڼه کې پرون مراکش ته د افغان لوبډلې د سفر خبر ورکړ.
د څلورو ملي لوبډلو ترمنځ به دا لوبې تر یکشنبې روانې وي.
افغان لوبډله به تر دې ټورنمنټ وروسته د اپریل په شپاړسمه له کوربه هیواد مراکش سره یوه دوستانه لوبه هم وکړي.
په ایران کې درې افغان کارګرانو خپل ژوند له لاسه ورکړ

ایرانۍ رسنیو خبر ورکړ چې د سکرو د کان اووه کارګر چې درې یې افغانان دي د سمنان په ولایت کې د کان دننه د ګاز د خپریدو له امله مړه شوې دي.
ایراني رسنیو د دریو مړه شویو افغان کارګرانو په اړه په خپلو راپورونو کې ویلي دي چې یو یې ابراهمي تخلص کوي شل کلن دی، بل اکبري پنځه ویشت کلن دی او دریم هم ابراهیمي تخلص کوي چې د پنځه ویشت کلونو دی.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې دا پیښه د دوشنبې مازدیګر مهال د جواهر زغال په کان کې رامنځته شوې ده.
په ایران کې افغان کډوال تر ډیره سخت کارونه کوي او په هره برخه کې د کار کولو اجازه نه ورکول کیږي.
د ایران د کډوالو چارو د مسوولینو په وینا په دغهّ هیواد کې شاوخوا شپږ میلیونه افغانان ژوند کوي.
جرمني د لنډ وخت لپاره د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د پنا غوښتنې لړۍ ودروله

جرمني د لنډ وخت لپاره د هغو پنا غوښتونکو د منلو لړۍ و دروله چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ ( یو.ان.ایچ.سي.آر) په چوکاټ کې دغه هېواد ته معرفي کېدل.
دغه اقدام په جرمني کې د نوي ایتلافي حکومت د جوړېدو په درشل کې ترسره کیږي، داسې ښکاري چې دغه ایتلافي حکومت ممکن د کډوالو په وړاندې تګلارې سختې کړي.
د جرمني خبري اژانس د سه شنبې په ورځ ( د حمل په ۱۹مه) راپور ورکړی چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ دغه موضوع تایید کړې ده.
دغو دواړو ادارو ویلي چې دا مهال د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې په جرمني کې د هیڅ یوه کس د پنا غوښتنه نه منل کیږي، ځکه چې په برلین کې د ایتلافي حکومت د جوړولو پر سر خبرې روانې دي.
د کډوالو په ضد سختې تګلارې د تیرې فبرورۍ میاشتې په پارلماني ټاکنو کې د نوماندانو د کمپاینونو عمده شعارونه وو.
امریکا پر افغانستان زیاته اندازه بشري مرستې درولي دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا اعلان کړی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره بشري مرستې پای ته رسوي.
ټرمپ د دوشنبې په ماښام د اسراییل له صدر اعظم بنیامین نتنیاهو سره د یوه ګډ خبري کانفرانس پر مهال وویل " د بایډن ادارې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته "ډېره اندازه پیسې" ورکړي دي.
بل لورته رویټرز خبري اژانس د څو باخبره سرچینو په حواله ویلي چې د ټرمپ ادارې پر افغانستان او یمن یوه زیاته اندازه بشري مرستې بندې کړي دي.
رویټرز د امریکا د نړيوالې پراختیا ادارې ( یو.ایس.اې.آی.ډې) د بشري مرستو د پخوانۍ مشرې سارا چارلز په حواله ویلي، د افغانستان په ګډون له څه باندې لسو هېوادونو سره هغه مرستې د تېرې اونۍ په پای کې ودرېدې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او یو.ایس.اې.آی.ډي له خوا کیدلې.
که څه هم د دغو بندو شویو بشري مرستو اندازه معلومه نه ده، خو ملګرو ملتونو ویلي، امریکا د سږ کال له پيله تراوسه افغانستان سره ۲۰۶ میلیونه ډالره بشري مرسته کړې او تېر کال یې په همدې هدف افغانستان ته ۷۳۶ میلیونه ډالره لېږلي دي.
طالب چارواکي: له کډوالو سره د پاکستان چلند غیر انساني او ناورین زیږونکی دی

د طالبانو د حکومت رییس الوزرا او څو نورو چارواکو له افغان کډوالو سره د پاکستاني چارواکو چلند" غیر اسلامي او غیر انساني" بللی دی.
د ریس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ یوه ځانګړې غونډه کې چې پرون دوشنبه جوړه شوې وه، له ملګرو ملتونو غوښتنه وشوه چې د دغه انساني ناورین په مخنیوي او د کډوالو په باعزته ستنولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
په دې اړه یوه خبرپاڼه کې چې د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت خپره کړې راغلي، دوی په خپلو ټولو موجوده امکاناتو هڅه کوي چې د راستنېدونکو لاسنیوی وکړي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، پاکستان یوازې تېرو دوو ورځو کې ۸ زره افغان کډوال اخراج کړي، خو د طالبانو حکومت بیا د یوې اونۍ په ترڅ کې د شاوخوا ۷ زره کډوالو راستنول تایید کړي دي.
پاکستان د مارچ له ۳۱مې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې پر هغو افغان کډوالو چاپې زیاتې کړي چې بې اسناده دي یا هم د افغانستان د هویت کارتونه لري.
اروپایي ټولنه د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره ۹۷ میلیونه یورو مرسته کوي

اروپایي ټولنې ویلي دي چې د افغانستان د روغتیا په برخه کې به اووه نوي میلیونه یورو مرسته وکړي.
په هغه اعلامیه کې چې پرون اروپایي ټولنې خپره کړه پکې راغلې دي چې دا مرستې به د ملګرو ملتو د روغتیا د نړیوال سازمان، یونیسف او څو نورو بشري موسسو له لارې ولګول شي.
په ورته وخت کې، په کابل کې د اروپايي ټولنې پلاوي ویلي چې له یونیسف سره په همغږي به، دا ټولنه د ماشومانو او میندو لپاره د تغذیې، څښاک اوبو او حفظ الصحې په برخو کې د حیاتي خدماتو چمتو کولو لپاره پروګرامونه تمویل کوي.
ملګرو ملتو د افغانستان په شمال کې د ملخانو د خپریدو خبرداری ورکړ

د ملګرو متلو د خوړو او کرنې موسسې( ایف-اې-او) د افغانستان په شمال کې د ملخانو د خپریدو خبرداری ورکړ.
( ایف-اې- او) د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دا ملخان لاهم د هګیو په مرحله کې دي، خو که چیرته د دې ملخانو مخه سر له اوسه ونه نیول شي، په کندز، بغلان، تخار، سمنګان او بلخ ولایتونو کې به زراعتي مځکې اغیزمنې کړي.
د طالبانو د کرنې وزارت ویلي دي چې دوی د افغانستان په شمال کې د ملخانو د مخنیوي لپاره د درملو د شیندلو کمپاینونه ترسره کړې دي.
د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې موسسې بیا ویلي دي چې د کیمیاوي درملو د شیندلو په برخه کې عامه پوهاوی ضروري دی.