د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

نواز شریف: هند د خبرو لپاره د نه‌منلو وړ شرایط اېښي


د پاکستان صدراعظم نواز شریف د ملګرو ملتونو عمومي اسمابلې ته تېره ورځ په خبرو کې په خپل سیال هېواد هند انتقاد وکړ چې د خبرو لپاره‌یې د نه‌منلو وړ شرایط اېښي دي.

ښاغلي شریف همداراز وویل چې نړۍ په جنوبي آسیا کې مخ په زیاتېدونکي جنجال ته پام نه‌کوي.

د پاکستان صدراعظم وویل، د هند د پوځ د نه‌منلو وړ غښتلتیا له پامه نه‌شي غورځولای او د درولو لپاره‌یې هر اړین کار کوي.

شریف: د هند د پوځ د نه‌منلو وړ غښتلتیا له پامه نه‌شي غورځولای
شریف: د هند د پوځ د نه‌منلو وړ غښتلتیا له پامه نه‌شي غورځولای

ښاغلي شریف وویل چې له خاورې دباندې یې ترورېزم تقویه کېږي او دوی ځوروي.

دی وايي:

"زما هېواد د ترورېزم اصلي قرباني دی له هغې ډلې هغه ترورېزم چې دباندې تقویه کېږي. موږ به ترورېزم ته چې له دباندې تقویه کېږي اجازه ورنه‌کړو چې د پاکستان د بې‌ثباتۍ او ناارامۍ لامل شي. زموږ لسګونه زره خلک او امنیتي سرتېري د ترورېستي حملو په نتیجه کې وژل شوي دي."

نواز شریف همداراز له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په کشمیر کې د هغه په خبره د هند د ظلم او ستم په اړه څېړنه وکړي.

د هند لوړپوړي ډیپلوماټ اینام ګامبیر بیا د پاکستان د صدراعظم د څرګندونو ځواب په شدت ورکړ او ویې‌ویل چې موږ حیرانه یو هغه هېواد چې خپله د ترورېزم مرکز دی د بشري حقونو دفاع کوي.

هغه وویل، پاکستان یو ترورېستي دولت دی چې میلیاردونه ډالره مرسته ورسره کېږي او هغه‌یې د ترورېزم په ملاتړ او نیابتي جګړو لګوي.

تر دې مخکې د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش هم د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خبرو کې پاکستان د افغانستان د ناارامۍ او د ترورېزم د ملاتړ سرچینه وبلله.

دانش پاکستان د افغانستان د ناارامۍ او د ترورېزم د ملاتړ سرچینه وبلله.
دانش پاکستان د افغانستان د ناارامۍ او د ترورېزم د ملاتړ سرچینه وبلله.

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د افغانستان په جګړه کې د دغه هېواد له خاورې دباندې د ترورېستانو د امن پټن‎ځایونو په له‎منځه وړلو کار وشي. موږ په دې برخه کې له تاسو غواړو چې موږ ته د دې ځواب راکړئ چې د القاعدې او طالبانو مخکني مشران چېرته اوسېدل؟ چېرته ووژل شول او اوس وخت د طالبانو مشران او حقاني ډله چېرته دي؟"

که څه هم تر دې مخکې په وار-وار افغانستان او هند د پاکستان په اړه شکایتونه کړي خو داسې مخینه‌یې نه‌درلوده چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې شکایتونه او انتقادونه ټول بې‌پردې وویل شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په دوهمه ورځ اوکراین له روسیې، جاپان له شمالي کوریا او چین هم له شمالي کوریا شکایتونه وکړل.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG