د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

دفاع وزارت هغه کسان خلکو ته پيژني چې تروریستي ډلو سره لار لري


افغان امنیتي بنسټونه په راتلونکي کې د هغو کسانو د افشا کېدو پروګرام لري چې په افغانستان کې دي خو د وسله‎والو حملو تر شا لاس لري.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې حمله کوونکي تر ډېره د هېواد ضد ځينو داخلي کړیو په مرسته هدف ته رسیږي.

هغه وايي، حکومت پلان لري چې داسې کسان په راتلونکي کې خلکو ته ور وپیژني.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"چاودیدونکي مواد په افغانستان کې نه جوړېږي، دا مواد زموږ د یوه ګاونډي هېواد څخه دلته راځي او شته داسې کسان چې له دې بیروني بانډونو او تروریستانو سره مرسته کوي او تر هغو سیمو یې رسوي چې دوی په‎کې تروریستي حملې غواړي، افغان دولت په راتلونکي کې خلکو ته د دې کسانو د ورپېژندلو پروګرام لري."

ښاغلی رادمنش وايي چې افغان حکومت د امنیتي پېښو تر شا ډېر کسان نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‎وال مخالفین توانیدلي چې یوازې په وروستی یوه میاشت کې د کابل په مهمو سیمو کې څو چاودنې یا وسله‎والې حملې وکړي.

په وروستیو اونیو کې وسله‎والو حملو او چاودنو د افغانستان په امریکايي پوهنتون، دفاع وزارت په څېرمه او شهرنو کې لسګونه کسان وژلي دي.

ښاغلی رادمنش وايي چې دفاع وزارت سره د شوي حملې په اړه چې په‎کې د دویمې حوزې امرین هم وژل شوي لاهم څېړنې روانې دي.

خو د امنیتي چارو یو شمېرکارپوهان افغان حکومت په دې ګرموي چې تر پیښو وروسته کمېسیونونه ټاکي خو پایلې څرنګه چې د ملت غوښتنه ده نه روښانه کیږي.

د امنیتي چارو کارپوه اجمل سایس ازادي راډيو ته وویل حکومت مسؤل دی چې یا د خلکو امنیت خوندي کړي او یا لږ تر لږه د امنیتي پیښو تر شا څېرې افشا کړي.

سایس زیاته کړه:

"هغه ادارې چې د امنیتي پېښو د څېړلو او هغې سره د مبارزې مسؤلیت لري باید امنیتي موضوعات تر پایه تعقیب کړي که اول دا توان وي چې مخه یې ونیول شي غوره ده کنه که جرم واقع کېږي د جرم د واقع کېدو او داخلي اشخاصو په اړه باید کره کشفي معلومات تر لاسه او په وخت یې شریک کړي."

حکومتي چارواکو ډېر وخت په افغانستان کې د ناامنی تر شا د پاکستان لاس یاد کړی خو دا چې د دغو حملو او چاودنو لپاره وسله‎وال د چا په مرسته تر هدفه رسېږي هغه څه دي چې تل یې د خلکو او ملي شورا د غړو اندیښنې راپارولي دي.

دوی ډېر وخت د حکومت دننه د پنځم ستون یادونه کړې او غوښتنه یې کړې چې داسې کسان چې هم حکومت خوري او هم د مخالفینو سره مرسته کوي باید په ګوته او ملت ته ور وپیژندل شي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG