د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۹

نیویارک کې د افغانستان، هند او امریکا ۳ اړخیزه غونډه جوړېږي


ټاکل شوې راتلونکو څو اوونیو کې د افغانستان، هند او امریکا تر منځ په نیویارک کې درې اړخیزه غونډه جوړه شي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ازادي راډیو ته د دې درې اړخیزې غونډې په اړه وویل:

"دا غونډه یو غیر معمول شی نه‌دی. نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډه ده، هلته ټول مشران ځي او افغان ولسمشر هم ورځي. د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې تر څنګ په پلان کې ده چې د افغانستان، هند او امریکا تر منځ یوه درې اړخیزه غونډه وشي. په دې غونډه کې به له ترورېزم سره پر ګډې مبارزې او ګډې اقتصادي همکارۍ خبرې وشي."

د افغانستان د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري
د افغانستان د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري

دوه اوونۍ وروسته په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې ابتدايي ناستې پیلېږي او دا غونډې څو ورځې دوام کوي چې په‎کې د نړۍ مشران خپلې ویناوې کوي.

د کابل، نوې ډهلي او واشنګټن تر منځ د درې اړخیزې غونډې اعلان لومړی ځل د هند د سفر پر مهال د سې شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وکړ.

که څه هم ده وویل چې د دې غونډې هدف د پاکستان منزوي کول نه‎دي، خو یو شمېر څېړونکي په دې باور دي چې امریکا له ترورېزم سره په جګړه کې د پاکستان پر نیت شکمن دی.

د امريکا په فلوریډا ايالت کې د پاکستان او سيمې د سياسي چارو کارپوه محمد تقي وایي:

"د پاکستان او امریکا اړیکې چې په اوسني حال کې کوم تاوتریخوالی لري، کال یا یو نیم کال مخکې داسې نه‌و او خصوصاً چې په کابل کې تازه پر امریکایي پوهنتون برید وشو نو نور هم دا تاوتریخوالی زیات شو او باید امریکا مخکې داسې کړي وی، خو دېر اید درست اېد."

څه باندې یوه اوونۍ مخکې په کابل کې پر امریکایي پوهنتون وسله‎والو حمله وکړه چې په‎کې لږ تر لږه ۱۳ تنه ووژل شول او لسګونه محصلان ټپيان شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري تېره ورځ د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره په نوې ډهلي کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

جان کري تېره ورځ د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره په نوي ډیلي کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان په اړه خبرې وکړې.
جان کري تېره ورځ د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره په نوي ډیلي کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

له مخکني پلان سره سم باید جان کري نن له نوې ډهلي، واشنګټن ته تللی وی خو اسوشیټېډ پرېس اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مارک ټونر په وینا خبر ورکړ چې جان کري به د جمعې یا هم شنبې تر ورځې په هند کې پاتې شي او بیا به چین ته ولاړ شي او د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو په غونډه کې به برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG