د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

ویسا: پاکستان خپلو نارواو سزا ته نېږدې کیږي


د کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې په ګڼو کې تر ډېره په سیمه کې د پاکستان پر منزوي کېدو او د ملي یووالي حکومت د دوه کلنۍ د پوره کېدو په تړاو لیکنې کړي دي.

ویسا:

ویسا ازادې ورځپاڼې په خپله مقاله کې د پاکستان د خپلو نارواو سزا ته نېږدې کیږي، تر عنوان لاندې یو مطلب لیکلی دی.

د مقالې لیکوال د پاکستان له لوري د افغان کډوالو شړلو، د سوداګرو پر وړاندې د دروازو د بندولو او د افغان دولت له وسله‎والو مخالفینو څخه د دغه هېواد ملاتړ ته اشاره کړې ده.

مقاله زیاتوي، پاکستان په‎دې کار سره په لوی لاس خپل لویدیځ ګاونډی "افغانستان" دښمنۍ ته اړ کړی دی.

لیکوال لیکي:

اوس چې د هند او امریکا ترمنځ نوی پوځي تړون لاسلیک شو نو په ریښتیني معنی یې زیات زیان پاکستان ته اوړي چې لامل یې هم په سیمه کې د دغه هېواد خپل سیاستونه دي.

سرخط:

سرخط په خپل لومړي مخ کې هند ته د افغانستان د لوی درستیز د سفر په اړه لیکنه کړې ده.

مطلب زیاتوي، قدم شاه شهیم په دغه سفر کې د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې د هند پر لا زیاتو همکاریو غږیږي او دغه راز د هند حکومت به افغان لوري ته هغه هلیکوپټر ور تسلیم کړي چې مخکې یې ژمنه کړې وه.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې هم په لومړي مخ کې له افغانستان سره د هند له پوځي مرستو د امریکا د ملاتړ په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

په مطلب کې وړاندې راغلي، د افغانستان په اړه په واشنګټن کې د امریکا او هند دفاع وزیرانو په لیدنه کې خبرې شوي او امریکا له افغانستان سره د هند د پوځي مرستو د دوام هیله کړې ده.

همدې ورځپاڼې بیا، د ملي یووالي حکومت وروستۍ میاشت تر عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړې ده.

د مقالې لیکوال لیکي:

خلک نه یوازې دا چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو تر منځ پر اختلافاتو انتقاد لري، بلکې له جوړ جاړي سره یې هم ځکه ناخوښ دي چې ستونزه د پخوا په شان په خپل حال پاته کیږي.

لیکوال په مقاله کې وړاندې لیکي چې د خلکو غږ جدي دی او دوی د یوې دودیزې لویې جرګې له لارې د سترو ستونزو دایمي حل غواړي او هیڅ‎څوک به یې مخه هم ونه شي نیولای.

XS
SM
MD
LG