د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

قوقندي: د سپین ‎بولدک-چمن لار ډېر ژر پرانیستل کېږي


د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، ښایې نن چهارشنبه د ورځې په ترڅ کې د سپین ‎بولدک او چمن تر منځ لاره بېرته پرانیستل شي.

دا وزارت وایي، له پاکستاني چارواکو سره‌یې د سپین‎ بولدک-چمن تر منځ لارې د پرانیستلو په خاطر په لوړه کچه تماسونه نیولي دي.

دغه لاره له نېږدې یوې اوونۍ راهیسې د مسافرو او سوداګرو پر مخ تړلې ده.

د دې وزارت ویاند مسافر قوقندي وایي چې ښایي دغه دروازه نن بېرته پرانیستل شي.

قوقندي: ټاکل شوې د چمن ـ سپین بولدک لار نن خلاصه شي
قوقندي: ټاکل شوې د چمن ـ سپین بولدک لار نن خلاصه شي

ښاغلي قوقندي زیاته کړه:

"د ډیپلوماټيکو مراجعو له لارې خبرې شوي او په لوړه کچه هڅې روانې دي. انشاالله په نېږدې راتلونکي کې یا نېږدې ساعتونو کې ښایي دا لاره پرانیستل شي."

د نوموړي په وینا د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په‎ برخه کې دا مهال کوم دوه اړخیز تړون نه‌شته خو دواړه هېوادونه د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د قوانینو له مخې خپلو کې راکړه-ورکړه لري.

د ځایي چارواکو په وینا د سپین بولدک او چمن تر منځ لاره د اسد په ۲۸مه وروسته له هغې د پاکستاني سرحدي ځواکونو له‌خوا وتړل شوه چې ځینو کسانو سپین ‎بولدک کې د پاکستان بیرغ ته اور واچوه.

په همدې حال کې اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال په خپلې ټویټر پاڼه کې د پاکستان بیرغ ته اور اچول غندلي او ویلي یې دي چې د لارې د تړل کېدو له امله خلکو ته زیات زیان رسېدلی دی.

​په جنوب کې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر کرښې دا ستونزې په داسې حال کې رامنځته شوي چې په دې وروستیو کې کندهار کې د کلدارو پر کارولو بندیز ولګول شو.

د کندهار پولیسو همداراز په وروستیو کې لسګونه هغه پاکستاني کارکوونکي بېرته پاکستان ته واستول چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه‌درلودل.

تر دې مخکې د روان کال په ترڅ کې د تورخم بندر هم څو ځله د مسافرو او سوداګرو پر وړاندې وتړل شو چې د سوداګرۍ او صنایعو خونو یې سوداګرو ته اوښتی زیان لسګونه میلیونه ډالر یاد کړ.

په ورته وخت کې د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال انجینر عبدالباقي وایي، هره ورځ په تازه مېوو بار سلګونه موټرې له دې لارې پاکستان ته ځي او دغه هېواد په ځانګړي توګه د مېوو د محصولاتو په موسم کې په یوه او بله بهانه لاره تړي.

ښاغلي عبدالباقي زیاته کړه:

"موږ شاهد یو چې هر کال د محصولاتو په وخت کې یوه خاصه بهانه جوړه او موټرې راګرځول کېږي چې تاوان‌یې موږ ته رسېږي."

وموغوښتل د یادې ستونزې په اړه په کابل کې د پاکستان سفارت نظر واخلو خو بریالي نه‎شوو.

کابل کې د پاکستان سفارت ددې لارې په اړه څه ونه ویل.
کابل کې د پاکستان سفارت ددې لارې په اړه څه ونه ویل.

خو د ښاغلي باقي سپارښتنه دا ده چې حکومت باید داسې یو پروسیجر رامنځته کړي چې له مخې یې سوداګرو ته د ګاونډیو په ځانګړي ډول پاکستان له‎خوا دا شان ستونزې جوړې نه‌شي.

خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، د دوی هڅې تل دا دي چې د سرحدي ستونزو د رامنځته کېدو په صورت کې د سوداګرو د زیات زیان مخه ونیسي.

راپور: محمد قسیم سوله‎مل

XS
SM
MD
LG