د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

ککړ چاپېریال د بلخ ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي


د بلخ ولایت اوسېدونکي وايي چې؛ د خښتو داشونو، د ډوډۍ پخولو لویو داشونو شتون او له بې کیفیته نفتي توکو څخه په حمامونو کې استفاده هغه عمده عناصر دي چې؛ د چاپېریال په ککړتیا کې مستقیم نقش لري.

دوی وايي، په مزارشریف کې د اوسېدو کورونو ته څېرمه د حامامونو موجودیت؛ د کیک او کلچه پزۍ فابریکو شتون د ژوندانه د چاپېریال په ککړتیا کې اساسي عوامل شمېرل کیږي چې؛ د مزارشریف ښاریان يې اندښمن کړي دي.

په اړه یې د مزارشریف څو تنو اوسېدونکو آزادۍ راډیو ته داسې وویل چې؛ د دوی د کورونو ته نږدې د داشونو شتون د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کړی.

"۱- په حمامونو کې د بې کیفیته سکرو څخه استفاده په موټرونو کې ډېزل تېل کارول او همدارنګه په فابریکو کې د بې کیفیته نفتي موادو څخه کار اخستل دا د ژوندانه چاپېریال ککړتیا کې منفي اخذ لري؛ او په دې برخه کې د چاپېریال ساتنې ادارې تر اوسه هیڅ مهم کار نه دی ترسره کړی.

۲- زه فکر کوم د ډبرو له سکرو څخه په حمامونو کې د خښتو پخولو او داسې نورو داشونو کې د کیمیاوی موادو څخه استفاده چاپېریال ته ډېر زیان رسوي."


د بلخ ولایت اوسېدونکو دا اندښنه مې د دې ولایت د چاپېریال ساتنې له ادارې سره شریکه کړه؛ د یادې ادارې مشر غلام نبي خرم د یادو ستونزو په منلو سره وایي چې؛ دا اداره یوه اجرایوي بنسټ نه دی او یواځې په دې برخه کې سروې ترسره کوي چې؛ بیا خپل راپور مسوولو ارګانونو ته استوي؛ ترڅو په پای کې اجراات دوی ترسره کړي:

د بلخ ولایت اوسېدونکي د ژوندانه چاپېریال ککړتیا اصلي علت چاپېریال ته د چاپېریال ساتنې ادارې بې پامۍ په ګوته کوي او وايي چې، په دې برخه کې یادې ادارې اړین کارونه نه دي ترسره کړي.

له بل لوري کارپوهان بیا وايي چې؛ د زورواکانو له خو د زرګونه جریبه دولتي ځمکو غصب او پرې د ښارګوتو جوړول هم یو بل دلیل دی چې؛ د چاپېریال وضعیت په ککړتیا کې رول لري.

د معلوماتو په اساسی په بلخ ولایت کې تر ۳۹ رهایشي ښارګوټي موجود دي چې؛ یواځې د ۱۶ په شاوخواکې دا ښارګوټي د ښار جوړونې او مسکن په وزارت کې ثبت او پاتې نور په غیر قانوني ډول جوړ شوي دي.

د بلخ ولایت دچاپېریال ساتنې اداره په دا شونو او حمامونو کې د بې کیفیته موادو کارول مني؛ خو بیا وايي، چې له قانون څخه د سرغړونې په صورت کې یې د غیر فعال کولو صلاحیت نه لري؛ ځکه دا یوه اجرایوي اداره نه ده او یواځې د پالسي جوړونې په برخه کې کار کوي:

"موږ مربوطه ارګانون ته راپور ورکو او ورته وايو، موږ خپله سرویع ترسره کړې او نشو کولی چې یو حمام وټرو او فعالیت یې بند کړو دا زموږ له صلاحیته وتلې خبر ده."

په داسې حال کې د بلخ ولایت اوسېدونکي د ژوند د چاپېریال ککړتیا څخه خپله اندښنه څرګندوي چې؛ د کارپوهانو په اند ډېری دا حمامونه او فابریې چې په کې بی کیفیته کیمیاوی توکي کارول کیږي؛ د دولت جګپورو چارواکو، په پارلمان کې وکیلانو او محلي زورواکانو ټه اړه لري.

همدا علت دی چې مسوول بسټونه د قانون څخه د سرغړونې په صورت کې قانون پرې نشي پلې کولی.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی - مزارشریف
XS
SM
MD
LG