د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

کابل ښاروالۍ له یوه نړیوال عربي شرکت سره ۴ تړونونه لاسلیک کړل


د کابل ښاروالۍ په کابل کې ښار کې د بېلابېلو پروژو د تطبیق لپاره له یوه نړیوال عربي شرکت سره څلور قرادادونه لاسلیک کړل.

د خطیب وعلمي او د کابل ښاروالۍ ترمنځ په شوو هوکړو کې د ښاري ټرانسپورټ، د معیاري پلونو او سړکونو جوړونه، د سریع السیر او یا د تیز رفتاره سیسټم جوړول، د کابل سیند د سواحلو پاک کاري او رغول، د سطحي اوبو مدیرت او په کابل ښار کې د د نګو ودانیو د ارزونې برخې شاملې دي.

د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زي ددغه پروژو د پلي کېدو قرادادونه د دوشنبې په ورځ د خطیب وعلمي له عربي شرکت سره په ارګ کې چې ولسمشر غني هم حاضر و امضا کړل.

ښاغلي حبیب زي د دغه پروژو په اړه داسې وضاحت ورکړ:

د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زی
د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زی

"د سریع السیر بسونو لپاره د یوسلو یو لس کیلو متره سړک جوړول، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې له شلو کیلو مترو د زیاتو واټونو پخول، د زیربنا جوړول، د سطحې اوبو مدیرت، په کابل کې ښار کې د ټولو سطحي اوبو د ستونزو حل او په کابل کې د د نګو ودانیو ارزونه او په ورته وخت کې له دې وروسته چې په کابل کي کومې لوړ پوړې ودانۍ جوړیږي د ارزونې لپاره به یي غوښتنه د خطیبی شرکت ته استول کیږي."

ښاغلي حبیب زی د دغه پروژو د پلېدو د کره نېټې په اړه څه ونه ویل خو وايي د ټرانسپورټي سیسټم په ګډون ځینې پروژې چې مالي لګښت یې د افغانستان له ملي بودیجې ورکول کېږي عملي چارې به یې روان کال پیل شي.

د کابل ښاروالۍ سرپرست وايي د دغه پروژو په بشپړېدو به په کابل ښار کې ګڼه ګوڼه راکمه شي، د تګ راتګ مسیرونه به رالنډ شي، د ټرافیک سیسټم به معیاري شي او شاخوا سل زرو کسانو ته د کاري زمینې ترڅنګ به د هوا پر پاکوالي هم مثبت اغېز وکړي.

دا قرادادونه په داسې حال کې لاسلیک کېږي چې د کابل ښاریان د هوا د ککړتیا ترڅنګ د دغه ښار د ناسم ښاري وضعیت څخه شکایت کوي او په دې برخه کې د ملامتۍ ګوته شاروالۍ ته نیسي.

کابل ښاریان د دغه ښار د ناسم ښاري وضعیت څخه شکایت کوي
کابل ښاریان د دغه ښار د ناسم ښاري وضعیت څخه شکایت کوي

له دې وړاندې ولسمشر غني هم د کابل ښاري وضعیت د اندیښنې وړ بللی و خو ژمنه یې کړه وه چې ددغه ښار د وضعیت د ښه کېدو لپاره به جدي هڅې وکړي.

ولسمشر غني تېر کال تاکید وکړ چې ځينې پلانونه باید د کابل ولایت د بېلابېلو سیمو له مشرانو سره په مشورې د ښار او ولسوالۍ د ښه کېدو لپاره عملي شي.

په کابل کې د پلي کېدونکو پروژو د قرادادونو د لاسلیک پرمهال د خطیب وعلمي په نوم د نړیوال عربي شرکت مرستیال رمضان حرب د کابل ښار د بیا رغونې په برخه کې ونډه اخېستنه د ځان لپاره ښه فرصت وباله او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.

د خطیب وعلمي په نوم د نړیوال عربي شرکت مرستیال رمضان حرب
د خطیب وعلمي په نوم د نړیوال عربي شرکت مرستیال رمضان حرب

هغه زیاته کړه:

"موږ د همکارۍ لپاره له هېڅ ډول هڅو دریغ نه کوو او تاسو ته لاس درکوو څو د وضعیت د ښه کېدو لپاره په ګډه کار وکړو."

د دغه شرکت مسولین وايي چې د پروژو د تطبیق په برخه کې پنځوس کلنه تجربه لري او د لبنان په ګډون یې ورته پروژې په بېلابېلو هېوادونو کې عملي کړي دي.

د پراختیا او زیربنا په برخه کې د ولسمشر ځانګړی سلاکار همایون قیومي د دغه شرکت تجربې ته په کتو وايي چې د دغه شرکت له لورې د دا ډول مهمو پروژو پلي کېدل به ددې لامل شي چې خلکو ته بهتره خدمات وړاندې شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG