د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۵

افغانستان

کابل ښاروالۍ له یوه عربي شرکت سره ۴ تړونونه لاسلیک کړل

د کابل ښاروالۍ په کابل کې ښار کې د بېلابېلو پروژو د تطبیق لپاره له یوه نړیوال عربي شرکت سره څلور قرادادونه لاسلیک کړل.

دغه قرادادونه په ارګ کې د ولسمشر غني په حضور د کابل ښاروالۍ د سرپرست او د خطیب وعلمي شرکت د مسولینو ترمنځ لاسلیک شول.

د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زي وویل کومې پروژې چې ددغه عربي شرکت له لورې پلې کیږي په بشپړېدو به تر ډېره کابل ښاري وضعیت ښه شي.

په شوې هوکړه کې د ښاري ټرانسپورټ، د معیاري پلونو او سړکونو جوړونه، د سریع السیر او یا د تیز رفتاره سیسټم جوړول، د کابل سیند د سواحلو پاک کاري او رغول، د سطحي اوبو مدیرت او په کابل ښار کې د دنګو ودانیو د ارزونې برخې شاملې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

متحده عربي اماراتو د هرات د بس پر پېښه خواشیني څرګنده کړې ده

متحده عربي اماراتو په هرات ولایت کې د ترافیکي پیښې د قربانیانو په اړه ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې د غمشریکي څرګنده کړې ده.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په هرات کې د ترافیکې پېښې د قربانیانو شمېر ۷۹ تنه ته رسېدلی دی.

د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع د اګسټ په ۲۰ مه رسنیو ته وویل چې په مړو شویو کسانو کې ۱۹ یې یوازې کوچنیان دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت دا ترافیکي پېښه ټکان ورکونکې بللې او ویلي یې دي چې په دې اړه د څېړنو امر شوی دی.

دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو بس چې له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال پکښې سپاره وه، د تیلو له یو ټانکر سره ټکر شو او اور یې واخیست.

دا په داسې حال کې ده چې ایران په وروستیو کې له دې هیواده سلګونو زره افغان کډوال ایستلي او هره ورځ زرګونو کسان د اسلام کلا له لارې افغانستان ته ننوځي او د هرات له لارې نورو ولایتونو ته سفر کوي.

وانګ یي: د همکارۍ خوندي کولو لپاره دې طالبان د نړيوالو ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره جدي اقدامات وکړي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره ولیدل.

د سینهوا خبري اژانس د راپور له مخې وانګ یي په دې خبرو کې وويل چې چين اقتصادي پرمختګ ته د لومړيتوب ورکولو د تګلارې ملاتړ کوي او د دې پرمختګ لپاره مرستې ته لېواله دی.

وانګ يي زیاته کړې چې چين به د طالبانو د شتمنيو له کنګل سره مخالفت ته دوام ورکړي، او په سرحدي سيمو کې د سولې او ارامښت د ساتلو لپاره به د واخان دهليز کې د دوه اړخيزو ګزمو د بیا پيل ملاتړ وکړي. همداراز ده له طالبانو غوښتي چې د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ او نورو نړيوالو ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره جدي اقدامات وکړي چې د چين او افغانستان همکاري خوندي شي.

په راپور کې راغلي چې حقاني په نړيواله ټولنه کې د طالبانو د حکومت د ادغام لپاره د چين د ملاتړ وستایه.

افغان کډوال د پاکستان په عامه پارکونو کې اوسېدو ته اړ شوي دي

د پاکستان په اسلام اباد کې لسګونو کورنۍ په عامه پارکونو کې اوسېدو ته اړې شوې دي.

وروسته له هغه چې پاکستان له دې هیواده د افغان کډوالو ایستل پیل کړل، ګڼ شمېر افغانان وايي چې د کورونو څېښتنانو دوی د کرایې له کورونو وایستل او دوی اوس د سرپناه ځای نه لري.

د افغان کډوالو پر وړاندي په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستاني چارواکو د سختو اقداماتو له مخې د اخراج لړۍ ګړندۍ شوه.

ملګري ملتونه وايي چې پاکستان د سپتمبر تر لومړۍ نیټې مخکې د راجستر شویو افغانانو ایستل پیل کړي دي چې کولی شي له یو ملیو زیات یې وتلو ته اړ کړي. دا سره له دې چې شاوخوا ۱.۳ میلیونه کسان د کډوالۍ ثبت شوي اسناد لري.

د ملګرو ملتونو په وینا، د جون راهیسې نژدې ۷۰۰،۰۰۰ افغانان له ایران څخه ایستل شوي دي، چې د مرستندویه ادارو په وینا په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو بیا واکمنېدو راهیسې د افغان کډوالو د ستنیدو ترټولو لوی بحران دی.

په هرات کې پر مرګونې ترافیکي پېښه غبرګونونه

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي په هرات کې تر یوې مرګونې ترافیکي پیښې وروسته د قربانیانو کورنیو او ژوندیو پاتې شویو کسانو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

پلاوي د چهارشنبې په ورځ پر ایکس ټولنیزه شبکه په یوه پیغام کې لیکلي:

"په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي په هرات کې د هغې غمجنې ترافیکي پیښې په اړه خپله ژوره خواخوږي څرګندوي، چې د ۱۹ کوچنیانو په ګډون ۷۹ کسان پکې ووژل شول."

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو چارواکو او عیني شاهدانو ویلي چې دا پیښه د سې شنبې په شپه هغه مهال رامنځته شوه چې یو مسافر وړونکی بس د موټرسایکل او د تیلو له یوه ټرک سره ټکر شو، چې له امله یې اور ولګېد.

د چارواکو په وینا، بس د اسلام کلا له سرحدي سیمې څخه مسافر لیږدول، چې معمولا له ایرانه د ایستل شویو کډوالو د ستنېدو نقطه ده.

ایراني چارواکو په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په تیرو شپږو میاشتو کې ۱.۲ ملیون افغان کډوال ایستل شوي او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو څو میاشتو کې ۸۰۰،۰۰۰ نور له دې هیواده ووځي.

د طالبانو حکومت د پاکستان او چین د لوړپوړو چارواکو کوربه دی

د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د چهارشنبې په ورځ د پاکستان، چین او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو د شپږمې درې اړخیزې غونډې لپاره کابل ته ورسید.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې له ده سره د افغانستان لپاره ځانګړی استازی، محمد صادق، او د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي هم کابل ته رسېدلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار به په کابل کې د ترهګرۍ ضد مبارزې او د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

دا خبره یوه میاشت وروسته له هغه ده چې روسیه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو سره لومړی او تر اوسه یوازینی هیواد شو

متقي نن په کابل کې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره ګوري

تمه ده چې نن چهارشنبې د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران په کابل کې وګوري.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار به په کابل کې د ترهګرۍ ضد مبارزې او د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

باختر وړاندې لیکي، وانګ يې به د طالبانو د حکومت له مشرانو سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او اقتصادي همکاریو په اړه هم خبرې وکړي.

ټاکل شوې وه چې د اګست په لومړیو کې امیرخان متقي پاکستان ته د سفر پر مهال له خپل پاکستاني او چینایي سیالانو سره وګوري، خو دا ناسته وروسته له هغه وځنډېده چې ملګرو ملتونو امیرخان متقي چې د دې سازمان د بندیزونو په لېست کې شامل دی د سفر اجازه ور نه کړه.

 په هرات کې د مسافر وړونکي بس د ټکر په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمیر ۷۶ تنو ته پورته شو

د هرات په ولایت کې د یوه مسافر وړونکي بس او یوه لاري د ټکر د قربانیانو شمېر ۷۶ تنو ته رسېدلی دی.

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي ویلي چې دغه ترافیکي پېښه د سه‌شنبې په شپه (د اګست ۱۹مه) رامنځته شوې او په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۶ کسان وژل شوي دي.

د متقي په وینا، دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې د له ایرانه ایستلو شوو کډوالو یو مسافر وړونکی بس د اسلام‌قلعه ـ هرات پر لاره له یوې لاري سره ټکر وکړ او اور واخیست.

نوموړي زیاته کړې چې د پېښې ډېری قربانیان د کابل، پروان، کاپیسا، غزني او بامیان ولایتونو اوسېدونکي وو، چې د هرات قول اردو مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

له دې وړاندې په ځینو راپورونو کې د وژل شویو کسانو شمیر ۶۰ یاد شوی وو.

په هرات ولایت کې د طالبانو یو سیمه ییز چارواکي د فرانسي خبري اژانس ته ویلي، "په دې بس کې هغه افغانان سپاره وو چې ایرانه اخراج او د کابل په لور روان وو".

د هغه په ټکو، دغه مسافر په اسلام قلعه کې بس کې سپاره شوي وو.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جرمني خبري اژانس ته د دغې پېښې په تایید سره ویلي چې د پېښې قربانیان له ایرانه اخراج شوي کډوال دي.

په اسلام قلعه کې چیرته چې پېښې رامنځته شوي، د طالبانو پولیسو ویلي چې په سیمه کې یو موټرسیکل هم د دې کډوالو له بس سره ټکر کړی دی.

د قربانیانو ډیر شمیر په بس کې سپاره کسان دي، خو په لارۍ کې دوه او پر موټرسیکل سپاره دوه کسان هم په پېښه کې وژل شوي دي.

د طالبانو د حکومت پولیسو په یوه خبرپاڼه کې د دغې پېښه علت د بس چلوونکي ډیر سرعت او بې احتیاطي یاده کړی دی.

سیلابونو په اتو ولایتونو کې څلور کسان مړه کړي دي

د طالبانو د حکومت پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې چارواکي وايي، د شدیدو بارانونو او ناڅاپي سیلابونو له کبله په اتو ولایتونو کې څلور کسان مړه او یو تنه ټپي شوی دی.

د دغې ادارې په ټکو، سیلابونو په زرهاوو کورونه او کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړي دي.

د دې ادارې د اطلاعاتو مسول محمد یوسف حمد وايي، دغه سیلابونه په کابل، کاپیسا، پروان، پکتیکا، لوګر، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې راوتي، خو دا یادونه يې نه ده کړې چې ډیر زیان د کوم ولایت اوسیدنکو ته رسیدلی دی.

د سیلابونو له کبله دا زیانمونه په داسې حال کې دي چې د همدې میاشتې په پیل کې په جوزجان، لغمان، کنر او خوست ولایتونو کې سیلابونو پنځه کسان مړه کړي وو.

ملګرو ملتونو په افغانستان ناڅاپي سیلابونه د اقلیمي بدلون نښې بللي او له نړیوالو يې د اړمنو خلکو لپاره د مرستو غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه

کابل-د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ
کابل-د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ

ټاکل شوې ده چې د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران سبا په کابل کې سره وګوري.

د پاکستان جیو نیوز د راپور له مخې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم اسحاق ډار به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز ( سپک) پروژې د پراختیا په لارو چارو بحث وکړي.

د اګست په پیل کې، ټاکل شوې وه چې امیرخان متقي په دې درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره پاکستان ته سفر وکړي، خو هغه مهال دا غونډه وروسته له دې لغوه شوه چې څرګنده شوه چې ملګرو ملتونو متقي ته، چې نوم یې د بندیزونو په لیست کې دی، د سفر اجازه نه ده ورکړې.

د ناټو سرمنشي: د اوکراین د امنیتي تضمینونو بحثونه روان دي

مارک روته د ناټو سرمنشي
مارک روته د ناټو سرمنشي

د ناټو عمومي منشي مارک روته وایي، د اوکراین لپاره د داسې امنیتي تضمینونو د ورکړې بحثونه روان دي لکه د ناټو غړیو هیوادونو چې ترلاسه کړې دي.

ښاغلي روته په سپینه ماڼۍ کې د دوشنبې په ورځ د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او اروپایي مشرانو سره تر غونډې وروسته فاکس نیوز ته وویل چې واشنګتن د اوکراین لپاره په امنیتي تضمینونو کې لیوالتیا ښودلې ده، چې د ناټو د پنځمې مادې په څير به وي.

روته زیاته کړه، په هغه څه چې بحث روان دی د ناټو غړیتوب نه دی، خو د ناټو د غړیو هیوادو په څير به دا تضمین ورکول کیږي چې پنځمه ماده یې روښانوي، یعني د ناټو پر یوه غړي برید د ناټو پر ټولو هیوادونو د برید په معنا دی.

زیلینسکي تر دې مخکې د ناټو تړون د پنځمې مادې پراساس له لویدیځ څخه د مرستې د تضمینونو غوښتنه کړې وه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG