د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

اشرف غني: وزیرستان کې د پاکستان عملیاتو هدف حقاني شبکه نه‎وه


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، هېڅ داسې سند په لاس نه‎لري چې ثابته کړي، پاکستان دې د حقاني شبکې او د افغان طالبانو د مشرانو پر ضد عملیات کړي وي.

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، پاکستان د ترورېزم پر وړاندې صادقانه مبارزه نه‎ده کړې او په وزیرستان کې یې هم چې کوم عملیات کړي، حقاني شبکه‎یې هدف نه‎وه.

محمد اشرف غني د پاکستان له جیو نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، افغان ځواکونو یولس ځله د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل‎الله پر ضد عملیات کړي، خو د پاکستان د ورته حملې هېڅ ثبوت نه‎لري.

په دغې مرکه کې چې د یکشنبې په شپه خپره شوه، ولسمشر محمد اشرف غني پر پاکستان له دې کبله انتقاد کړی چې په خاوره کې یې حقاني شبکه او د طالبانو مشران آزاد تګ راتګ کوي، برملا غونډې جوړوي او فعالیت کوي، خو پر وړاندې یې اقدام نه کېږي.

غني: پاکستان په وزیرستان کې یې هم چې کوم عملیات کړي، حقاني شبکه‎یې هدف نه‎وه. - آرشیف
غني: پاکستان په وزیرستان کې یې هم چې کوم عملیات کړي، حقاني شبکه‎یې هدف نه‎وه. - آرشیف

ښاغلی غني وايي:

"دا خبره څوک ردولی شي چې د طالبانو دفترونه په کوټه کې دي؟ تاسې ورشئ هلته له طالبانو سره خبرې وکړئ، که‎یې ادرس غواړئ، زه به‎یې درکړم، طالبان په ازاده توګه استخدام کوي، مالي او لوجېستیکي ملاتړ یې کېږي، موږ یوولس ځله پر فضل‎الله بمباري کړې، دا چې هغه ۷ ساوې لري، زما مشکل نه‎دی، ایا تاسو د حقاني شبکې، ملا عمر او ملا منصور پر ضد د کومې حملې بېلګه راښودلی شئ؟ منصور له کراچۍ څخه د پاکستان په پاسپورټ سفرونه کول، آیا فضل‎الله په افغاني پاسپورټ له کابل، هرات یا کندهاره سفر کوي؟ وګورئ، کله چې هغوی ټپيان شي، درملنه‎یې کېږي او په اسلام‎اباد کې غونډې جوړوي."

له پاکستان سره د افغان حکومت اړیکې وروسته له هغې ترینګلې شوې چې د سولې په اړه د څلور اړخیزو غونډو په ترڅ کې طالبانو د حمل په ۳۱ د کابل محمود خان پله ته څېرمه خونړۍ حمله وکړه.

طالبانو د حمل په ۳۱ د کابل محمود خان پله ته څېرمه خونړۍ حمله وکړه.
طالبانو د حمل په ۳۱ د کابل محمود خان پله ته څېرمه خونړۍ حمله وکړه.

وروسته افغان ولسمشر د پاکستاني چارواکو پر وړاندې خپله لهجه تُنده کړه او د ملي امنیت مسئولینو وویل چې دغه حمله په پاکستان کې پلان شوې وه.

له دې حملې سره سم ولسمشر محمد اشرف غني وویل، نور له پاکستانه د سولې هیله نه‎لري خو دا ترې غواړي چې د ښه او بد ترهګر تر منځ توپير ونه‎کړي او هغه مخالفین وځپي چې د سولې مخالف دي.

ولسمشر محمد اشرف غني له جیو نیوز سره په مرکه کې ویلي، د پاکستان او افغانستان ولسونه سره وروڼه دي، خو له حکومت سره به‎یې هغه مهال اړیکې ښې شي چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"لومړی قدم دا دی چې دوی باید د معلومو ترورېستانو په لټه کې شي، دا معلومه خبره ده چې که دوی د ترهګرو پر وړاندې عملي اقدام ونه‎کړي، موږ باور نه‎کوو، دویم قدم دادی چې دوی باید د څلور اړخیزو غونډو ژمنې عملي کړي چې هغه د سوله خوښوونکو او جګړه خوښوونکو مخالفینو موضوع ده، هغه مخالفین چې سوله نه‎غواړي باید له پاکستانه بهر کړای شي."

ولسمشر په خپله دې مرکه کې ویلي، د افغانستان بهرنۍ پالېسي مستقله ده او له هر هېواد سره‎یې اړیکې په بل هېواد بد اغیز نه‎شي کولای.

له پاکستانه د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د عملي همکارۍ غوښتنې له ډېرې پخوا څخه کېږي، خو تر اوسه‎یې د افغان چارواکو په باور څرک نه‎لګېږي.

دا نه‎ده معلومه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې به بېرته ښې او که د یو بل د ملامتولو له لارې به د اوسني وضعیت په څېر ترینګلې پاتې شي.

خو افغان ولسمشر د افغانستان او پاکستان د حکومتونو تر منځ د اړیکو بېرته ښه‎والی، د ترورېزم پر وړاندې د پاکستان پر عملي اقداماتو پورې مشروط بولي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG