د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

ساجد: مرکز کې ځیني لاسونه طالب ولکې لاندې کانونو تړونونه تړي


په مرکز کې ځیني کړۍ په هغو سیمو کې چې د طالبانو په ولکه کې دي، د کانونو د کیندلو تړونونه لاسلیک کوي.

د میدان وردکو ولایت امنیتي مسوولین وايي، په سیمه کې د ناامنیو، یو لامل د وسله والو مخالفینو په لاس، د کانونو کیندل دي.

د دغه ولایت د ملي امنیت رئيس محمد طاووس ساجد دا خبره د یکشنبې په ورځ، د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې وکړه.

ښاغلی ساجد وایي، د ناامنو سیمو د کانونو د کیندلو تړونونه په مرکز کې، د ځینو کړېو له خوا کیږي.

ښاغلی ساجد وایي، د ناامنو سیمو د کانونو د کیندلو تړونونه په مرکز کې، د ځینو کړېو له خوا کیږي.
ښاغلی ساجد وایي، د ناامنو سیمو د کانونو د کیندلو تړونونه په مرکز کې، د ځینو کړېو له خوا کیږي.

دی وايي، د دغو کانونو د کیندنو ۶۰ فیصده پیسې د وسله والو مخالفینو جیبونو ته لویږي او ټینګار کوي چې دغه پیسې ډېر ځله د امنیتي ځواکونو پر ضد کارول کیږي.

ښاغلي ساجد زیاته کړه:

"موږ ډېر ځله دا موضوع شریکه کړې چې کانونه په هغو سیمو کې استخراجیږي چې ناامنه دي او طالبان پرې ولکه لري. د دې کانونو پر عواېدو وسله وال مخالفین تجهیز او بېرته د امنیتي ځواکونو پر خلاف کاریږي. له بده مرغه دا تړونونه په مرکز کې لاسلیک کیږي او دا د لویو کسانو کار دی."

دا اندیښنې په داسې حال کې راپورته شوي چې پخوا تر دې د ملي امنیت شورا ویلي امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه شوې چې د مخالفینو ټولې منابع له منځه یوسي.

یوه میاشت مخکې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانز مایکل میلیبن ویلي چې افغانستان د کانونو د غېر قانوني کیندنو له امله هر کال، سل میلیونه ډالره عواید له لاسه ورکوي او مخالفین ځینې ګټه اخلي.

په کابل کې د اروپایې ټولنې سفیر فرانز مایکل میلیبن
په کابل کې د اروپایې ټولنې سفیر فرانز مایکل میلیبن

بل خوا د کانونو او پیټرولیم وزارت په ناامنو سیمو کې د کانونو د کیندلو د تړونونو پړه، پر پخواني حکومت اچوي.

د دې وزارت ویاند محي الدین نوري وايي:

"په دې حکومت کې په امنو سیمو او په تېره په دغه ولایت کې د کانونو د استخراج تړونونه نه دي شوي. هر تړون چې په کې شوی، په تېر حکومت کې شوی. د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو وروسته، څه باندې شل ورته تړونونه چې پخوا لاسلیک شوي وو. لغوه شوي دي."

د کانونو او پیټرولیم وزارت ویاند محي الدین نوري
د کانونو او پیټرولیم وزارت ویاند محي الدین نوري

سربېره پردې د مشرانو جرګې ځیني غړي د میدان وردکو ولایت د کانونو د غېر قانوني کیندنو په اړه د سیمې د ملي امنیت د رئيس له خبرو سره موافقه ښیي خو د کانونو او پترولیم وزارت ویاند وايي، د دې وزارت ستراتیژي دا ده چې په ناامنو سیمو کې د کانونو د کیندنو تړونونه نه لاسلیک کوي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال فرهاد سخي چې د یکشنبې په ورځ یې د جرګې مشري کوله وویل چې د دې پوښتنې ځوابولو ته باید د مربوطو ارګانونو مسوولین، د جرګې اړوندو کمېسیونو ته راوغوښتل شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG