د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

ایسا په "افغانستان کې د پانګونې" نړیوال کمپاین پیل کړ


ایسا، یا په افغانستان کې د پانګې اچونې ملاتړې ادارې، په هېواد کې د پانګونې په مقصد، نړیوال کمپاین پیل کړ.

د دې ادارې مسوولین وايي له یاد کمپاین نه یې هدف دادی چې افغانستان سیمې او نړۍ ته د پانګې اچونې لپاره، د یو مناسب ځای په توګه معرفي شي.

په افغانستان کې د پانګې اچونې ملاتړه اداره "ایسا " وايي، په هېواد کې د پانګې اچونې د نړیوال کمپاین هدف دادی چې بهرني پانګوال په دې هېواد پانګونې ته وهڅوي.

د دې ادارې رئيس قربان حقجو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د دغه کمپاین د پیلولو پرمهال وویل، له دې سره به دا هېواد د بهرنۍ پانګې اچونې لپاره د یو نوي او مناسب ځای په توګه معرفي شي.

ده وویل په هېواد کې به بهرنۍ پانګې اچونې زیاتي او خلکو ته به د کار زمینې برابرې شي.

لومړی، هدف په پانګونه کې د ټولو سکتوري بنسټونو لید لوری
لومړی، هدف په پانګونه کې د ټولو سکتوري بنسټونو لید لوری

هغه زیاته کړه:

"لومړی، هدف په پانګونه کې د ټولو سکتوري بنسټونو لید لوری، دوهم، د بهرنیو پانګو مستقمه راجلبونه ده، دریم، د کورنیو پانګوالو جلبول، څلورم، د کورنیو پانګوالو لپاره د عملي کیدونکي پالیسیو او اسانتیاو برابرول، پنځم، د پانګوالو د راجلبولو لپاره د کړنلارو بدلون او شپږم د پانګې اچونې په برخه کي د افغانستان ورپیژندل، په سیمه او نړۍ کې."

ښاغلي حقجو وویل، په افغانستان کې د پانګې اچونې لپاره نړیوال کمپاین، د حکومت په چوکاټ کې د تخنیکي اسانتیاو، د پانګونې لپاره د سالمې فضا د رامینځته کېدو او تبلیغ له لارې پلی کېږي.

ده وویل د دې کمپاین په موادو کې د کرنې سکتور، د برېښنا د تولید منابع، کانونه، ساختماني چارې او داسې نورې شاملې دي.

د هېواد مشهور هنرمند فرهاد دریا چې د دې کمپاین د پرمخ بیولو لپاره د ملګرو ملتو افتخاري سفیر پیژندل شوی، ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به د ایسا د ادارې ښه همکار اوسي.

فرهاد دریا: زه به په دې برخه کې د ایسا ادارې سره همکار یم
فرهاد دریا: زه به په دې برخه کې د ایسا ادارې سره همکار یم

​ د ایسا د ادارې مسوولین وايي، په هېواد کې اقتصادي وده له ۲۰۱۳ میلادي کار را وروسته کمزورې شوې ده.

دوی وايي، پکار ده چې د اقتصادي ودې د چټکتیا لپاره جدې هڅې وشي.

د ایسا ادارې په هېواد کې د سوداګرۍ د پراختیا او لا پانګې اچونې په مقصد، دوه میاشتې مخکې" په کسب وکار کې د ابتکار" په نامه یو پروګرام هم پیل کړی دی.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجراییه رئیس عبدالله وايي د ملي یووالي حکومت په هېواد کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د فعالیتونو ملاتړ کوي.

دې چې په دې مراسمو کې حاضروو، وېې ویل:

حکومت په هېواد کې د پانګوالو د فعالیتونو ملاتړ کوي
حکومت په هېواد کې د پانګوالو د فعالیتونو ملاتړ کوي

"نن چې دا ګام پورته شوی، لوی ګام دی، خو چې په راتلونکي کې نورګامونه هم ورپسې واخیستل شي، د حکومت لخوا د پانګې اچونې او له ملي تولیداتو څخه د ملاتړ په برخه کې، ډاډ درکوم."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل، کورنیو تولیداتو ته پاملرنه کولي شي چې د هېواد په وضعیت کې مثبت بدلون راولي.

ښاغلي الکوزي دا هم وویل، د پانګې اچونې او خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره دې عملي ګامونه پورته شي.

راپور:خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG