د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

دفاع وزارت د مخالفینو پر وړاندې جنګي تکتیکونه بدل کړي


د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي، په دې وروستیو کې دښمن له ماتې سره مخ او د هېواد امنیتي وضعیت مخ په ښه کیدو دی.

د دې وزارت ویاند دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره د هوايي ځواکونو پر کارولو سربېره په جنګي تکتیکونو کې هم بدلون راوستل شوی دی.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"موږ په خپلو تکتیکونو کې بدلونونه راوستي، په دې عملیاتو کې د شپې عملیات، د کماندو ځواکونو کارول او پر مخالفینو د هوایي ځواک بریدونه شامل دي."

ښاغلي وزیري وویل، د وسله والو مخالفینو پر وړاندې هره ورځ یو لړ چریکي او د شپې له خوا عملیات پلانیږي چې د طالبانو قوماندانان او داسې نور مهم کسان په کې په نښه کیږي.

وزیري: وزیري وویل، د وسله والو مخالفینو پر وړاندې هره ورځ یو لړ چریکي او د شپې له خوا عملیات پلانیږي
وزیري: وزیري وویل، د وسله والو مخالفینو پر وړاندې هره ورځ یو لړ چریکي او د شپې له خوا عملیات پلانیږي

دی وايي، له دغو عملیاتو دوی ښې نتیجې ترلاسه کړي دي.

له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو تر لېږد وروسته، افغان ځواکونه اوس مهال دا توانايي لري چې د شپې له خوا هم عملیات وکړي.

پخوا تر دې ولسمشر غني هم ویلي چې د افغان پوځ کماندو ځواکونه، د تېر په پرتله پیاوړي شوي او هره شپه له ۱۲څخه تر ۱۵ پورې عملیاته په افغانستان کې ترسره کیږي.

د چارو پوهان د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د جنګي تکتیکونو بدلول ګټور ګڼي خو وايي چې د دې عملیات لمن باید پراخه شي.

د دې کارپوهانو له ډلې پخواني جنرال عتیق اله امرخېل ازادي رادیو ته وویل:

"د شپې له خوا فعالیتونه او یا په عملیاتو کې د هوايي ځواک کارول په داسې شرایطو کې چې جنګ جبهه یي نه بلکې تروریستي دی، اغېزناک تمامېږي."

ښاغلی امرخېل د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د جنګي تکتیکونو بدلول ګټور ګڼي
ښاغلی امرخېل د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د جنګي تکتیکونو بدلول ګټور ګڼي

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د افغان ځواکونو له پیاوړتیا او تجهیزیدلو سره، د هېواد هوايي ځواک هم زیات شوی دی.

ښاغلي امرخېل ټینګار کوي چې افغان هوايي ځواک باید له دې هم پیاوړی شي ځکه چې دا ځواک د وسله والو مخالفینو په ځپلو کې مهم رول لوبولی شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG