د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

د افغان ځواکونو د امنیتي وضعیت څرنګوالی


د افغانستان امنیتي بنسټونه وايي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونه د پیاوړي روحیې سره په ښه موقف کې قرار لري.

په همدې حال کې دغه ادارې د امکاناتو او تجهیزاتو په برخه کې ځينې ستونزې هم تاییدوي.

خلک وايي چې که امنیتي ځواکونه تجهیز او د هغوی امکانات ډیرنه شي په شته امکاناتو نه شي کولای د ډاډ وړ امنیت تامین کړي.

د افغان امنیتي ځواکونو د پام وړ ټولو پرمختګونو سره اوس هم لیدل کیږي چې دا ځواکونه د تجهیزپه برخه کې جدي اړتیاوې او ستونزې لري.

داسې چې ډیرکله پلي ځواکونه په اوسنیو سختو شرایطو کې نه شي کولای چې د هوايي ځواکونو لازمې مرستې ترلاسه او د دښمن په مقابل کې له درنو وسلو سره وجنګیږي.

د ملي دفاع وزارت هم مني چې د ځمکنیو ځواکونو په برخه کې جدي ستونزې نه ترسترګو کیږي خو په ډيرو برخو کې لاهم هوايي ځواکونه په بشپړ ډول فعال نه دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې له دې ټولو سره افغان ځواکونه د تیري په حال کې دي او په لوړې روحیې سره جنګیږي:

((د افغانستان وسله وال ځواکونه اوس د تیري په حال کې دي؛ موږ پلان شوي عملیات لرو نو اردو په ښه موقف کې ده او زموږ د ځمکنیو ځواکونو په برخه کې کومه جدي ستونزه نشته خو د هوايي ځواک په برخه کې ستونزې لرو ځکه چې د هوايي ځواک ځينې برخې رادار،توپچي د بمبار پیاوړې طیارې چې ملاتړي وي لا فعال شوي نه دي.))

ښاغلی وزیري وايي، له هغې وروسته چې د هېواد امنیت ټولې چارې په ګوښي ځان افغان ځواکونو ته پاتې شوې د وسله والو مخالفینو فشار ډيرشوی او د افغان ځواکونو مرګ ژوبله هم لوړه شوي ده.

هغه وايي چې افغان ځواکونو ثابته کړي چې وسله وال مخالفین د دې توان پیدا نه کړي چې خپلو اهدافو ته ځان ورسوي.

که دفاع وزارت د هوايي ځواک تجهیزد ستونزې په ډول یادوي د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې په تخنیکي برخه کې عصري امکانات نه لري.

د کورینو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

((شرایط دا ایجابوي چې په تخنیکي برخو کې نوي وسایل ولرو، خو بدبختانه هغه څه چې موږ ورته نن ورځ اړتیا لرو هغه کافي نه دي،مثلا د ماینونو په کشف او سرحداتو ساتنې برخه کې نوي ټکنالوژی ته اړتیا لرو په همدې ډول په هوايي برخه کې هم اړتیا احساسیږي چې باید ورته پاملرنه وشي.))

د ارقاموله مخې افغانستان دمګړی شاوخوا درې نیم لکه امنیتي ځواکونه لري چې له دې ډلې یې یو نیم لک ملي پولیس او نږدې دیرش زره نور سیمه ییز پولیس تشکیلوي.

که امنیتي دغه وزارتونه په ځينو خاصو برخو کې د ستونزې یادونه کوي بل خوا داسې راپورونه هم خپاره شوي چې ډير امنیتي ځواکونه د کمو امکاناتو، نه پاملرنې او کمزوري مدیریت څخه ستړي ښکاري او د ځواکونو له لیکو وځي.

داسې راپورنه خپاره شوي چې چې له همدې امله هره میاشت شاوخوا څلور زره ځواکونه د ملي پولیسو او اردو له لیکو وځي، خو دا هغه موضوع ده چې دفاع وزارت یې ردوي.

په همدې حال کې د ملي امنیت ریاست بیا وايي چې د هېواد امنیت د ساتنې لپاره له هرې ممکنې لارې هڅې کیږي.

د دې ریاست ویاند حسیب صدیقي وايي چې افغان امنیتي ځواکونه به پیاوړی عمل وکړي او هیڅوک نه شي کولای چې د پرمختګ مخه یې ډب کړي:

((افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ته به د خپلو وطنوالو د ساتنې د هیواد د تمامیت، دامنیت د تامین او اساسي قانون څخه د دفاع په خاطر د هر ډول ممکن تکتیک څخه استفاده وکړو.))

ښاغلی صدیقي وايي، که څه هم ملي امنیت په کابل کې د وروستیو خونړیو پیښو په کنترول نه دی بریالی شوی خو په ټوله کې دوی زیاتې لاسته راوړنې لري.

د معلوماتو له مخې د ملي امنیت ریاست په تیرو دریو میاشتو کې ۵۴۸ تنه د تروریستي فعالیتونو په تړاو نیولي او نږدې ۱۷ زره کیلو ګرامه چاویدونکي توکي یې ضبط کړي دي.

خوله دې ټولو سره خلک وايي چې په همدې امکاناتو افغان حکومت نه شي کولای د خلکو امنیت او د هیواد پولې وساتي.

دوی له ازادي راډيو سره په خبرو کې له افغان حکومت څخه غوښتي چې د ځواکونو تجهیز ته کار وکړي او په دې برخه کې تر نړیوالو قدرتونو لاس وغځوي:

((بادشاه ګل د پکتیا ولایت اوسیدونکی یم که امنیتي ځواکونه تجهیز نه شي سوله او امنیت دغه هیواد ته نه راځي هره ورځ به همدا حال وي چې دا و مو لیده او زه وایم چې که همداسې پآتې شي د خاورې د ساتلو توان به ونلري نو په کار ده چې د هغوی امکانات ډير شي.))

((عظیم الدین زما نوم دی فکر داسې کیږي چې زمونږ ځواکونه صحیح وسلې نه لري او کشف نه شي کولای، زمونږ مشران باید لږ پام وکړي او د امریکا ملګرو ملتونو چین یا بل کوم هیواد څخه د هیواد په خاطر د څه غوښتنه وکړي.))

په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو او ناټو د دیارلس کلن پوځي ماموریت څخه وروسته د روان میلادي کال په لومړی ورځ د ټول هیواد د امنیت چارې افغان ځواکونو په خپله غاړه واخیستې.

له هغې نیټې وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ماموریت د غوڅ ملاتړ ماموریت دی چې له مخې یې افغان ځواکونو ته زده کړې او مشورې ورکول کیږي او مستقیما په جنګ کې ښکیل نه دي.

په داسې حال کې چې له پخوا جنګ ډير شوی او د نړیوالو ځواکونو رول هم محدود دی نو سوال دا دی چې افغان ځواکونه څه او څه ته ډیره اړتیا لري.

نظامي څیړونکی محمد اسحاق اتمر وايي چې افغان ځواکونه د نړیوال تروریزم سره په جګړه بوخت دي او په کار ده چې د نړیوالو لویو قدرتونو اوږد مهاله مرستې ولري:

((هغه قرباني چې زمونږ ځواکونه یې کوي د قدر وړ ده ولې کافي نه ده، مونږ په لوی جنګ کې ښکیل یو نو په کار ده چې مونږ کافي امکانات ولرو او ځواکونه باید ښه امتیاز ولري په همدې ډول هغه ستونزې چې دوی یې لري باید ختم شي،د هوايي ځواک ښه ملاتړ او د نړیوالو قدرتونو ژمنې ولرو.))

په بېلابېلو ولایتونو کې یو ځایې څو جګړې او د افغانستان په ځينو سیمو کې د اسلامي دولت په نامه د جنګیالیو فعالیت د دې سبب شوی چې افغان ځواکونه څو ځایه په جګړو بوخت شي او د تجهیز په اړه یې بحث راپورته شي.

له دې سره د ولسي جرګې یو شمیر غړي په دې باور دي چې د افغانستان جنګ د سیمې او استخباراتو جنګ دی چې افغان حکومت یې هم باید په وړاندې نړیوال مرسته کونکي ولري.

د دې شورا یوه غړي عبدالقادر ځاځي وطندوست ازادي راډیو ته وویل چې د جنګ د کمیدو لپاره باید د تروریزم په ملاتړي هیواد فشار راشي او له دې پرته بله لار جنګ کمولای نه شي:

((دا د استخباراتو او سیمې جنګ دی، زمونږ سیاسیون باید د نړیوالې ټولنې سره خبرې وکړي ځکه دښمن اوسو ټولو ته معلوم دی چې د تروریزم ریښې چیرې دي او څوک هغه پالي، نو په کار ده چې نړیواله ټولنه فشار راوړي او له هغې پرته زه فکر نه کوم چې که مونږ هر څومره تجهیز او ځواکونه مو ډير شي دا جنګ ختم کړای شو.))

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ملي امنیت له ټولو څخه په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې روان جنګ د افغانانو تر منځ جنګ نه دی بلکې وسله وال طالبان په افغانستان کې د پاکستان نیابتي جګړه مخې ته بیایي.

د چارو کارپوهان وايي نړیوال هیوادونه چې له افغانستان سره ستراتژیک تړونونه لري باید د افغان ځواکونو تجهیز ته پام وکړي ځکه دا ځواکونه د تروریزم ګواښ د کمیدو لپاره په لومړی خط کې له سختو شرایطو سره جګړه کوي.

دا څيړونکي وايي چې د افغان ځواکونو د تجهیز ژمنې تر څنګ نړیواله ټولنه باید د تروزیزم په پالونکي هیواد فشار راوړي تر څو له دې لارې هم د جګړې لمن ټولیدو ته زمینه برابره شي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG