د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

کارټر: د جان نیکولسن صلاحیتونه زیات شول


د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر وايي چې په افغانستان کې د وضعیت ښه کېدو لپاره یې حکومت د غوڅ ملاتړ ځواکونو د عمومي مشر جان نکولسن صلاحیتونه ډېر کړي دي.

ښاغلی کارټر وايي چې د تروریزم د له منځه وړلو لپاره به له دې وروسته قوماندان نکولسن وکولای شي چې له اړتیا سره سم ځواکونه د جنګ میدان ته ولېږي او د دښمن پلانونه له هدایته مخکې له منځه یوسي.

د امریکا د دفاع وزیر اشټون کارټر وايي چې حکومت یې په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان صلاحیتونه له بل هر وخته ډېر کړي دي.

ښاغلي کارټر د سې شنبې په ورځ په کابل کې له جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې د قوماندان جان نکولسن صلاحیتونو ډېرېدل به په افغانستان کې د وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.

جان نیکولسن
جان نیکولسن

هغه زیاته کړي:

"هغه تصمیم چې د امریکا متحده ایالاتو نیولای د افغانستان او د افغانستان د راتلونکو نسلونو په اړه تصمیم دی، له دې سره ډاډمنه فضا رامنځته شوي ده او په ورته وخت کې هغو خلکو او قوتونو ته یو روښانه پیغام دی چې سوله نه غواړي، دا چې دوی د جنګ په میدان کې خپلو شومو هیلو ته نشي رسېدلای."

د امریکا دفاع وزیر ښاغلي کارټر کابل ته د خپل دریم سفر په مهال وویل چې افغانستان ته د دې سفر هدف یې دا وه چې قوماندان نکولسن ته نوي صلاحیتونه ورکړي، افغانانو ته د مرستو د دوام ژمنه او خلکو ته د امریکا د حضور پیغام ورسوي.

نړیوالو ځواکونو ته د جنګ په ډګر کې د صلاحیتونو زیاتېدو اعلان تر څنګ د تېرې شنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو او متحدینو یې په وراسا کنفرانس کې له افغانستان سره د مالي مرستو لپاره هم سینه ډبولي ده.

په ورته وخت کې جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي چې په افغانستان کې د امریکا د حضور له دوامه هر کلی کوي او وايي دې اعلان مخالفینو ته واضح پیغام رسولای دی.

غني: په افغانستان کې د امریکا د حضور له دوامه هر کلی کوو.
غني: په افغانستان کې د امریکا د حضور له دوامه هر کلی کوو.

هغه زیاته کړه:

"جنرال نکولسن ته زما او د جمهور رئیس بارک اوباما له خوا د تروریزم ځپلو لپاره پراخ صلاحیتونه ورکړل شوي دي له دې سره دی کولای شي چې د جګړې لپاره ځواکونه پېشبیني کړي، کولای شي خپلې قواوې هلته ولېږي په دې شکل چې وضعیت خرابیدو ته پرېنږدي او کولای شي په لومړیو مرحلو کې دوښمن له منځه یوسي اول دا هدایت داسې وو چې باید منتظر شوی وای هغه ګټور نه وو اوسنی حالت یو ګټور ګام دی."

د نظامي چارو یو شمېر څېړونکي وايي، د وضعیت د کنټرول لپاره د ځانګړو صلاحیتونو درلودل ګټه کوي خو په دې شرط چې دا کار خپل سریو ته زمینه برابره نه کړي.

د دفاع پخواني وزیر شاهنواز تڼي ازادي راډیو ته وویل چې نړیوال ځواکونه باید خپل عملیات له افغان ځواکونو سره په بشپړ همغږی تنظیم کړي.

د دفاع پخوانی وزیر شهنواز تڼی
د دفاع پخوانی وزیر شهنواز تڼی

هغه زیاته کړه:

"د تاکتیکونو او نظامي اوپراتیفونو په لحاظ مستقیمه قومانده او بشپړ صلاحیتونه د جګړې په دګر کې ښه نتیجه ورکولای شي ولې په سیاسي لحاظ دا د افغانستان غوندې هېواد کې یوه سیاسي باریکي لري بهرني ځواکونه باید ډېره زیاته همغږي ولري."

له دې وړاندې د تیرو دوه کلونو راهیسې افغان ځواکونه په یوازې ځان د هېواد مسولیت پر غاړه اخیستی او بهرني ځواکونه ورسره د ملاتړ رول لوبوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG