د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۸

پاکستان کې افغان کډوالو سره د زور زیاتي د مخنيوي کمېټې فعالیتونه


د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د زور زیاتي او زنداني کولو د مخنیوي په خاظر مؤظف شوې کمېټې په پلازمینې اسلام اباد او د دغه هېواد په یو شمېر نورو ایالتونو کې کار پيل کړی.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په دې کمېټه کې د پاکستان د ایالتونو د پولیسو او سرحدونو وزارتونو او په اسلام اباد کې د افغان سفارت استازي غړیتوب لري.

میاخیل: په پاکستان کې جوړې شوې کمېټې تر اوسه دوه ناستې کړې
میاخیل: په پاکستان کې جوړې شوې کمېټې تر اوسه دوه ناستې کړې

ښاغلي میاخېل زیاته کړه:

"په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د زور زیاتي د مخنیوي په هدف یوه کمېټه جوړه شوې، دغې کمېټې تر اوسه دوه ناستې کړې، یوه مرکزي کمېټه هم فعاله شوې له دې سره په خوا کې ایالتي کمېټې هم موجودې دي، شاوخوا یوه اوونۍ کیږي چې په خپلو کارونو یې پيل کړی."

دا په داسې حال کې ده چې په پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ رسنیو ته ویلي چې په وروستیو څو ورځو کې پاکستاني پولیسو له اوو زرو څخه زیات افغان مهاجر نیولي او زنداني کړي دي.

خو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په دې اړه ارقام ضدو نقیض دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر اساس د خېبر پښتونخوا ایالت اعلا وزیر تېره اوونۍ په پاکستان د افغان قونسلګرۍ له چارواکو سره د لیدنې پر مهال ژمنه کړې وه چې زنداني افغان مهاجر به له څېړنو وروسته خوشې کړي.

پاکستان د نړۍ د هر هېواد په پرتله د ډېرو افغان مهاجرو کوربه دی، دا مهال په پاکستان کې کم له کمه یو نیم میلیون افغان کډوال ثبت شوي او یو میلیون یې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.

که څه هم په پاکستان کې د یو نیم میلیونو هغه افغان کډوالو چې قانوني اسناد لري د کارتونو موده یې د جون د میاشتې په دیرشمه پای ته ورسېده خو پاکستان د شپږو میاشتو لپاره د دغه کارتونو موده تمدید کړه.

د کډوالو چارو وزارت وايي، په تورخم کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د رامنځته شوې وسله والې نښتې وروسته پاکستان د افغان کډوالو په خاصه توګه د هغو کډوالو ځورول پیل کړل چې قانوني اسناد یې نه لري.

دا په داسې حال کې ده د ولسي جرګې د کډوالو کمېسیون وايي چې افغان حکومت په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي دي.

افغان حکومت په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي
افغان حکومت په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي

د دغه کمېسیون رییس شیرعلي احمدزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"باید په دې اړه غونډه جوړه شي او خپل هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره د حل لارې چارې ولټول شي، هغه کسان چې نه راستنیږي یو.اېن.اېچ.سي.ار دې له هغوی سره په تماس کې شي چې په راتلونکي کې دوی ته ستونزې پیدا نه شي موږ هم په دې اړه هڅې کوو."

له بل پلوه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي د کډوالو د حقونو تامین د پاکستان د حکومت له مکلفیتونو څخه دی او د کډوالو ځورول او په هغوی محدویتونو وضع کولو له ټولو منل شوېو نړیوالو نورمونو سره په ټکر کې دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG