د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو په اړه ۳اړخیزه ناسته جوړیږي


د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، هیله مند دی چې د پاکستان حکومت د کډوالو په اړه د پخواني تفاهم لیک له مخې په پاکستان کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده، دوه کاله نوره هم وغځوي.

د دې وزارت د خپرونو سلاکار حفیظ میاخېل د پنجشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، په پام کې ده چې په دې اړه د جولای د میاشتې په ۱۹مه په اسلام اباد کې یوه ناسته هم جوړه شي.

میاخېل: د جولای د میاشتې په ۱۹مه په اسلام اباد کې یوه ناسته هم جوړه شي.
میاخېل: د جولای د میاشتې په ۱۹مه په اسلام اباد کې یوه ناسته هم جوړه شي.

ښاغلي میاخېل زیاته کړه:

"یوه درې اړخېزه ناسته په راتلونکې میاشت کې د یو.اېن.اېچ.سي.ار په کوربه توب، په اسلام اباد کې جوړیږي.هدف یې دا دی چې له ۶ میاشتو وروسته په دې اړه یو پروګرام جوړ شي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان حکومت په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده، تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې وغځوله.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کمېشنرۍ د اعلاميې له مخې د دې کمېشنرۍ مشر فلیپوګراندې، افغانستان، ایران او پاکستان ته له سفر وروسته، د چهارشنبې په ورځ ویلي چې هر کډوال ته چې له پاکستانه هېواد ته ستنیږي ۴۰۰ ډالر ورکول کیږي.

دا اداره وایي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې ۷۰۰۰ افغان کډوال په خپل زړه، هېواد ته ستانه شوي دي.

په اسلام اباد کې د دې دفتر مشر قیصر افریدي ازادي راډیو ته ویلي په پام کې ده چې دا پروګرام، د روان کال د جولاې په میاشت کې عملي شي.

د کډوالو چارو وزارت وايي، دم ګړۍ ۳۰۰۰۰۰۰ افغان کډوال په پاکستان کې میشت دي چې یوازې یو میلیون او شپږ لکه یې په هغه هېواد کې د اوسیدو قانوني اسناد لري.

فیصل: حکومت هڅې کوي چې د افغان کډوالو ستونزو ته د حل لارې ومومي.
فیصل: حکومت هڅې کوي چې د افغان کډوالو ستونزو ته د حل لارې ومومي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت د اجرایي ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل، حکومت هڅې کوي چې د افغان کډوالو ستونزو ته د حل لارې ومومي.

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"افغان حکومت د کډوالو له کوربه هېوادونو او د یو. این. ایچ. سي. ار له ادارې سره په خبرو کې دی چې د کډوالو ستونزې اوارې کړي."

ځیني افغان کارپوهان په دې باور دي چې افغان حکومت د کډوالو د ستونزو د اواري لپاره ځانګړي پروګرامونه نه لري دا په داسې حال کې ده چې ایران او پاکستان ډېر ځله له افغان کډوالو سره سیاسي چلند کړی دی.

د دې کارپوهانو له ډلې لطیف نظري ازادي راډیو ته وویل، که پاکستان په زوره د کډوالو د ایستلو پریکړه وکړي، راستانه شوي کډوال به په هېواد کې له زیاتو امنیتي، اقتصادي او د بې کورۍ له ستونزو سره مخ شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG