د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

بېدار: پاکستان دې د افغان کډوالو د ځورونې مخه ونيسي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون له پاکستانه غواړي چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د ځورونې مخه ونيسي.

پاکستان اعلان کړى چې هلته يې د افغان کډوالو د استوګنې د اسنادو موده تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې غزولې ده.

خو د بشري حقونو د څار ادارې بيا غوښتنه کړې چې د دغو اسنادو د اعتبار موده دې د ٢٠١٧میلادي کال تر پاى پورې وغزول شي، څو د افغان کډوالو خوندي او باعزته ستنېدنې ته زمينه برابره شي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت بيا وايي هيله من دى چې پاکستان د افغان کډوالو د استوګنې موده دوه کاله نور هم وغزوي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له افغان حکومت نه غواړي، چې امکانات ورته برابر کړي.

په دې اړه د صالح محمد صالح چمتو شوی راپور په غږ کې واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:07 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG