د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

پاکستان: افغان کډوال بايد په عزت او درناوي خپل هېواد ته ستانه شي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د پاکستان اوسني ټولنيز- اقتصادي، امنيتي او سياسي وضعيت ته په کتو، ضروري ده چې افغان کډوال په عزت او درناوي خپل هېواد ته ستانه شي.

دغه وزارت زياتوي، په نږدې راتلونکي کې به د افغان کډوالو خپل هېواد ته د ستنېدو په اړه له افغان حکومت او ملګرو ملتونو سره خبرې او په روانه مياشت کې به په دې اړه په اسلام اباد کې د درې اړخيز کمېسيون په غونډه کې تفصيلي بحث وکړي.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ په يوه خپور کړي بيان کې ويلي چې دا څرګندونې د پاکستان د خارجه چارو سلاکار سرتاج عزيز او ددې هېواد د سرحدي چارو وزير عبدالقادر بلوچ په هغه غونډه کې کړې چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدا په لارو چارو او اړوندو مساېلو بحث لپاره رابلل شوې وه.

پاکستاني چارواکو دا غونډه تر هغې وروسته کړې چې د پاکستان حکومت تېره ورځ په دغه هېواد کې د راجستر شويو افغان کډوالو د اوسېدو نېټه شپږ مياشتې نوره اوږده کړه چې له مخې يې دوى اوس د روان کال د دسمبر تر وروستۍ نېټې پورې په دغه هېواد کې پاتې کېداى شي.

د خارجه چارو وزارت وايي، ډېر ژر به له افغان حکومت سره د سیاسي او دیپلوماټیکو چېنلونو له لارې اړيکه ونیسي او د پاکستان د سرحدونو وزارت به په همدې اړه د ملګروملتو د کډوالو له ادارې يو اين ايچ سي آر سره خبرې پیل کړي او کاږي:

"په خبرو کې به له پاکستانه د افغانستان خوندي سیمو ته د افغان کډوالو د ستنولو پر لارو چارو او امکاناتو خبرې وشي او د افغانستان حکومت باید په خوندي سیمو کې د خپلو کډوالو لپاره پناهځایونه جوړ کړي."

د پاکستان د خارجه چارو وزارت همداشان وايي چې چارواکو سوله ييز او باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه بللى او دا هېواد به د افغانستان د سولې او بيا رغونې په هڅو کې همکاريو ته دوام ورکړي.

تېره اوونۍ د يو اين ايچ سي آر مشر فليپو ګرانډي پاکستان ته د خپل سفر پر مهال ددې هېواد له چارواکو سره پرليدنو سربېره له بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو سره د نقدي مرستو زياتولو اعلان هم وکړ چې له مخې به يې اوس هر بېرته ستنېدونکو راجسر شوي کډوال ته د ٢٠٠ ډالرو پر ځاى ٤٠٠ ډالر ورکول کېږي.

پاکستانيو چارواکو په دغه غونډه کې د يو اين ايچ سي دغه ګام ستايلى، خو ددې ترڅنګ يې په افغانستان کې د بېرته ستنېدونکيو کډوالو لپاره د صحت، تعليم او د کار د زمينې پر پيدا کولو هم ټينګار کړى، څو په دې ترڅ کې يې له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدا عمل جاري پاتې شي.

د خبر پاڼې له مخې، چارواکو په دغه کې له نړېوالې ټولنې غوښتي چې دوى دې افغانستان ته بېرته ستنېدونکيو کډوالو په ځاى پر ځاى کولو کې د افغان حکومت مرسته وکړي.

پاکستانيو چارواکو دا غوښتنه په داسې وخت کې کړې چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال تېره ورځ ويلي وویل:

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخلېوال
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخلېوال

"باید په خپل هېواد کې د افغان مهاجرو د ځای پر ځای کېدو په اړه جدي اقدامات او د افغانستان له نړیوالو متحدانو سره خبرې وشي چې په افغانستان کې د راستنېدونکو مهاجرو د سرپناه په برخه کې مرسته وکړي."

پاکستان چې له تېرو درېو لسيزو راهيسې د افغان کډوالو کوربه توب کوي، په دې وروستيو کې يې د افغان کډوالو هېواد ته د بېرته ستنېدا موضوع توده کړې او په ځانګړې توګه د خيبر پښتونخوا صوبې چارواکي غواړي چې افغان کډوال ژر تر ژره بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

له بلې خوا د رسنيو د راپورونو له مخې، د داخله چارو وزير چوهدري نثار علي خان د افغان کډوالو موضوع مهمه بللې او په خبره چې د وزيراعظم نواز شريف تر راستنېدا وروسته به يوه غونډه راوبلي چې د افغان کډوالو په اړه پکې قامي پاليسي جوړه او اعلان شي.

چوهدري نثار همداراز ويلي، د افغان کډوالو په اړه پرېکړه شوې وه چې دوى به کمپونو پورې محدود وي او کاروبار به نه شي کولاى، خو په خبره يې، پاکستان له ډېرې مودې راهيسې د افغان کډوالو په شکل کې د افغانستان پېټى پخپل سر اخيستى دى.

د يو اين ايچ سي آر د وينا له مخې، دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ٣ لکه راجستر شوي کډوال مېشت دي، خو پاکستان بيا وايي چې په همدومره شمېر کې غېر راجستر شوي کډوال هم د دې هېواد په بېلابېلو سيمو کې دېره دي.

د راپورونو له مخې، پوليسو په تېرو څو ورځو کې په خيبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو سيمو کې نږدې ٢٠٠٠ دوه زره افغان کډوال نيولي او ډېرى يې افغانستان ته ډيپورټ کړي دي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG