د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

له حزب اسلامي سره د سولې ترڅنګ اندېښنې


نېشنل انټرسټ:

نېشنل انټرسټ خپرونې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي حزب سره د افغانستان د حکومت د سولې مسئله څیړلې ده.

دا خپرونه لیکي کابل په دې باور دی چې د حکمتیار له ډلې سره سوله به ځیني طالبان هم سولې ته وهڅوي.

خپرونه وړاندې لیکي:

کابل او واشنګټن دا هیله لري چې د طالبانو په منځ کې په ډاراماتیک ډول په وروستیو کې راغلي تغییرات او له حکمتیار سره د سولې تړون به د سولې پراخو خبرو ته زمینه میسره کړي.

خو نېشنل انټرسټ خپرونه څرګندوي چې د اسلامي حزب د سولې له تړون سره د هیلو ترڅنګ اندیښنې هم ملګري دي.

د خپرونې په باور د حکمتیار ګوند لا هم د بشپړې موافقې لپاره ټینګار کوي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش تعیین شي.

خو نېشنل انټرسټ لیکي چې د ولسمشر اشرف غني حکومت ته دا شرط سخته دی، ځکه چې د بهرنیو روزونکو او سلاکارانو په نه موجودیت کې افغان چارواکي د خپلو امنیتي ځواکونو پر وړتیا ډېر باور نه شي کولای.

نېشنل انټرسټ بیا د حکمتیار تېرتاریخ ته اشاره کوي په ۱۹۷۶ کال کې د کابل د پوهنتون پېښه یادوي چې ده د سیاسي اختلاف پر سر یو محصل وواژه بیا په نویمه لسیزه کې د کابل جګړې او په هغو کې د حکمتار نقش ته اشاره شوې او پوښتنه کوي:

ولې بیا هم افغان حکومت پر ګلبدین حکمتیار دومره اعتماد لري او له هغه سره سوله کوي؟

نېشنل انټرسټ دا پوښتنه داسې ځوابوي چې د یو شمېر نورو دلایلو ترڅنګ اشرف غني ښایي له حکمتیاره د یوې سیاسي وسیلې په توګه د پخوانیو مجاهدینو په وړاندې استفاده کوي.

د ډیپلوماټ:

د لویدیځ یوې بلې خپرونې "د ډیپلوماټ" بیا د سرحد په اړه د پاکستان د پریکړې مسئله رااخیستې ده.

له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې د پاکستان حکومت له ټولو هغو کسانو د ویزې غوښتنه کوي چې له افغانستانه پاکستان ته ځي.

د خپرونې په باورله نژدې څلویښتو کلونو راپه دې خوا دا غوښتنه چا نه کوله خو اوس پاکستان وایي چې ویزه د دې لپاره غواړي چې د سرحد له لارې وسله وال پاکستان ته اوړي او هلته ترورستي بریدونه کوي.

د ډیپلوماټ لیکي چې کابل د اسلام اباد پر دې پریکړې خپه دی او دې ته یې د یو اړخیز بندیز نوم ورکړی دی.

د ډیپلوماټ په باور، اکثر داسې ګومان کوي چې د پاکستان پریکړه تر ډېره سیاسي ده نه امنیتي.

خپرونه د څیړونکو په وینا لیکي چې پاکستان د دې لپاره په سرحد کې سختي زیاته کړې ده چې له طالبانو سره د سولې د خبرو پر سر د کابل او اسلام اباد اړیکي سړې شوې دي، ځیني بیا داسې ګومان کوي چې پاکستان د چابهار په بندر کې د کابل، تهران او نوي ډيلي ګډو هڅو پارولی دی او پر سرحد یې د ویزو د غوښتنې مسئله راپیدا کړې دی.

XS
SM
MD
LG