د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

د حزب اسلامي پلاوی د سولې د توافقنامې له مسودې سره کابل ته راغی


له ګلبدین حکمتیار سره د وروستۍ مسودې له شریکولو وروسته کابل ته د حزب اسلامي د پلاوی راتګ د سولې عالي شورا خوشبینه کړې ده.

د سولې د عالي شوار مرستیال عطاوالرحمان سلیم له ازادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړه چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پلاوی بیا کابل ته راغلی.

د افغانستان د سولې عالي شورا له ګلبدین حکمتیار سره د وروستۍ مسودې له شریکولو وروسته کابل ته د حزب اسلامي د پلاوي ژر راتګ خوشبینه کړې او وايي ممکن تر راتلونکو دوو ورځو له دغه هیئت سره وګوري او جزییات ترلاسه کړي.

د سولې د عالي شورا مرستیال عطاوالرحمان سلیم د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې تاییده کړه چې د حزب اسلامي پلاوی چې کریم امین یې مشري او د حکمتیار زوی هم په کې شامل دی کابل ته راغلی.

خوشبیني هم داده چې وروستۍ مسوده یې وړې
خوشبیني هم داده چې وروستۍ مسوده یې وړې

ښاغلي سلیم په دې اړه وویل:

"خوشبیني هم داده چې وروستۍ مسوده یې وړې او طبعاً که هغه خبرې لرلای پلاوی دومره ژر نه راتله اما دا چې جزییات څه دي او څه پیغام لري او موږ به ورته کوم موارد مخې ته کړو دا هغه څه دي چې وروسته به یې عرض وشي."

ښاغلی سلیم وايي، وړاندې د حزب اسلامي له هیئت سره خبرې شوې وې چې مسوده وروستۍ ده.

د سولې د عالي شورا په وینا د حزب اسلامي پلاوی له دوه اونیو وروسته کابل ته راغی.

د افغانستان د سولې د عالي شورا او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ د سولې خبرې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په کابل کې پیل شوې چې د مذاکراتو له څو پړاونو وروسته دواړه خواوې هوکړې ته ورسېدې.

د سولې د مسودې له نهایي کېدو وروسته د سولې عالي شورا وویل چې د دغه مسودې یو نسخه یې ولسمشر غني او یوه بله یې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته استولې ده.

حزب اسلامي د سولې له پروسې سره د یوځای کېدو یو مهم شرط له تور لېسته د ګلبدین حکمتیار او د دغه حزب د ځینو نورو غړو د نومونو وېستل ښودلي دي.

ومو غوښتل چې په دې اړه د حزب اسلامي د مذاکره کوونکي پلاوی نظر هم ولرو خو له مکررو تماسونو سره بریالي نه شو.

که څه هم لا تراوسه معلومه نه ده چې د دغې مسودې په اړه د ګلبدین حکمتیار نظر څه دی خو افغان کارپوهان وايي، د حزب اسلامي مشر د سولې له پروسې سره یو ځای کېدو ته ډېر لېواله دی.

د کابل پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه ودیر سافي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

د کابل پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه ودیر سافی
د کابل پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه ودیر سافی

"که حکمتیار له وړاندې فیصله نه وای کړای چې د افغانستان له اساسي قانون او دغه حالت چې روان دی یو ځای شي په هغه صورت کې بیا هوکړې ژر نه شوای کېدای."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته ګلبدین حکمتیار له دغې ډلې وغوښتل چې د سولې په اړه د ده په څېر دریځ غوره کړي.

استاد ودیر صافی وايي، که سیمه او نړۍ غواړي چې د افغانستان کړکېچ ته سوله ییزه حلاره ومومي نورې وسله والې ډلې هم د سولې له پروسې سره د یو ځای کېدو پرته بل چاره نه لري.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG