د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

افغانستان کې پر ټاکلي وخت د انتخاباتو د نه تر سره کېدو اندېښنې


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې په ټاکلې موده د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات ناشوني دي.

د یاد کمېسیون یو شمېر کمېشنران وایي، هغه څه چې د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون پورې اړه لري هغه چارې بشپړې شوي خو د بودجې نه شتون په خپل وخت د انتخاباتو د ترسره کېدو په وړاندې لویه ستونزه ده.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، هیڅ امکان نشته چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو انتخابات په خپله ټاکلې نېټه تر سره شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یوې کمشنرې شریفې زرمتۍ د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې په یاده برخه کې حکومت په بې غورۍ تورن کړ.

اغلې زرمتۍ وايي، د تېر یو کال په موده کې چې دوی د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخابانو لپاره نېټه معلومه کړې افغان حکومت ورته د ملاتړ په دود کومه شنه اشاره نه ده بله کړې.

موږه یو کال وړاندې د ټاکنو د ورځې تاریخ اعلان کړی و
موږه یو کال وړاندې د ټاکنو د ورځې تاریخ اعلان کړی و

نوموړې زیاته کړه:

"موږه یو کال وړاندې د ټاکنو د ورځې تاریخ اعلان کړی و، له همغه تاریخ نه تر دا دوه درې ورځو مخکې پورې د افغانستان د حکومت له لورې موږ ته کوم شین څراغ رانه کړل شو او نه هم اطمینان راکړل شو، هغه ټاکلی وخت چې د میزان میاشت وه هغه د افغانستان د خپلواک کمېسیون له اختیاره ووتله، زه فکر نه کوم چې په دغه نېټه دې حکومت یا د انتخاباتو کمېسیون انتخابات تر سره کړي، دا بېخي ناممکنه خبره ده."

د اغلې زرمتۍ په وینا د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا تخنیکي او عملیاتي پلان بشپړ شوی خو د بودجې نه شتون په خپل وخت د انتخاباتو د ترسره کېدو په وړاندې لویه ستونزه ده.

دی وايي چې د انتخاباتو لپاره لا تر اوسه هغو کسانو ته چې د اتلس کلنۍ عمر یې پوره کړی کارتونه هم نه دي ویشل شوي او نورې هغه پروسې چې حتمي خو پرته له بودیجې ناشونې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي د یکشنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل چې ولسمشر د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یوه لیک کې ویلي چې افغان حکومت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو ترسره کېدو ته جدي اراده لري او په دې برخه کې یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

بل خوا افغان حکومت او د مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو ګډې ډلګۍ د افغانستان له ولسي جرګې غوښتي چې د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره باید د ولسمشر تقنیي فرمان ژر تر ژره تصویب کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو لپاره د انتخاباتو نېټه د ۱۳۹۵ لمریز کال د تلې یا میزان د میاشتې ۲۴ ټاکل شوې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د ټاکنو د څار یا "EWA" موسسې مسؤلین هم وايي چې تر راتلونکو څلور میاشتو پورې د اصلاحاتو سره د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره تیاری ناشونی دی.

د یادې موسسې مشر جانداد سپین غر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

تر راتلونکو ۴ میاشتو د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره تیاری ناشونی دی
تر راتلونکو ۴ میاشتو د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره تیاری ناشونی دی

"په سږ کال کې که موږ انتخابات له اصلاحاتو سره او د پوره اماده ګیانو سره کوو ناممکنه ښکاري، خو زه فکر کوم سره له دې چې دا توانايي او امکانات نشته حکومت کوښښ کوي چې هم خلکو او هم نړیوالو ته په دې مسال کې ځان ژمن وښيي."

ښاغلي سپین غر وايي چې د انتخاباتو لپاره تیاری لکه د رایې ورکونې د پاڼو چاپول، د موئقتي کارکوونکو استخدام امنیتي اروزني، لوژیستیکي تیارۍ نور او نور کم تر کمه شپږ میاشتې وخت ته اړتیا لري کوم چې د حکومت او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لاسه وتی دی.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG