د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

حکومت د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه کړي ژمنې نه دې عملي کړي


په داسې حال کې چې افغان ولسمشر وایي حکومت یې په خپل وخت د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو ترسره کولو ته ژمن دی، خو د انتخاباتو د څار بنسټ وايي چې د حکومت د ژمنو د عملي کېدو څرک نه لګیږي چې د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره یې کړي دي.

د دغو انتخاباتو لپاره د تلې د میاشتې ۲۴مه نېټه ټاکل شوې خو د انتخاباتو د څار یو شمېر ډلې وایي چې تر اوسه ورته نه لازم تخنیکي تیاری نیول شوی او نه هم لازم اصلاحات عملي شوي دي.

یو له دغو بنسټونو د افغانستان د انتخاباتو د څاربنسټ دی.

نوریاس نوري د دغه بنسټ له مشر سره د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې چې د ولسمشر دغه خبره چې حکومت به یې راتلونکي انتخابات په خپل وخت ترسره کړي، څومره پرځای بولي؟ جانداد سپین غر یي په ځواب کې وویل:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:58 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG