د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

ایوا: پارلمان باید د ټاکنو په اړه د ولسمشر فرمان تصویب کړي


د افغانستان د انتخاباتو د څار بنسټ " آیوا" وايي ملي شورا باید له ځنډ پرته د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر وروستی فرمان تایید کړي.

که څه هم د انتخاباتي اصلاحاتو د روان پڅ بهیر په اړه د مدني ټولنو اندېښنې نوې نه دي خو دا ځل د افغانستان د انتخاباتو د څار بنسټ " آیوا" وايي که وضعیت همداسې دوام وکړي راتلونکې انتخابات ممکن نه دي.

د افغانستان د انتخاباتو د څار بنسټ د چهارشنبې په ورځ په انتخاباتو کې د ښځو د ګډون تر نامه لاندې د تازه څېړنې د وړاندې کولو پرمهال یو ځل بیا د انتخاباتي اصلاحاتو د روان بهیر د پڅوالي په اړه جدي اندېښنه وښوده.

ددغه بنسټ مشر جانداد سپین له ملي شورا څخه په کلکه وغوښتل چې د وخت له ضایعه کولو پرته د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر فرمان تصویب کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"یو وار بیا موږ تاکید کوو چې پارلمان باید د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر فرمان هرڅومره چې ژر کېږي تصویب کړي او په عین وخت کې له حکومت غواړو چې د غوراوي کمېټې له کاره ملاتړ وکړي څو موږ په انتخاباتي ادارو کې د بنیادي او هغه تغیرات چې توقع یې کېږي شاهد و."

حکومت د انتخاباتي اصلاحاتو دوهم فرمان له یو لړ تعدیلاتو وروسته شا او خوا دوه اوونۍ وړاندې د پارلماني چارو د وزارت له لارې ملي شورا ته واستاوه خو تر اوسه دغه فرمان نه دی تصویب شوی.

وړاندې تر دې د ولسمشر دوهم مرستیال هم له ولسي جرګې غوښتي وو چې د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر فرمان ژر تصویب کړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې ادارې پلاوی بیا وايي چې جرګه د ولسمشر د فرمان په اړه بې تفاوته نه ده.

د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې جرګه به تر پوره غور وروسته د ولسمشر د فرمان په اړه پرېکړه وکړي.

ښاغلی انعامي وايي ښايي تر راتلونکو درې اونیو به د ولسمشر د فرمان برخلیک روښانه شي خو جرګه نه شي کولای په ورخطايي په دې اړه ژر پرېکړه وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"ښه ده خو ولسي جرګه باید قانوني برخورد وکړي او د ټولنې مصلحتونه هم په پام کې ونیسي او دا نه شي کېدای چې ولسي جرګه د مدني ټولنې تر فشار لاندې راشي او احساساتي پرېکړه وکړي چې بیا به له تقلبه پاک انتخابات ونه لرو"

په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو د څار بنسټ اندېښنه ښيي چې په دواړو ارګ او اجراییه ریاست کې ځینې کړۍ د انتخاباتي اصلاحاتو مخه نیسي.

ددغه بنسټ ویاند او اجراییه رئیس شاه محمود مل وايي، که حکومت همداسې د راتلونکو انتخاباتو په اړه بې تفاوته وي ولس به د انتخاباتو په ګډون پر ټولو ډیموکراتیکو پروسو خپل باور له لاسه ورکړي.

د افغانستان د انتخاباتو د څار بنسټ د تازه څېړنې له مخې وايي چې په انتخاباتو کې د ښځو د ګډون پر وړاندې ګڼې ستونزې شته خو حکومت باید په راتلونکو انتخاباتو کې دې موضوع ته جدي پام وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG