د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو ته د حکومت جدي اراده


افغان ولسمشر د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یوه لیک کې ویلي چې افغان حکومت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو ترسره کېدو ته جدي اراده لري.

د ارګ ماڼۍ وايي چې جمهور رییس محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون ته په استول شوي لیک کې د ولسي جرګې او ولسوالۍ شورا ګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو په باب د حکومت له چمتوالي ویلي دي.

د جمهور رییس د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو د انتخاباتو لپاره د مالیې او کورنیو چارو وزیرانو په مشرۍ دوه کمېټې ټاکل شوي دي.

هاشمي وايي، د ولسمشر په استول شوي لیک کي له ملګرو ملتونو د انتخاباتو د ترسره کېدو په برخه کې د مرستې غوښتنه شوې خو پر دې ټينګار شوی چې د ولسي جرګې او ولسوالۍ شوراګانو د انتخاباتو مشري به افغانان کوي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:

"لیک د افغانستان د ولسمشر له خوا ملګرو ملتونو ته لیږل شوی دی او په کې د چمتوالي په اړه معلومات ورکړل شوي او دغه راز موږ له نړیوالې ټولنې د داسې انتخاباتو لپاره د ملاتړ او مرستې غوښتنه کړې چې شفافیت ولري او وکړای شي د خلکو قناعت حاصل کړي."

هاشمي یو ځل بیا پر ولسي جرګې غږ وکړ چې د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره باید ژر تر ژره د ولسمشر تقنیي فرمان تصویب کړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالۍ شوراګانو د انتخاباتو نیټه د دیارلسوه پنځه نوویم هجري شمسي کال د تلې یا د میزان د میاشتې څلوروېشتمه ټاکلې ده.

د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره د ولسمشر دوهم تقنیني فرمان شاوخوا میاشت وړاندې ولسي جرګې ته واستول شو خو تر اوسه ولسي جرګې د دغه فرمان برخلیک نه دی معلوم کړی.

په ورته وخت کې پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه بیا د ملګرو ملتونو منشي ته د افغان ولسمشر لیک نمایشي بولي چې په هغه کې د انتخاباتو د ترسره کېدو ژمنه شوې ده.

د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنې یا اکسین مشر جانداد سپین غر
د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنې یا اکسین مشر جانداد سپین غر

د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنې یا اکسین مشر جانداد سپین غر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"تر څو چې د دغسې ژمنو تر څنګ چې حکومت یې کوي واضحه اقدامات موجود نه وي، تشې ژمنې نه شي کولای چې لازم اعتبار که د نړیوالو دی که د خلکو دی د انتخاباتو په ارتباط رامنځ ته کړي."

له بلې خوا د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې په جرګه کې اکثریت غړي غواړي د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر فرمان تایید کړي.

د ولسي جرګې دوهم منشي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ژر به په عمومي مجلس کې د دغه فرمان د شاملېدو تصمیم ونیول شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG