د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

یوناما له وسله والو وغوښتل چې برمته شوي مسافر خوشې کړي


د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما په یوه بیان کې چې د پنجشنبې په ورځ یې خپور کړ په افغانستان کې د خلکو برمته کېدو ته اندیښنه ښکاره کړه.

یوناما په داسې وخت کې دا اندیښنه ښکاره کړې ده چې له سې شنبې راهیسې د برمته نیونې دوی لویې پیښې رامنځته شوې دي.

لومړۍ یوه په کندز کې وشوه چې د بغلان- کندز پر لویه لار وسله والو لس تنه مسافر ووژل او نژدې دوه سوه تنه یې د ښځو او ماشومانو په ګډون برمته کړل.

له دې ډلې اکثریت بېرته خوشې شوي دي او لس تنه لا هم له وسله والو سره دي.

ویل کیږي چې په دې لسو کې هم وسله والو د دوو تنو سرونه غوڅ کړي او وژلي دي.

د کندز د امنیت امر محمد معصوم هاشمي وایي چې د برمته و د خوشې کېدو لپاره په چهاردره ولسوالۍ کې عملیات دوام لري:

"د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت له لورې د چهاردرې په ولسوالۍ کې د یرغملو پرضد عملیات پیل شوي دي او لا هم دوام لري."

د برمته کېدو بله لویه پېښه تر دې یوه ورځ وروسته په سرپل ولایت کې رامنځته شوه.

د سرپل د والي ویاند ذبیح اله اماني رویټرز اژانس ته وویل، اوولس تنه نیول شوي ټول هزاره دي.

په سرپل کې د ازادي راډیو د خبریال په وینا دا کسان د چهارشنبې په ماسپښین د ده مرده په سیمه کې طالبانو ښکته کړي.

په سر کې د دوی شمېر ۲۴ و چې بیا یې اته تنه چې ښځې او ماشومان وو، بېرته خوشې کړي دي او اوولس تنه یې له ځانونو سره بیولي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د یوناما مشر نیکولاس هیسم پر وسله والو غږ وکړ چې سمدستي پرته له کوم شرطه باید ملکیان راخوشې کړي او دا ناوړه عمل تکرار نه کړي.

XS
SM
MD
LG