د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

لعل: په جګړه کې د ملکي خلکو وژل جنګي جرم شمېرل کېږي


په داسې حال کې چې افغان حکومت په کندز ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا د یرغمل شوېو مسافرو د خلاصون په هدف د هڅو خبره کوي د افغانستان د بشرد حقونو سازمان وايي چې افغان حکومت او نړیوال ځواکونه باید د نورو یرغمل شوېو مسافرو د خلاصون لپاره هم جدي هڅې وکړي.

د یاد سازمان مشر لعل ګل لعل د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې په جګړه کې د ملکي خلکو وژل او له یرغملو سره د نړیوالو قوانینو له مخې چلند نه کول هغه که له هر لوري وي جنګي جرم شمېرل کېږي.

ښاغلي لعل زیاته کړه:

"کله چې ملکي خلک په جنګونو کې له هرې ښکیلې خوا نه وژل کېږي او یا هم کله چې څوک په دې نیت د مخالف لوري اسیران نیول کېږي او بیا له هغوی سره د اسیرانو د نړیوالو قوانینو له مخې چلند نه کېږي دا هم په جنګي جرمنو کې راځي."

د ښاغلي لعل په وینا د دا شان پېښو عاملین باید د جنګي جرمنو د نړیوالې محکمې له لوري تعقیب او سزا ورکړل شي.

وسله والو طالبانو د سې شنبې په ورځ د کندز ـ کابل په لویه لاره ۱۸۵ مسافر له موټر ښکته کړل چې یو شمېر یې وژلي، یو شمېر یې خوشې کړي او یو شمېر یې له ځانه سره یرغمل نیولي دي.

د طالبانو له خوا په دې اړه په یوې خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې دا کسان د افغانستان په امنیتي ارګانونو پورې اړوند وو.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دغه خبره رد کړې وايي چې یاد کسان ملکیان دي.

که څه هم د برمته شوېو او وژل شوېو مسافرو په اړه ارقام مختلف او بدلېدونکي دي خو د افغانستان د امنیتي ارګانونو د مسؤلینو وروستۍ څرګندونې داسې ښيي چې یوولس کسه دغه مسافر وژل شوي او اته کسه نور لا هم له مخالفینو سره یرغمل دي.

د کندز ولایت د امنیت آمر محمد معصوم هاشمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي و چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې ۱۰ کسه یرغمل شوي مسافر د وسله والو طالبانو له منګولو ژغورلي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عالمانو شورا یو شمېر غړي هم د وسله والو طالبانو له خوا دغه عمل غندي وايي چې د بې ګناه مسلمانانو نیول، وژل او ځورول د اسلامي اصولو خلاف عمل دی.

د عالمانو شورا یو شمېر غړي هم د وسله والو طالبانو وروستۍ عمل غندي.
د عالمانو شورا یو شمېر غړي هم د وسله والو طالبانو وروستۍ عمل غندي.

د افغانستان د عالمانو د شورا غړی شفیع الله نورستانی:

"رسول کریم (ص)فرمایلي چې مسلمان هغه څوک دی چې د هغه د لاس د ضرر نه، د هغه د ژبې له ضرر نه او د هغه د نورو اعضاوو له ضرر نه نور انسانان په امان وي، نو له دې امله موږ دغسې واقعات چې مسلمانانو ته ضرر رسیږي، مسلمان تلف کېږي او مسلمان ته مشکل پیدا کېږي په کلکه غندو."

یو شمېر کابل ښاریان هم د وسله والو طالبانو لا خوا د بې ګناه مسافرو د وژنې او یرغمل کولو غندنه کوي وايي چې افغان حکومت باید د ورته پېښو د مخنیوي په هدف د لویو لارو امنیت خوندي کړي.

یو شمېر کابل ښاریان هم د وسله والو طالبانو لا خوا د بې ګناه مسافرو د وژنې او یرغمل کولو غندنه کوي.
یو شمېر کابل ښاریان هم د وسله والو طالبانو لا خوا د بې ګناه مسافرو د وژنې او یرغمل کولو غندنه کوي.

د کابل ښار دوه تنه اوسیدونکو هوتک او محمد انور په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"بې غوري شوې، باید د لویې لارې امنیت نیول شوی وای او زموږ مساپرین په خېر رسیدلي وای، که امنیت نیول شوای وای دا کسان به یې نه وو کوز کړي، کله چې دوی بې غوري وکړه خلک یې کوز کړل، بې ګناه بې خطا.

-خلک بې ګناه وژل کېږي، خلک بې ګناه له منځه ځي، له دولت نه امنیت غواړو چې بې غوري نه وي."

د یادونې ده دا لومړۍ ځل نه دی چې وسله وال طالبان د لوېو لارو پر سر مسافر وړونکې موټرې دروي، مساپر یې وژني او یا یې هم له ځانه سره یرغمل بیايي، بلکه تر دې مخکې هم ورته پېښې د افغانستان ولایتونو ته پر غځېدلو نورو لویو لارو په ځانګړي ډول د کابل ـ کندهار په لویه لاره لیدل شوي دي.

خو امنیتي مسوولین وايي چې د لویو لارو د امنیت د تینګښت لپاره جدي هڅې کوي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG