د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

د کندز د یرغمل مسافرو په اړه د ولسي جرګې خبرداری


د افغانستان ولسي جرګه خبرداری ورکوي، که په دوو ورځو کې په کندز کې یرغمل شوي مسافر د طالبانو له منګلو ونه ژغورل شي، د اعتراض په ډول به د ارګ مخې ته خیمې ووهي.

د دغې جرګې اداري پلاوي او غړو د چهارشنبې په ورځ د طالبانو له لوري په کندز کې د مسافرو وژنه او یرغمل نیونه په سختو ټکو وغندله.

تېره ورځ وسله والو طالبانو د کندزــ کابل په لویه لاره ۱۸۵ مسافر له موټر ښکته کړل چې یو شمېر یې و وژل، ځیني پرېښودل، خو د کندز امنیتي چارواکي وايي چې لاهم اته تنه د طالبانو په بند کې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم د وسله والو طالبانو دا کړنه غندلې او ټینګار یې کړی چې د پېښې عاملینو ته به سخته سزا ورکړي.

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوي او غړي په کندز کې د وسله والو طالبانو له لوري د یو شمېر مسافرو اختطاف او وژنه د اسلام له اساساتو او نړیوالو اصولو سره په ټکر کې بولي.

د دغې جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي له ولسمشر محمد اشرف غني، اجراييه رییس عبدالله عبدالله او امنیتي ارګانونو وغوښتتل چې ژر دې د یرغمل شوېو کسانو ازادولو ته زمینه برابره کړي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی او یو شمېر غړي دې کار په غوسه کړي وو او خبرداری ورکړ که تر جمعې پورې حکومت یرغمل شوي مسافر ازاد نه کړي، نو په پراخو مظاهرو به لاس پورې کړي.

د دغې جرګې لومړي منشي عبدالروف انعامي حکومت د مسافر د امنیت په تامین کې په پاتې راتلو تورن کړ او له حکومت یې په جدي ډول وغوښتل چې د مسافر د راخلاصون لپاره چټک اقدامات وکړي.

انعامي حکومت د مسافر د امنیت په تامین کې په پاتې راتلو تورن کړ.
انعامي حکومت د مسافر د امنیت په تامین کې په پاتې راتلو تورن کړ.

ښاغلي انعامي زیاته کړه:

"تېره ورځ چې کومه پېښه رامنځ ته شوې ده، له حکومت زموږ غوښتنه دا ده چې دې موضوع ته جدي پام وکړي، تر جمعې پورې دې د طالبانو له منګولو یرغمل شوي کسان ازادي کړي."

د کندز امنیتي چارواکي وايي چې د سې شنبې په سهار وسله والو طالبانو د کندز د علي اباد ولسوالۍ د شین تپې په سمیه کې د کندزــ کابل په لویه لاره ۱۸۵ مسافر له موټر ښکته کړل چې یو شمېرې یې ووژل او ځیني یې پرېښودل.

د کندز د ۸۰۸ سپین زر زون ویاند محفوظ الله اکبري ازادي راډیو ته وویل چې لا هم اته تنه مسافر د وسله والو طالبانو په بند کې دي.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي خبرداری ورکوي که پاتې کسان تر دوو ورځو ازاد نه شي نو په کابل کې به پراخې مظاهري وکړي او ارګ مخې ته به د تحصن خیمې ووهي.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي هم د کندز د مسافرو په اړه حکومت ته خبرداری ورکړی.
د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي هم د کندز د مسافرو په اړه حکومت ته خبرداری ورکړی.

اغلې کوفي وايي:

"زه د یو فرد په حیث حکومت ته خبرداری ورکوم، که حکومت تر راتلونکو دوو ورځو یا یعنې تر جمعې پورې د طالبانو له منګولو یرغمل شوي مسافر روغ رمټ راخلاص نه کړي، موږ به د ارګ شاه خوا د تحصن خیمي ووهي."

افغان ولسشمسر محمد اشرف غني په کندز کې په مسافر باندې حمله په سختو ټکو غندلې ده او هغه قطاع الطریقي وبلله.

ولسمشر په یوه پیغام کې ویلي چې په دې اړه سرتاسري تدابیر نیول شوي او د دې پېښې عاملینو ته به سخته سزا وکړل شي.

اشرف غني په کندز کې په مسافر باندې حمله په سختو ټکو غندلې ده.
اشرف غني په کندز کې په مسافر باندې حمله په سختو ټکو غندلې ده.

"زموږ په هېواد والو باندې خاینانه حمله په سختو ټکو د غندلو وړ ده، سرتاسري تدابیر نیول شوي زموږ اراکاین هر اړخېز فعالیتونه کوي، دا قطاع الطریقي ده، څوک چې قطاع الطریق وي، په دین، قانون او زموږ په عرف کې د سختې جزا واجب دي او دا جزا به دوی ته ورکړل شي، دوی تېښتېدلی نه شي."

طالبانو بیا په یوه خبرپاڼه کې د یرغمل شوو کسانو مسئولیت اخېستی او ویلي یي دي چې د امنیتي ارګانونو کارکوونکي دي.

په ورته وخت کې د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي چې د پاتې مسافرو د راخلاصون لپاره جدي اقدامات روان دي.

ښاغلي مینه پال ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر د کورنیو چارو او ټرانسپورټ وزارتونو ته دندې سپارلې څو په ټولو لارو د تلوونکو مسافرو امنیت خوندي کړي.

د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي چې حکومت باید د لویو لارو امنیت ته خاص په پام وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG