د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

له مظاهره چیانو د کورنیو چارو وزارت غوښتنې!


د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له مظاهره چيانو غوښتنه کړې چې خپله نننۍ مظاهره له قانون او د مظاهرو له مقرراتو سره سمه ترسره کړي.

د امنيتي او دفاعي قواوو په ګډه اعلاميه کې چې د کورنيو چارو وزارت له خوا خپره شوې راغلي چې په کابل کې نننۍ مظاهره له دهمزنګ او ميوند وات څخه پيل او په حضوري چمن کې پايته رسېږي.

په اعلاميه کې له خلکو په جدي ډول غوښتنه شوې، چې له ټاکل شوي مسير څخه استفاده وکړي.

په همدې حال کې د کابل ګارنيزيون مشر ګل نبي احمدزى وايي، که چېرې مظاهرې په تاوتريخوالي واوړي او د دښمن د تروريستي اعمالو سبب شي، مسووليت به يې د ځينو کسانو پر غاړه وي:

"احمد بهزاد، لطيف پدرام، ناهيد فريد، عارف رحماني، عزيز رويش، صادق مدبر، عبدالکريم خليلي، سيد حسين انوري، محمد اکبري، جعفري، سيد هادي هادي، شفق، حاجي رمضان حسينزاده، ذوالفقار اميد، داود ناجي، جواد سلطاني، ذکي دريايي او اصف اشنا به د بلوا د تحريک کوونکو او مسببينو په توګه له اساسي او نافذه قوانينو سره سم مسوول وګڼل شي او عدلي او قضايي تعقيب به شي."

د افغانستان د امنيتي او دفاعي قواوو په ګډه اعلاميه کې راغلي، پوځي تاسيساتو او د منفجره، منفلقه او د سوځېدو وړ موادو د زېرمې سيمو ته نژدې مظاهرې کاملاً منع دي.

XS
SM
MD
LG