د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

د سوداګرۍ او اقتصاد په پیاوړتیا کي د ټکنالوجۍ رول


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت غواړي چې د معلوماتي ټکنالوجي په برخه کې د شرکتونو نوښتګر ځوانان وهڅوي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ په دې برخه کې ۱۲ هغو شرکتونو ته بری لیکونه ورکړل چې خپل نوښتګر پروګرامونه یې له مخابراتو وزارت سره همغږي کړي وو.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي وزیر عبدالرزاق وحدي وايي، د ټکنالوجي او انلاین سوداګري له لارې کېدای شي سیمه ییز بازارونه تاوده شي.

ښاغلي وحدي د شنبې په ورځ په هېواد کې د معلوماتي ټکنالوجي د ودې په هدف د "ابتکار" له پروګرام څخه د دولسو شرکتونو فارغ شوي مسئولین وستایل او بری لیکونه یې ورکړل.

نوموړی وایي د تکنالوجۍ په برخه کې د ځوانانو هڅې او نوښتونه افغانستان ته ښه نوم ورکولای شي.

هغه وايي په هېواد کې د ټکنالوجي په مټ د شرکتونو کارونه او نوښتونه له دې سره مرسته کوي چې حکومتولۍ الکترونیکي او دیجیټلي شي.

د "ابتکار" له پروګرام څخه د دولسو شرکتونو فارغ شوي مسئولین وستایل شول
د "ابتکار" له پروګرام څخه د دولسو شرکتونو فارغ شوي مسئولین وستایل شول

هغه زیاته کړه:

"نوښت باید په یوه سراسري پروګرام چې ټول خلک او ټول افغانستان په بر کې ولري بدل شي تر څو له دې لارې وکولای شو سیمه ییز بازارونه هم په تحرک راولو."

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي، که څه هم اوس مهال ممکن دا کار لوړې ژورې ولري خو افغانستان ته د باکیفیته انترنټ راوستلو سره حالات بدلیدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تکنالوجۍ یو شمېر کاروونکي ځوانان شکایت کوي چې موجوده انټرنیټ کمزوری دی، برېښنا کافي نه ده او د تکنالوجۍ په برخه کې د زیاتې مطالعې امکانات هم محدود دي.

د ټکنالوجي په برخه کې د نوښت پروګرام د دوه کلونو راهیسې د مخابراتو وزارت له خوا په افغانسان کې پیل شوی چې تر اوسه یې شل شرکتونه فعالیت ته هڅولي دي.

الکترونیکې او انلاین دا شرکتونه که څه هم فعالیت ته خوشحاله او ورته د نوښت په سترګه ګوري خو وايي چې لا هم ډېر خلک د داسې خدماتو سره نه دي اشنا.

په ښوونځیو کې د بایو میتریک سیسټم د رامنځ ته کولو د یوه شرکت مشر احمد شاهي په دې اړه چې نوښت یې څه ګټې لري ازادي راډيو ته وویل:

"موږ سیسټم داسې جوړ کړی چې کله هم شاګرد ښوونځي ته راځي هغه باید د بایو میترک ګوته ولګوي او هغه چې څنګه هم ګوته ولګوي مور او پلار ته یې پیغام رسیږي چې زوی مو په دې وخت درس ته راغی، کله چې شاګرد مکتب ته نه راځي بیا یې هم کور خبریږي چې ماشوم مو مکتب ته نه دی راغلی په دې طریقه کېدای شي د هغو ماشومانو مخه ونیول شي چې تمبلي کوي او له ښوونځیو پټیږي."

ننګیالی ستومان بیا وايي چې د پروژې له لارې هڅه کوي د هېواد خیاطان سره وصل کړي:

د ټکنالوجي په برخه کې د نوښت پروګرام د دوه کلونو راهیسې پيل شوی
د ټکنالوجي په برخه کې د نوښت پروګرام د دوه کلونو راهیسې پيل شوی

"موږ د خیاطانو لپاره د مدیریت یو سیسټم جوړ کړی چې کولای شي د دوی ورځني فعالیتونه د ډېر وخت لپاره وساتي او خیاطان کولای شي چې له هره ځایه د پیریدونکو فرمایشونه واخلي."

په افغانستان کې د ټک نېشن په نوم د معلوماتي ټکنالوجي مشر عمر منصور انصاري وايي په هېواد کې د ټکنالوجي سره اشنا ډېر ځوانان د ورته چارو لېوالتیا لري خو ورته زمینې نه دي برابرې.

ښاغلی انصاري وايي دوی د مشورو له لارو هڅه کوي هغوی ته د فعالیت جرئت ورکړي تر څو په هېواد کې نوي مشغولتیاوې رواج شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG