د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

حکیمي:سایبري یا پر ليکه انټرنيټي ګواښونه جدي دي


افغان حکومت وايي سایبري یا پر لیکه انټرنیټي ګواښونه جدي دي.

د ملي امنیت شورا وايي چې دغه ګواښونه یې افغانستان ته د متوجه ګواښونو په سند کې شامل کړي او د دفاع لپاره یې چمتووالی لري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا تاییدوي چې دا هېواد سایبري یا انلاین حملې ګواښوي.

د دې شورا د چارواکو په حواله تروریستي او ورانکاره ډلې غواړي چې د هېواد د اقتصادي، امنیتي او فرهنګي بنسټونو د ورانولو لپاره له سایبري حملو کار واخلي.

د ملي امنیت شورا د سلاکار محمد حنیف اتمر ارشد سلاکار عزیز حکیمي د یکشنبې په ورځ په کابل کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د لومړني تجربوي مرکز په پرانیست غونډه کې وویل چې اوس سایبري ګواښونه د هېواد د ګواښونو په سند کې شامل شوي او مبارزه به ورسره وشي.

ښاغلي حکیمي زیاته کړه:

"دا پدیده د یوه جدي ګواښ په توګه د افغانستان د ملي ګواښونو په سند کې ځای شوې ده، افغان حکومت د سایبري امنیت سټراټیژي ترتیب کړې او اوس د عملي کېدو په حال کې ده."

د سایبري ګواښونو په وړاندې د مبارزې د تګلارې د جوړېدو هدف په دې برخه کې د اوسنیو او راتلونکو ګواښونو په وړاندې د مبارزې او حل لارو موندل بلل شوي.

د ملي امنیت شورا چارواکي وايي چې امنیتي او معلوماتي اطلاعات، بانکي سیسټم، مخابرات او روغتیايي سکټور هغه برخې دي چې کېدای شي سایبري یا پرلیکه حملې پرې وشي.

اخوا د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت وايي چې د سایبري حملو د دفاع لپاره یې لازم اقدامات کړي او د سایبري جرمونو د قانون طرحه یې عدليې وزارت ته هم لېږلې ده.

د دغه وزارت ویاند یاسین صمیم په دې اړه آزادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان د مخابراتو وزارت په دې برخه کې د دې کار اټکل کوي، موږ د معلوماتو د خوندیتوب د زیاتولو په برخه کې ځینې کارونه کړي دي، ځینې اپلکیشنونه او سټنډردونه چې پخوا د معلوماتو په ملي مرکز کې نه و موجود اوس راوړل شوي او نصب شوي دي."

ښاغلی صمیم وایي چې د انټرنېټ او مخابراتي شبکو کاروونکي که چېرته له جعلي ادرسونو، ټلیفوني ځورونو، ناقانونه، ترهګریزو او شکمنو کړنو سره مخ کېږي د دې ادارې د ۹۹۹ شمېرې ته دې احوال ورکړي څو ستونزې ته رسېده ګي وشي.

په افغانستان کې د سایبري یا پرلیکه حملو په اړه اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې چې د د امریکا د ملي امنیت ادارې یوه پخواني قراردادي په انټرنیټي اړیکو د امریکا د کنټرول خبره افشا کړه.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG