د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

ولسي جرګه:ښايي د کندهار،هلمند او ارزګان ځیني ولسوالۍ سقوط وکړي


د افغانستان ولسي جرګه خبرداری ورکوي، که د کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو امنیت ته جدي پام ونه شي، نو ممکن د دغو ولایتونو ځیني ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولویږي.

د دغې جرګې اداري پلاوی له دفاع وزارته غواړي چې یادو ولایتونو ته تازه دمي سرتیري او لازم تجهیزات واستوي.

د دفاع وزارت چارواکي د جنوب لویدیځ ولایتونو د امنیت ډاډ ورکوي او وايي چې د طالبانو لاس ته د ولسوالیو لوېدل یوازې له یو خوب پرته بل څه نه دي‎.

د ولسي جرګې اداري پلاوی او یو شمېر غړي ټینګار کوي چې په کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو کې جګړو زور اخیستی، خو ادعا کوي چې په دغو ولایتونو کې د ځواکونو شمېر کم او سم تجهیز هم نه دي.

په ولسي جرګه کې د ارزګان استازي عبیدالله بارکزي په عمومي غونډه کې وویل چې وسله والو طالبانو څو ځلي د ارزګان ولایت په یو شمېر سیمو پرله پسې حملې کړي چې اوس هم جګړه روانه ده .

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د چهارشنبې په ورځ د کورني امنیت او دفاعي چارو کمېسیونونو ته دنده وسپارله چې په جنوب لویدیځ کې د وروستیو امنیتي ستونزو په اړه امنیتي مسوولین دغې جرګې ته ور وبولي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه:

"ځانګړي کمېسیون ته دنده سپارم چې ژر د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت مسوولین راوبولي، څو د کندهار، ارزګان او هلمند ولایتونو د ولسوالیو د سقوط او همدارنګه د دغو ولایتونو د لارو د بندېدو په اړه ورنه پوښتنې وشي او دا باید د اجنډا مهمه برخه وي."

د ولسي جرګې غړي وايي، طالبانو په دې وروستیو کې په دغو ولایتونو کې خپل عملیاتونه زیات کړي او د یو شمېر ولایتونو ترمنځ غځېدلې لویې لارې د مسافر پرمخ تړلې، څو په دې سره خپل ځواک خلکو ته وښيي.

دوی ټینګار کوي که د کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو ته تازه دمي سرتیري وانه ستول شي، لېرې نه ده چې دغه ولایتونو ځیني ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاس ته ولویږي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري که څه هم په یادو ولایتونو کې روانه جګړه تاییدوي، خو وايي چې افغان ځواکونو په جګړه کې وسله والو طالبانو ته درانه مرګ ژوبله اړولې ده.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"په ډېرو برخو کې پوځي عملیات روان دي چې دښمن ته په کې درانه تلفات اوښتي، دا چې ولسوالۍ سقوط کوي له دغو تبلیغاتو سره موافق نه یم، موږ تېره شپه په پکتیکا، هلمند، کندهار او یو شمېر نور ولایتونو کې شپني عملیات درلودل، هر چېرته چې د دښمن حضور محسوس شي، موږ هلته پوځي عملیات کوو او اوس دښمن دا توانايي نه لري چې ولسوالۍ لاندې کړي."

د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی وايي، په هغو سیمو کې چې وسله وال مخالفان په شا تمبول کیږي، باید کافي ځواکونه ځای پرځای شي او بشپړ تجهیز هم شي او که دا کار ونه شي ترسره شوي هر ډول عملیات به مثبتې نتیجې ونه لري.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG