د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

دانش: افغان ځواکونه هر ډول ګواښ ته بشپړ چمتوالی لري


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې افغان امنیتي ځواکونو په ټول هېواد کې د هر ډول امنیتي ګواښ په وړاندې بشپړ چمتوالي لري.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش نن ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ګواښونه په هغه کچه نه دي کوم چې ځینو سفارتونو یې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دوه ورځې وړاندې په کابل کې د امریکا او هند سفارتونو په افغانستان کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړ چې دوی ته د ناامنۍ او برمته نیونې احتمالي ګواښونه متوجه دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل او یو شمېر ولایتونو کې امنیتي ګواښونه تائیدوي، خو ټینګار کوي دا ګواښونه هومره جدي نه دي لکه په کابل کې میشت ځینو سفارتونو یې چې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې که څه هم د بهرنیو اتباعو د امنیت په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې امنیتي ځواکونه امنیتي ګواښو ته جدي پام کوي.

امنیتي ځواکونه امنیتي ګواښو ته جدي پام کوي.
امنیتي ځواکونه امنیتي ګواښو ته جدي پام کوي.

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"ګواښونه شته، خو په هغه کچه نه چې په دې وروستیو کې یې په اړه راپورونه خپاره شوي، د کورنیو چارو وزارت په ټول هېواد په ځانګړي توګه په کابل ښار کې امنیتي وضعیت له نږدې څاري، د وزارت د رهبري ټینګار تل پر دې دی په کابل ښار کې امنیتي وضعیت ورځ تربلې ښه شي."

په کابل کې د امریکا او هند سفارتونو په خپلو ویب پاڼو کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې ښايي په افغانستان کې پر بهرنیانو حملې او د دوی د یرغمل نیونې پېښې ډېرې او دوام پيدا کړي.

خو سفارتونو په دې اړه زیات جزیات نه دي ورکړي چې دا حملې او اختطاف به د چا له خوا او څه ډول کیږي.

په کابل کې دغو دواړو سفارتونو په افغانستان کې خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې خپل امنیت ته خاص پام وکړي، ځکه امنیتي وضعیت ډاډمن نه دی.

په کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې څو ورځې وړاندې په کابل کې د بهرنیو وګړو د اختطاف یوه ناکامه هڅه وشوه چې یو امریکايي تبع هم په هدف کې شامل و.

دا اندیښنې په داسې حال کې څرګندیږي چې نږدې دوه اوونۍ مخکې د کاټرين جېن ويلسن په نوم یو اسټرالیايي مېرمن په جلال اباد کې د داسې ناڅرګندو وسله الو له خوا چې د افغان امنیتي ځواکونو یونیفورم یې په تن و، وتښتول شوه او تراوسه یې درک نه دی معلوم.

تر دې وړاندې د ۲۰۱۵ میلادي کال په جون میاشت کې یوه هالنډۍ مېرمن په کابل کې د مخ پټو وسله والو کسانو له خوا تښتول شوې وه چې بېرته د افغان ځواکونو په هڅو راخوشې شوه.

د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړي د افغانانو او بهرنیو اتباعو د امنیت خوندیتوب د افغان حکومت مکلفیت بولي.

د دغه کمېسیون غړي صالح محمد صالح په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"افغان حکومت مسوولیت لري چې په کابل او ولایتونو کې د بهرنیو اتباعو امنیت خوندي او ورنه جدي ساتنه وکړي، بهرني سفارتونه د دې پرځای چې اعلامیې خپرې کړي پکارده چې افغان حکومت سره په دې اړه خپل معلومات شریک کړي."

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، بهرني سفارتونه باید هر ډول استخباراتي معلومات له افغان لورو سره شریک کړي.

د دغې جرګې غړی صالح محمد صالح وایي، که بهرني سفارتونه یوازې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکوي او افغان حکومت سره معلومات نه شریکوي، دا یوازې خلکو ته اندیښنې پيدا کوي او بله کومه نتیجه نه لري.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG