د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

افغانستان خپل داخلي بې ځایه شوو کډوالو ته لازمه بودجه نلري


د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، په هېواد کې د کابو یو میلیون بې ځایه شوېو کسانو لپاره لازمه بودیجه نه لري.

د دغه وزارت مسولین وايي، د کډوالۍ په برخه کې د ملګروملتونو عالي کمیشنرۍ په مرستو کې هم د تېرپه پرتله کموالی راغلی دی.

په افغانستان کې ورځ تربلې د روانو جګړو له کبله د کورنیو بې ځایه شوېو په شمېر کې زیاتوالي راځي خو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، د کورنیو بې ځایه شوو د ستونزو هواري ته لازمه بودجه نه لري.

د کډوالو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل وايي، له یوې خوا د کورنیو بې ځایه شوېو لپاره لازمه بودجه نه لري او له بل پلوه د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مرستې هم کمې شوي دي.

ښاغلي میاخېل زیاته کړه:

"حکومت په دې برخه کې ستونزې لري کافي بودیجه نه لري د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري د یو.ان.ایچ.سي.ار په مرستو کې هم د تېرپه پرتله کموالی راغلی."

د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې یوازې په دوه زره پنځلسم زیږدیزکال کې شاوخوا پنځه لکه کسان د ناامنیو له کبله په افغانستان کې بې ځایه شوي دي.

د کډوالۍ برخه کې د ملګروملتونو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو پر اساس د دوه زره شپاړسم کال په لومړېو میاشتو کې اتیا زره کسان بې ځایه شوي او لاهم د دغه وضعیت د دوام په اړه اندیښنې پرخپل ځای دي.

په ورته وخت کې یو شمېرهغه هېوادال چې د نا امنیو له کبله کابل ته کډوال شوي ازادي راډیو ته وویل، په خورا سختو شرایط کې ژوند کوي او حکومت یې باید غم وخوري.

"نوم مې عبدالقیوم دی زموږ په حالاتو باید دولت او موسسات خپل ځانونه خبر کړي."

"نوم مې ګلبشره وضعیت دغه وضعیت دی چې دا اوس ته په کې ولاړ یې په دغه کې حیوانات ګذاره نه شي کولای خو موږ مجبور یو."

له دې ټولو سره ـ سره د کډوالۍ په برخه کې د ملګروملتونو عالي کمیشنرۍ وايي، تر بل هر وخت اوس ددې ډېره اړتیاده چې د افغان کډوالو او بې ځایه شویو کسانو جدي ملاتړ وشي.

په کابل کې د دغې ادارې ویاند نادرفرهاد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې ورځ تربلې د بې ځایه شوېو کسانو شمېر مخ پر زیاتیدو دی او دغې چارې دوي اندیښمن کړي دي .

په افغانستان کې ورځ تربلې د بې ځایه شوېو کسانو شمېر مخ پر زیاتیدو دی
په افغانستان کې ورځ تربلې د بې ځایه شوېو کسانو شمېر مخ پر زیاتیدو دی

ښاغلي فرهاد زیاته کړه:

"هغه شمېر خلک چې بې ځایه شوي متاسفانه شمېر یې ورځ تر بلې زیاتیږي موږ په روان کال کې د دې شاهد و چې اتیا زره کسان بې ځایه شوي په دوه زره پنځلسم کال کې درې سوه اتیا زره کسان په افغانستان کې دننه د ناامنۍ له کبله بې ځایه شوي و چې دا خپله د اندیښنې وړ دي."

که څه هم د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ له افغان کډوالو او بې ځایه شوېو کسانو څخه د جدي ملاتړ خبره کوي خو د کډوالو وزارت وايي، دغې ادارې د پخوا په پرتله له دوي سره خپلې مرستې کمې کړي دي.

ښاغلي فرهاد که څه هم مني چې د پخوا په پرتله له افغان کډوالو سره د ملګرو متلونو د کډوالۍ د عالي کمیشنرۍ بشري مرستې تر یو بریده کمې شوي خو ژمنه کوي د افغان کډوالو او بې ځایه شویو کسانو په اړه د دوي تعهد پر خپل ځای دی.

په ټوله کې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ته د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمیشنرۍ وړاندیز دا دی چې اوس د افغان کډوالو او بې ځایو کسانو د ستونزو د اساسي حل په باب د جدي او عملي ګامونه د پورته کېدو وخت دی او دغه کړکیچ باید په اساسي توګه حل شي.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG