د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

بلخ ته کې د وروستیو ناامنیو له امله څه باندې ۴زره کسان راکډه شي


د بلخ ولایت د مهاجرینو او کډوالو چارو ریاست چارواکي وايي چې په شمال زون کې د نا امنیو له امله څه باندې ۴ زره کسان بلخ ولایت ته را بې ځایه شوي دي.

د بلخ ولایت د مهاجرینو او کډوالو چارو ریاست مشر عبدالصبور قادري ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې اکثراً دا کسان په فاریاب، سرپل او کندوز ولایتونو کې د افغان امنیتي او د دولت مخالف وسله والو ترمنځ د دوامدارې جګړې له امله بلخ را بې ځایه شوي دي.

په بلخ کې د مهاجرینو او کډوالو چارو ریاست مسوولان په شمال زون کې د موجوده ناامنیو له امله د داخلي بې ځایه شویو کډوالو د شمېر د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښايي.

په بلخ کې د مهاجرینو او کډوالو چارو ریاست مسوولان وايي چې څه باندې ۴ زره کسان په شمال کې د موجوده نا امنیو له امله بلخ ولایت ته را بې ځایه شوي دي.

د بلخ د مهاجرینو او کډوالو چارو ادارې مشر عبدالصبور قادري ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د روان کال په وروستیو څو میاشتو کې ۱۶۹۰ تنه په شمالي ولایتونو کې د نا امنیو له امله بیځایه شوي دي.

هغه وايي چې اکثراً دا کسان په فاریاب، سرپل، جوزجان او کندوز ولایتونو کې د جګړې له امله بلخ ولایت ته را بېځایه شوي دي.

قادري یې په اړه زیاته کړه:

"د شمال له مختلفو ولایتونو څخه چې هلته نا امني دوام لري دا کسان بلخ ولایت ته را بېځایه شوي دي چې ټول شمېر یې له ۴ زره کسانو څخه ډېر دی."

د بلخ د مهاجریو او کډوالو چارو ریاست د مشر په خبره چې ۱۵۰۰ کسان په کندز ولایت کې د وروستیو نا امنیو له امله بلخ ولایت را ګډه شوي دي.

هغه زیاته کړه چې همدارنګه ۱۳۶۰ تنه په سرپل او فاریاب ولایتونو کې د نا امنیو له کبله مزارشریف ته راغلي دي.

قادري وايي چې له دې مخکې همه د تېر کال په ترځ کې څه باندې زر تنه د جوزجان او سرپل ولایت څخه بلخ د نا امنیو په خاطر را بېځایه شوي ول چې اوس مهال په بلخ د موجود بې ځایه شویو کسانو شمېر ټول ټال څه باندې ۴ زرو کسانو ته رسیږي.

د بلخ د مهاجرینو د ادارې د مشر په خبره چې د ژمي په راتلو سره یا کسان به له زیاتو ستونزو سره مخ شي چې دوی چمتو دي په موقع سره موجوده بې ځایه شویو کسانو ته د مرستندویه بنسټونو په مرسته مرستې ترسره کړي.

هغه یې په اړه زیاته :

"دا کسان له ستونزو سره مخ دي، مونږ هڅه کو چې ډېر ژر یې مشکلات حل کړو او له مرستندویه بنسټونو ورته مرستې تر لاسه کړو."

دا په داسې حال کې ده چې په بلخ کې د نا امنیو له امله موجوده کډوال د ژمي په راتلو سره د سرپناه له نشتون شکایت کوي او له مرسته کوونکو بسټونو د کمک غوښتونکي دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG